د افغانستان سره په پوله د خېبرپښتونخوا په کورمه ضلعه کې نامعلومه وسله والو د اېف سي، ملېشې ځواک په پوسته بريد کړی، لږ تر لږه شپږ عسکر پکې وژل شوي او اووه نور ژوبل شوي دي.
د سیمې د پوليسو مشر [اېس اېچ او] سليم شاه وي او اې ډيوه ته تاييد کړه، پېښه د مدې شاه تاڼې په علاقه کې تېره شپه ناوخته شوې ده.
هغه وويل، دغه علاقه د ټل سره نزدې د افغانستان په پوله پرته سيمه ده.
نوموړي په پېښه کې د شپږو اېف سي عسکرو د وژلو او اووه ژوبلېدو تاييد وکړو.
په کورمه کې په دې وروستيو کې د اهل سنت يا سني او شیعه و ترمنڅ فرقه ييزه نښتې شوې، د 130 نه زيات کسان پکې وژل شوي وو.
پوليس افسر وويل، د تازه پېښې د فرقه ييزه نښتو سره کوم تړاو نشته، او نه یې تراوسه پورې چا زمه واري منلې ده.
د کورمې مرستيال کمشنر [ډي سي] جاوېدالله مسيد وویل، پينځمه شپږمه ورځ ده چې د دواړو فريقېنو ترمنځ د جنګ بندۍ وروسته د ناامنۍ او ډزو کومه پېښه نه ده شوې.
هغه وويل، اوس هم د حکومت او قبايلي مشرانو د سيمې د خلکو سره جرګې روانې دي، د دې دپاره چې په سيمه کې مستقله جنګ بندي وکړل شي او امن په ځای شي.
د غېردولتي ادارې پاکستان انسټيټيوټ اف کنفلکټ اېنډ سيکيورټي سټډيز، پيکس د رپورټ ترمخه د تېرې نومبر په مياشت کې د رياست مخالفه د تشدد په پېښو کې 245 کسان وژل شوي دي چې پکې 68 امنيتي عسکر او 50 ملکي وګړي شامل دي. په رپورټ کې ويل شوي 127 وسله وال هم وژل شوي دي.
د پيکس د رپورټ ترمخه 131 وژنې په وسله والو حملو کې شوې دي.
په رپورټ کې زياته شوې، د نومبر په مياشت کې خېبرپښتونخوا صوبه تر ټولو زياته اغېزمنه پاتې شوې، 50 حملې شوي، 71 کسان وژل شوي او 85 ژوبل شوي دي.
دغه رنګ په صوبه کې ورګډو ضلعو کې 28 حملې شوې او 36 کسان وژل شوي دي.
د پيکس په رپورټ کې زياته کړل شوې، بلوچستان صوبه کې 20 وسله وال بريدونه شوي، 60 کسان پکې وژل شوي دي.
پيکس په خپل رپوټ کې ويلي، د کال 2024 په لومړو 11 مياشتو کې په وسله والو حملو کې د وژنو شمېره د زرو څخه اوړېدلې ده 1080 کسان وژل شوي دي.