د خېبرپښتونخوا د وزيراعلا علي امین ګنډاپور د ترور زوی سردار ثقلین ګنډاپور چې د کلاچي تحصیل بلدياتي ممبر هم وو، د نامعلومه کسانو په ډزو وژل شوی دی. د بنو په جاني خېلو کې د ماټر ګولې چاودو له امله درې ماشومان وژل شوي او جاني خېلو کې د امن دپاره پرلت هم روان دی.
پولیس او کورنۍ یې د پېښې تاييد کړې او وايي پېښه د ډېره اسماعیل خان ضلعې د کلاچي تحصیل په روړۍ موړ سیمه کې شوې، وسله والو د برید لپاره کمین نیولی وو. د پولیسو د وینا له مخې، سردار ثقلین په موقعه وژل شوی او بریدکونکي له سیمې څخه په تېښته کې بریالي شوي دي.
د هغه ورور سردار فریدون ګنډاپور ویلي هغه د نامعلومه کسانو په ډزو وژل شوی دی او په دغه پېښه یې اندېښنه څرګنده کړې، او د انصاف غوښتنه یې کړې ده.
د کلاچي تاڼې چارواکي وايي، پلټنې روانې دي او د پېښې لومړني معلومات ښيي، وژل شوي تن د چا سره شخصي دوښمني نه لرله. چارواکي زیاتوي د برید علت به زر تر زره معلوم شي.
د سردار ثقلین وژنه د سیمه ییزو خلکو لپاره یوه بله اندېښنه ده، په داسې حال کې چې په صوبه کې د هدفي وژنو لړۍ دوام لري.
په دې ورستیو کې په صوبه کې د امنیتي ځواکونو او حکومتي چارواکو ترڅنګ د عامو خلکو هدفي وژنې زياتې شوي دي. د صوبې د وزيراعلا علي امین ګنډپور خپلوان او د صوبې پولیسو مشر اختر حیات تربور وژل کېدل د ناامنۍ وروستۍ بیلګه ده.
په دې وروستیو کې د صوبې د مختلفو سیمو خلک د ناامنۍ پر ضد احتجاجونه او لویې ولسي غونډې کوي او د ریاستي ادارو نه د امن د ټینګښت غوښتنه کوي.
خو پوځ او حکومت وايي امن پرځایی کولو لپاره ژمن دي.
په جاني خېل کې د ماټر ګولې چاودنه
بلخوا، بنو په جاني خېل کې د یوې ماټر ګولې چاودنې په پېښه کې درې ماشومان وژل شوي دي. چې عمرونه یې د لسو کلونو نه کم دي.
د پولیسو په وینا، دا پېښه د بنو جاني خېل په سپین تنګ سیمه کې شوې ده، چرته چې ماشومانو ته یوه ماټر ګولې لاس ورغلی وه.
د دوی په وینا ماشومانو له ماټر ګوله لاس ورغلې، دوی ورسره لوبې کولې او هغه پرې ناڅاپه چاودلې ده.
د پولیسو په وينا، د وژل شویو ماشومانو عمرونه د لسو کلونو نه کم دي او دوی په یوې دیني مدرسه کې زدکړې کولې. په وژل شویو کې دوه وروڼه هم شامل دي.
جاني خېل کې ولسي پرلت دوام لري
په جاني خېل کې د تېرو نهو ورځو راهیسې ولسي احتجاج پرلت دوام لري او مظاهره کونکي وايي، د سیمې په وضعیت کې د پوځ موجودیت او د وسله والو فعالیتونه د دوی ژوند ته سخت خطر دی.
د جاني خېلو د جرګې یو غړي ملک مویز وویل، دوی د 2009 کال راهسې د ناامنۍ ښکار دی، کورونه وران شوي، او هره ورځ د دوی قامي مشران، سپین ږیري، ځوانان او ماشومان وژل کېږي.
ملک مویز زیاته کړه چې تر څو د امن د ټینګښت ډاډ ورنه کړل شي، د دوی احتجاج به روان وي.
د جاني خېل دغه پرلت کونکي د خپلې سیمې د سولې او امنیت غوښتنه کوي، په داسې حال کې چې د اوږدې مودې نه ياده علاقه د ناامنۍ ښکار ده.
د پاکستان پوځ او حکومتي چارواکو ویلي، دوی د امنیت ټینګښت ته ژمن دي، خو په سیمه کې د ناامنۍ دوام د خلکو اندېښنې زیاتې کړې دي. او تور پورې کوي چې د ناامنۍ تر شاه د پاکستان پوځ او نورو ریاستي ادارو لاس دی. خو پوځ دا تورونه ردوي او وايي په دې حګړې کې په سلګونو افسران او عسکر وژل شوي دي.