په افغانستان کې د طالبانو له خوا د طبي زده کړو په مرکزونو کې د جينکو په روزنې لګول شوي بندېز د ملګرو ملتونو کارپوهان اندېښمن کړي او دا يې غېرعادلانه اقدام ګرځولی او رد کړی يې د. کارپوهانو ویلي، دا ګام به د ناروغيو او مېرمنو او ماشومانو د مړيني لامل وګرځي.
د روغتيا د چارو پوهان وايي له طبي زده کړو د مرکزونو څخه فارغېدونکې جينکۍ نه يوازې د روغتيا په برخه کې مهم کردار لوبوي بلکې د کورنيو دپاره د معاش ګټلو هم وسيله وي کومې چې اوس مهال د نامالومه برخه ليک سره مخ دي.
دوی ويلي، دا به بې له شکه د موجوده او راتلونکو نسلونو دپاره غېر ضروري کړاونو، ناروغيو او ممکن د افغان مېرمنو او ماشومانو د مړينې لامل شي.
د روغتيا د چارو کارپوهان وايي دا تربيه شوې جينکۍ د ښځينه مريضانو په علاج کې ډېر مهم کردار لوبوي، دوی وايي د طالبانو له خوا لګول شوی بندېز که دوام کوي نو افغان ټولنه به د لوی ځاني زيان سره مخ شي.
افغانه متخصصه ډاکټر فخرالنسا وايي، " دغه قابله ګان چې حداقل د مور او ماشوم دغه دوره چې يوه ښځه مېندواره وي د هغوی وزن ګوري، فشار يې ګوري او د دوی صحې وضع، وينه دا ټول شيان معاينه کوي او پاملرنه يې کوي، نو که دغه اسانتياوې نه وي خطرات په ټولنه کې ډېره سېوا وي، د ټولو نه زياتې مېندې او ماشومان دي چې د روغتيا د خطرو سره په مخ کېږي او دا به د مړيني کچه لوړه کړي".
د طالبانو د روغتيا وزارت تېره اوونۍ په افغانستان کې د طبي روزنيزو مرکزونو مشرانو ته په هغو ادارو کې د ښځو په زده کړو د نوي بنديز په اړه خبر ورکړی چې د نرسنګ، مډ وايفري يا قابله ګۍ، د مېډيکل لېبارټرو ساينس او د غاښونو د علاج په برخه کې درسونه ورکوي.
د دې مرکزونو ځينې ښځينه زده کوونکې وايي چې د طالبانو وروستي بندېز له امله يې ټولې هيلي ماتې شوي او ذهني صحت يې متاثره شوی دی.
په افغانستان کې د مېډيکل انسټيټيوټ زده کونکې فاطمه ساپۍ وايي، " کله چې مکتب نه فارغه شومه نو د ټولنې د ستونزې په ليدو سره او دا چې په ټولنه کې د مور او ماشون مړينه مخ په زياتيدو ده ما غوښتل چې ځه دې فيلډ يا څانګې ته راشم او دې برخه کې خپلې زده کړې وکړم او د خپل هېواد او د مېرمنو دپاره د خدمت جوګه شم، اوس چې په زده کړو بندېز لګېدلې دی زه نشم کولې خپلې هيلې ته ورسېږم او خپل د هېوادوالو دپاره خدمت وکړم، دا کار يوازې د جينکو په زيان نه بلکې د هېواد په زيان هم دی".
د ملګرو ملتونو د کارپوهانو په اعلاميه کې دا هم ويل شوي چې په افغانستان کې یوازې ښځینه ډاکټرانو ته اجازه شته چې جينکو او ښځو ته طبي پاملرنه وکړي.
کارپوهان وايي دا تربيه شوې جينکۍ او مېرمنې د ټولنې د خدمت کولو ترڅنګ د کورنيو دپاره معاش هم ګټي کوم چې اوس له بندېدو د ګواښ سره مخ دي.
ډاکټر فخرالنسا وايي، "رسمي ادارې، دفترونه د ښځينه وو په مخکې بند شوي دي، نو اوس زريعه د معاش هيڅ نه لري دا جينکۍ او ښځې او ډېرې داسې کسان دي چې نارينه نه لري او دوی پخپله لوڅو پخو ولاړ دي، د دوی نارينه يا په انتهاري شيانو کې وژل شوي دي يا د وطنه وتلي دي، يا معيوبه په کور کې پروت دی نو هم دغه جونه او ښځې دي چې بهر کار کوي او د خپلې کورنۍ دپاره نفقه برابروي نو دا يو لوی ظلم او جفا ده".
په طبي کالجونو کې د جينکو او ښځو په زده کړو د طالبانو د بندېز پرېکړه د ملګرو ملتونو په ګډون نړیوالې ټولنې هم په کلکه غندلې او د طالبانو له حکومته يې غوښتلي چې پخپله پرېکړه دې بیا غور وکړي.
طالبانو په افغانستان کې د شپږم ټولګي پورته په سکولونو او پوهنتونو کې کې هم د جينکو په تعليم بندېز لګولی دی او علت يي د يو مناسب چاپېريال رامنځته کول او طرحي جوړول بللي دي.