د پښتونخوا کابينې کورمه کې د امن او ثبات دپاره د بشپړ پلان منظوري ورکړې

د خېبرپښتونخوا د وزيراعلا په مشرۍ صوبايي کابيني په کورمه کې د تل پاتې امن او ثبات د بحالۍ دپاره د يو بشپړ پلان منظوري ورکړې او د پلان لاندې یې د حالاتو قابو کولو دپاره يوه غټه جرګه جوړه کړې ده.

د رپورټونو ترمخه کورمه کې تېره مياشت د سني او شيعه مسلمانانو ترمنځ فرقه ييزه نښتې شوې، چې پکې لږ تر لږه 133 کسان وژل شوي وو.

د سوونو په شمېره کې د دوکانونو او کورونو سوځولو ترڅنګ کورمې ته تلونکې لارې تړل شوې وې.

خو صوبايي حکومت بيا دعوه کړې په لومړي دسمبر کورمه کې ډز بندي شوې او د هغې وروسته بيا په سيمه کې د ناامنۍ کومه پېښه نه ده رپورټ شوې.

پرون په دویم دسمبر د خېبرپښتونخوا د وزیراعلا علي امين ګنډاپور په مشرۍ د صوبايي کابينې غونډه شوې، او د کورمې د حالاتو دپاره د غټې جرګې جوړولو ویل شوي چې پکې به ځايي مشران شامل وي.

ويل شوي، دا جرګه به په علاقه کې تر هغې وخته موجوده او روانه وي څو پورې چې هلته پوره امن نه وي په ځای شوی.

ويل شوي حکومت د ټولنې کردار مهم ګرځولی او په ځايي مشرانو یې غږ کړی چې د فرقه ييزه کرکې او ګډوډي خوروونکو عناصرو په ګوته کولو کې ورسره مرسته وکړي.

صوبايي کابينې فيصله کړې، د کرکې خورولو د لارې تشدد کوونکي به ترهګر ګرځول شي او پرضد به یې سخته قانوني کارروايي کولی شي او نومونه به یې په شيډول فور کې شاملولی شي.

د کورمې د سدې سره تعلق لرونکی محمد سليم وي او اې ډيوه ته وويل، د قبايلي مشرانو جرګه کورمې ته روانه ده په خپله یې خپل اقدام یې اوچت کړی دی خو دوی نه دي پوی چې دې جرګې ته حکومتي مرسته ترلاسه ده که نه ده.

هغه وویل، دلته په بدامنۍ کې ټولنيزې رسنۍ کارول کيږي، د دواړو خواو سني او شيعه و څخه جعلي پوسټونه يا خبرونه خپاره شي او د هغې له امله بيا فرقه یيزه جګړې جوړې شي.

نوموړي زیاته کړه، نن درېمه ورځ ده چې عارضي امن دی، شخصي تعليمي ادارې خلاصې دي سرکاري تعليمې ادارې اوس هم بندې دي، لارې لا بندې دي او د افغانستان سره د خرلاچي لاره هم تړلې پرته ده.

هغه زياته کړه، دوی ويره لري که چرته د کورمې نه بهر کومه پېښه وشوه نو اثرات یې په کورمه کې کېدی شي.

محمد سليم وايي، صوبايي حکومت تراوسه هيڅ کردار نه دی ادا کړی.

خو صوبايي حکومت وايي، په سیمه کې د امن په ځای کولو دپاره هڅې کوي او د امن دپاره د صوبايي کابينې په اقداماتو کې په سیمه کې د بنکرو ختمولو او ځايي خلکو څخه د وسلې راټولولو فيصله هم شوې ده.

ويل شوی، د امنيت دپاره د کورمې په هایي وی او مهمو ځايونو به 65 پوستې جوړولی شي او مرکزي حکومت ته د اېف سي پلاټونونو په ځای کولو رسمي خواست هم شوی دی.