د پاکستان سپريم کورټ د زيارت په ورځ د وفاقي حکومت څخه تېر کال په پوځي ودانيو د حملو د پېښو په تړاو د مې په نهمه او لسمه د درج شوو مقدمو، اېف آی آرز تفصيلات غوښتی دي.
ستر عدالت په پوځي عدالتونو کې د عادي خلکو خلاف د مقدمو چلولو په ضد د بېلابيلو اپيلونو اورېدنه کړې، او تر سبا جمعې د ورځې پورې یې ځنډولې ده.
د عدالتي او سياسي کارپوهان وايي که عدالت فېصله د عادي خلکو خلاف د مقدمو په پوځي عدالتونو کې د چلولو په حق کې ورکړه نو بيا امکان پيدا کيږې چې عمران خان باندې هم په پوځي عدالت کې د نهمې مې د پېښو په تړاو مقدمه چليږي.
د سپريم کورټ جج جسټس امين الدین خان تر مشرۍ لاندې اووه کسيزه اييني بنچ په پوځي عدالتونو کې د عادي خلکو د محاکمه کولو په اړه د پرېکړې په ضد د انټرا کورټ يا په عدالت دننه اپيلونو اورېدنه وشوه.
د اورېدنې په وخت جسټس جمال مندوخېل وويل چې د پوځي عدالتونو ټوله مقدمه د ايين د اتمې مې مادې چاپېره تاويږي او په بنچ کې شامل بل جج جسټس محمد علي مظهر پوښتنه وکړه چې ايا پينځه کسيزه بنچ د پوځي اېکټ دفعات د اتمې مې مادې سره په ټکر کې ګرځولي دي او ايا هغه پينځه کسيزه بنچ په خپله فېصله کې د ارمي اېکټ دفعې د اتمې مې مادې سره د متصادم ګرځولو څه جواز ورکړی وو.
د مقدمې يو خواست کوونکی اعتزاز احسن وايي، "د کال 1972 ايين په دې اړه ډېر واضحه دی، چې په عمومي توګه په پوځي عدالتونو کې عادي خلک د سره محاکمه کېدې نه شي".
جسټس جمال مندوخېل پوښتنه وکړه، چې کوم تن د وسله والو ځواکونو برخه نه ده نو هغه د پوځ د ډسپلن لاندې څنګه راتللی شي؟، د دفاع د وزارت وکيل خواجه حارث په ځواب کې وویل چې که قانون اجازت ورکوي.
جسټس جمال مندوخېل وويل، که يو تن په پوځ کې دی نو په هغه باندې به د پوځي ډسپلن اطلاق کيږي خو که يو تن د سره په يوه محکمه کې نه دی، نو په هغه باندې د پوځي نظم و ضبط اطلاق څنګه کېږي نو ايا د يو غېر متعلقه کس د پوځي ډسپلن لاندې راوستل د ايين د اتمې مې مادې سرغړونه نه ده؟.
قانون پوه او سپريم کورټ وکي عمر اعجاز ګېلاني وايي، "که د يو سويلين تن د پوځ د چارواکو سره، که هغه په خپل کور کې وي او که په ډيوټۍ وي څه جګړه وشوه نو په هغه تن به د هيواد عام فوجداري قانون لاګو کېږي".
جسټس جمال مندوخېل سوال وکړو په هيواد کې تر ټولو لويه عهده د پاکستان د صدر ده او که چري د صدر په ماڼۍ حمله وشي نو د ملزم ټراېل به د ترهګرۍ ضد عدالت کې کېږي او که هم داسې که پوځي ودانيو باندې حمله کېږي نو د ملزم په ضد به پوځي عدالتونو کې مقدمه چليږي نو په دې باندې سرکاري وکيل خواجه حارث درېځ خپل کړو دا فيصله قانون سازانو د قانون د لارې کړې ده.
د عدالتي او سياسي چارو خبريالان دا مقدمه او په دې کې عدالتي فېصله مهمه بولي.
د عدالتي او سياسي چارو خبريال مطيع الله جان وايي، "که سپریم کورټ د دې مقدمې فېصله زر کوي او د ارمي اېکټ چې کومې مادې کالعدم ګرځول شوې وې، هغه پر ځاې کوي نو بيا د نهمې مي د پېښې په تور کې د عمران خان خلاف په پوځي عدالت کې محاکمه کولو امکان پيدا کېږي".
دا په داسې وخت کې ده چې د پاکستان پوځ د هېواد د استخباراتي ادارې آی اېس آی پخوانی مشر جنرل فېض حميد په رسمي توګه تورن کړی دی.
پوځ ويلي، د نهمې مې د پېښو په ګډون، په پاکستان کې د ګډوډي او ناامنۍ جوړوونکو لپاره د تشدد په پېښو کې هم د فېض حميد د لاس لرنې بيلې پلټنې کيږې.
د کال 2023م د مې په 9 مه، د تحريک انصاف غړيو په يوه مقدمه کې د دې ګوند د مشر او پخواني وزیر اعظم عمران خان تر نيولو وروسته د پاکستان په بېلابيلو ښارونو کې مظاهرې کړې وې او د احتجاجونو په وخت يو شمېر کسانو په پوځي ودانيو او څلو حملې کړې وې او زيان يې ورته اړولی وو.
عمران خان تور پورې کړې وو چې ودانيو ته دوي نه بلکې د استخباراتي ادارو اهلکارانو نقصان رسولی وو او مقصد يې د تحريک انصاف په ضد مقدمې جوړول وو.