د افغانستان سره په پوله پرته د خېبرپښتونخوا کورمه ضلعه کې د مسافرو په ګاډو وسله وال بريد شوی، تر اوسه پورې پکې 39 کسان وژل شوي او ګڼ نور ژوبل شوي دي.
په کورمه ضلعه کې د ژغورنې ادارې رېسکيو 1122 او پوليس وي او اې ډيوه ته تاييد کړه، د وژل شوو شمېره 39 ته رسېدلې، او ګڼ نور ژوبل شوي دي.
له دې وړاندې د رېسکيو 1122 وياند عقيل حسېن وي او اې ډيوه ته په وسله وال بريد کې د مرګ ژوبلو اوښتو تاييد کړی وو چې سمدستي دوی 33 مړي او د 15 پورې ژوبل روغتونونو ته منتقل کړي دي.
د کورمې مرستیال کمشنر جاوېدالله مسيد هم وي او اې ډیوه ته پېښه تاييد کړه او وې یې ويل، د پېښې د ځای څخه مړي او ژوبل روغتونونو ته منتقل کولی شي، نور تفصيل یې وروسته د مطبوعاتو سره شريک کړي.
دا پېښه نن په 21م نومبر د کوزې کورمې په مندوري علاقه کې شوې، د پاړا چنار نه د مسافرو ګاډو قافله پېښور ته روانه وه، په لاره کې پرې نامالومه وسله والو ډزې کړي دي.
د سرچينو ترمخه، قافله د پولیسو په ساتنه کې روانه وه، او ځينې سرچینې وايي د پوليس او وسله والو بريد کوونکو ترمنځ نښته هم شوې، خو ډزې کوونکي وسله وال د موقعې څخه تښتېدلي دي.
د رېسکیو کارمندانو وي او اې ډيوه ته ويلي، په فلاينګ کوچ يا هاييس ګاډو او ورسره په لاره نورو موټر ګاډو وسله والو ډزې کړي دي.
د ژغورنې ادارې ويلي، ژوبل او مړي د بګن، عليزۍ او سي اېم اېچ ټل ته وړل شوي او د ځينو په اړه ويل شوي، پېښور ته منتقل کولی شي.
د پاکستان صدر اصف علي زرداري کورمه کې په ګاډو د ډزو د پېښې غندنه کړې او پېښه کې ککړو کسانو انجام ته رسولو لارښوونه یې کړې ده.
کورمه کې د تېرې يوې مودې د ناامنۍ پېښې سېوا شوي دي، په لومړو کې ويل شوي د ځمکو په سر نښتې شوي او هغه بيا په فرقه ييزه بڼه بدل شوي دي.
دوه اوونۍ وړاندې په اووم نومبر پاکستان کې د بشري حقونو کمېشن اسلام اباد کې خبري غونډه کې ويلي وو، په کورمه کې روانو قبايلي فرقه ييزه شخړو ته سنګينو حالاتو ته دې فوري توجه وشي.
د بشري حقونو کمېشن ویلي وو، تېر د 2023م کال په جون او بيا په اکتوبر کې د مخالفه ډلو ترمنځ په جنګ بندۍ اتفاق شوی او څو جرګې شوې وې خو په کورمه کې تشدد اوس هم روان دی.
د کمېشن ترمخه، روان کال د جولای د میاشتې په شخړو کې اندازً 49 کسان وژل شوي او لږ تر لږه 190 ژوبل شوي وو، په ستمبر کې بيا 21 کسان وژل شوي او اکتوبر کې 11 تنه وژل شوي، ښځې او ماشومان هم پکې شامل وو.
SEE ALSO: د بشري حقونو کمېشن د کورمې په امنيت اندېښنه څرګنده کړې، پرلت دوام لريپه نهم نومبر کورمه کې ځايي خلکو لاريون کړی او د يوې میاشتې خواوشا مودې سره د غټ سړک پرانستو او سيمه کې د امن په ځای کولو دپاره یې غوښتنې کولې.
د احتجاج کوونکو سره ځايي انتظامیې مزاکرات کړي، په دويمه ورځ بيا لاره پرانستل شوې او لاريون کوونکو ته ويل شوي وو چې څه موده به د قافلو تګ راتګ د ساتونکو ځواکونو سره کیږي او بيا به پوره لاره پرانستل شي.
SEE ALSO: د پاړه چنار امن لاریون او انتظامیې تر منځ مذاکرات کامیاب، د پاړه چنار سړک په پرانستو اتفاق شوی
پرون په ياده علاقه کې احتجاجي مظاهره هم شوې، او ويلي يې وو چې په دغه علاقه کې بيا د امنيتي پېښې خطره ده.
په دې خبر کې ځینې مالومات د ډيوه خبریال عدنان بېټني شريک کړي