د خېبرپښتونخوا ګورنر فېصل کريم کنډي لخوا رابلل شوي ټول ګونديز کانفرنس، صوبه کې د امنيت په خراب صورتحال د اندېښنې څرګندونه کړې او ويلي يې دي، د تېر کال په مقابله کې سږ کال په صوبه کې زياته وينه توی شوې ده.
د ټول ګونديزې غونډې په اعلاميه کې ويل شوي، تېره مياشت په صوبه کې د 70 نه زيات امنیتي ساتونکي وژل شوي، او د کورمې په فرقه ييزه نښتو کې د 200 نه زيات خلک وژل شوي دي. مرکزي او صوبايي حکومت د امن په ځای کولو کې ناکامه ښکاري.
مرکزي او په خېبرپښتونخوا کې د تحریک انصاف حکومت د امن په ځای کولو دپاره وخت په وخت دعوې او وعدې کوي.
ټول ګونديزه غونډه کې په صوبه کې د واکمنه تحریک انصاف ګوند نه علاوه عوامي نېشنل ګوند، جمعيت علمااسلام ف، قومي وطن پارټۍ، نېشنل ډېموکرېټک ګوند، پښتونخوا ملي عوامي ګوند، مسلم ليګ ن او جماعت اسلامي هم شرکت کړی دی.
دا ټول ګوندیز کانفرنس په داسې وخت کې رابلل شوی چې خېبرپښتونخوا صوبه کې په ځانګړي ډول د ناامنۍ او ترهګرۍ پېښې سېوا شوي او کورمه کې فرقه یيزه نښتې شوي دي.
د غېر دولتي ادارې پاکستان انسټيټيوټ اف کنفلکټ اېنډ سېکيورټي سټډيز، پيکس د رپورټ ترمخه د تېرې نومبر په مياشت کې د رياست مخالفه د تشدد په پېښو کې په ملک کې 245 کسان وژل شوي دي چې پکې 68 امنيتي عسکر او 50 ملکي وګړي شامل دي. په رپورټ کې ويل شوي 127 وسله وال هم وژل شوي دي.
د پيکس د رپورټ ترمخه 131 وژنې په وسله والو حملو کې شوې او د نومبر په مياشت کې خېبرپښتونخوا صوبه تر ټولو زياته اغېزمنه پاتې شوې، 50 حملې شوي، 71 کسان پکې وژل شوي او 85 ژوبل شوي دي.
د ټول ګونديزې غونډې د اعلاميې ترمخه، غونډه کې د صوبې د مالي او سياسي حالاتو او صوبې د کټو د ساتنې دپاره د ټولو سياسي ګوندونو په استازيتوب د سياسي او تکنيکي کمېټۍ جوړولو فيصله شوې ده.
غوښتنه شوې، اووم اېن اېف سي اېوارډ چې نزدې د دوه نيمو کالو راهسې غېر موثره شوی، سمدستي دې 11م اېن اېف سي اېوارډ جاري کړل شي او د پخوانۍ فاټا دپاره د اېف سي درې فيصده پېسې چې د تیرو درېو کالو راهسې نه دي ورکړل شي، هغه دې جاري کړل شي.
ويل شوي، د صوبې معدنیات د صوبې دي په صوبه کې چې څومره ليزونه يا ټېکې ورکړل شوي د هغې تفصيلات دې ولس ته وړاندې کړل شي.
د افغانستان سره په پوله چې څومره تاريخې تجارتي لارې دي هغه دې د هر ډول تجارت دپاره سمدستي پرانستل شي. او صوبايي حکومت چې ټېکس لګولی هغه د افغانستان سره تجارت اغېزمنوي هغه دې بيرته واخستل شي.
کانفرنس د ايين ترمخه د شريکو ګټو د کونسل په باقاعدګۍ سره د غونډې غوښتنه کړې، بلدياتي استازو ته یې بې د تفريقه د فنډونو ورکولو ويلي دي.
غونډه کې د مرکزي حکومت نه غوښتنه شوې د 1991م د اوبو په معاهده کې چې مرکزي حکومت نورو صوبو ته کوم کار کړی هغه دې پښتونخوا صوبې له هم وکړي.
کانفرنس د قبايلي ضلعو څخه د پوځي عملياتو له امله د بې کوره خلکو بيرته خپلو علاقو ته ستنولو غوښتنه کړې ده.