د نړيوالو اړيکو او سياسي چارو څېړونکي وايي په شام کې د بشرالاسد حکومت نسکورېدو وروسته تحريک طالبان پاکستان او افغان طالبانو د سني مسلک او يو فکر لرلو په اساس د شام ولس او په هېواد کې د تېر حکومت پرضد جنګېدونکو وسله والو ته مبارکي ويلې ده۔
دوی وايي که څه هم افغان طالبان او د شام دغه سني وسله والې ډله يو مسلک لري خو د بشري حقونو او ولس ته د درناوي ورکولو په اړه يې په نظريه کې واضحه فرق دی۔
د نړيوالو اړيکو او سياسي چارو افغان څېړونکی اختر محمد راسخ ډيوه ته وويل: ” چې د بشارلاسد حکومت نسکورېدل او په افغانستان کې د کابل د سقوط وروسته طالبان واک ته رسېدل د غربي نړۍ له خوا د جدا جدا اهدافو ترلاسه کولو دپاره اقدام و۔ دوی وايي د دمشق سقوط د غربي نړۍ او اسرايل په ګټه تمامېږي۔“
بلخوا تحريک طالبان پاکستان په يوې خپره کړې اعلاميه کې ويلي: "د مسلمانانو ټول امت او په خاصه توګه د شام مجاهدينو او ولس ته د هغوی د لازوال قربانيانو له وجې د شام مقدس ځمکې په فتح کېدو مبارکي وايو"
په شام کې هیئت تحریر الشام ډله چې د بشارالاسد د څو مخالفو ډلو مشري کوي، یوه سني مسلک منونکې ډله ده.
د امنيتي چارو څېړونکی او ليکوال سيد فخر کاکاخيل ډيوه ته وويل : " د ابو محمد الجولاني په ډله دا تور لګېدو چې د سني نړۍ څخه ورته مرسته ترلاسه کېږي خو بل اړخ ته د بشارالاسد حکومت سره روس او ايران امداد کولو۔"
سيد فخر کاکاخيل زیاتوي د اوس چې کوم بدلون راغلو نو دا د سني وسله والو ډلو دپاره ډېره د خوشالۍ خبره ده تحريک طالبان پاکستان او افغان طالبانو ورته په بريا مبارکي ويلي ده۔
په کال 2013 کې د تحريک طالبان پاکستان او د حقاني وسله والې ډلې يو شمېر غړو په شام کې د بشارالاسد ريژيم پرضد د جنګېدو په حقله ښاغلي کاکاخېل ډيوه ته وويل: " چې کوم په ريکارډ باندې مونږه ته معلوم وو نو يو ځل 200 تنان تللي وو او په دې کې د حقاني ډلې خلک هم شامل وو او د سعيد خان اورکزی ( په ټي ټي پي کې د اورکزو پخوانې مشر) کوم چې وروسته بيا د داعش د ډلې مشري هم وکړه نو هغه هم تنان لېږل"
فخر کاکاخيل وايي ټي ټي پي د القاعده اړخ ته تللې وه خو وروسته پکې تقسيم وشو او د ډلې ځيني جنګيالي يې په شام کې داعش کې شامل شول ځکه چې د داعش مالي سرچينې زياتې وې۔
په افغانستان کې د واکمنو طالبانو، چې تراوسه يې حکومت کوم يو هېواد په رسمیت ندی پېژندلی، د بشار الاسد د ريژیم ختمېدو ته غبرګون ښودلی او د شام خلکو ته یې مبارکې ورکړې او په شام کې يي د اسلامي نظام جوړېدو هيله یې ښودلې ده.
په روس کې د افغانستان پخوانی سفارتکار غوث جانباز د افغان طالبانو د مبارکۍ په حقله وي او ای ډيوه ته وويل که څه هم د افغان طالبان هیئت تحریر الشام ډله مذهبي تړاو لري خو دواړو په تګلارو کې واضحه فرق ښکاري.
نوموړي ډيوه ته وويل: "زه فکر کوم چې طالبان ډېر ساده خلک دي، هغوی فکر کوي چې هلته هم دغه شان طالبان قدرت ته راغلي په داسې حال کې چې د دوی او د هغوی په منځ کې ډېر فرق شته، زمونږه د افغانستان طالبانو به سړکونه خرابول، مکتبونه به يې خرابول پوهنتونه به يې خرابول، دا اوس چې کوم کارونه کېږي په افغانستان کې د ښځو د حقوقو او ازادي منع کول دا هغه شيان دي چې هيت التحرير الاشام يې نه پلوي کوي يعنې د دوی په مينځ کې توپير دی"
څېړونکي وايي په شام کې د سياسي بدلون وروسته د افغانستان او پاکستان ترڅنګ د منځني ختيځ هېوادونو کې فرقه یيزې جګرې به تر هغې دوام کوي ترکومه چې په ايران کې د موجوده واکمنو طاقت نه وي مات شوی۔
په دې حقله اختر محمد راسخ ډيوه ته وويل: " که چېرې د ايران د خمېني دغه ګوند چې اوس په ايران کې په قدرت کې دی دا مات نشي دغه جګړې به په افغانستان کې هم د شعيه او سني شروع شي، په پاکستان کې به هم شروع وي او دوامداره به شي او سوريا، عراق او يمن او په نورو غربي ملکونو کې دا دوام لري"
په دې منطقه کې د شعيه او سني مذهب منونکو ترمنځه د شخړو سېوا کېدو په حقله سيد فخر کاکاخيل ډيوه ته وويل چې په شام کې د سني ريژيم د راتلو وروسته به هغه شعيه جنګيالي چې په دغه هېواد کې ژوند کوي افغانستان او پاکستان ته به ستنېږي او په نتيجه کي به يې په پښتنو سيمو کې د سني او شعيه خلکو ترمنځه د شخړو سېوا کېدو اندېښنه موجود ده۔
ښاغلې جانباز په دې نظر دی چې په شام کې د خپلو ګټو ترلاسه کولو د پاره چې د ايران له خوا د افغانستان د شعيه خلکو نه فاطميون او د پاکستان شعيه مسلک منونکو څخه زينبيون ډلې جوړې کړې وې اوس مهال به له داسې قسم اقداماتو کولو څخه ډه ډه کوي۔
پخوانی سفارتکار غوث جانباز زیاتوي: "کله چې مسعود پزشکيان د ايرن ولس مشر شو نو مونږ وليدل چې د ايران حکومت اوس په خپلو بهرنيو تګلارو کې نرمي کوي د اروپا اتحاديي سره، د امريکا سره غواړي چې خپلې اړيکې سمې کړي او اېټمي برنامې چې کومې لري په هغې هم حاضر دی چې خبرې اترې وکړي او نوي روابط جوړ کړي ځکه چې په کور دننه ايران ډېرو اقتصادي، فرقه یيزو او سيمه یيزو مشلاتو سره مخې دی"
په شام کې یاغي وسله والو د دوو اونیو څخه په کمه موده کې لومړی د شام لوی ښارونه ونیول او بیا یې د ډسمبر په اتمه د دمشق په نیولو سره یې د سوریې د ولسمشر بشارالاسد واکمني پای ته ورسوله۔