د خېبر پښتونخوا په جنوبي ضلعو کرک او بنو کې د پوليو ټيمونو پر ضد دوه بریدونه شوي، يو پوليس اهلکار پکې وژل شوی او دوه د پوليو مخنوي پروګرام کارکوونکي ژوبل شوي دي. د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي د پېښو نوټس اخستی او د اړوندو چارواکو څخه يې رپورټ غوښتی دی.
پاکستان کې نن د 16م دسمبر څخه تر 22م دسمبر د پوليو ضد څاڅکو کمپېن پيل کړل شوی دی.
د پوليسو په وينا، لومړی برید د کرک د بانډه داود شاه په سيمه کې شوی، نامالومه موټر سايکل سورو د شکرخېل په سيمه کې په پوليو ټيم ډزې کړي او په دې پېښه کې د پولیو ټیم په ساتنه مامور حوالدار محمد عرفان په ځای وژل شوی او د پوليو یو کارکوونکی ژوبل شوی دی.
د کرک پولیس وايي د پېښې د خبر وروسته د پوليسو درنه نفري سيمې ته رسېدلې او د بريد کوونکو د نيولو لپاره يې په سيمه کې عمليات پيل کړي دي.
دويم بريد د بنو د پوليسو د صدر تاڼې په حدودو کې، د مستي خان يونين کونسل په کلا خېل سيمه کې د پولیو په ټیم شوی دی.
د پولیو د مخنوي پروګرام چارواکي طارق حبیب مروت ویلي په دې بريد کې د پوليو ټيم غړی حيات الله خان ژوبل شوی دی، روغتون ته منتقل کړل شوی دی.
د پوليسو په وينا، بريد کوونکي د پېښو له ځايه تښتېدلي، خو د هغوی د نيولو هڅې دوام لري.
د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي د دغو بریدونو سخت غندنه کړې او دا يې د انسانيت او پاکستان ضد عناصر د سازش يوه برخه بللې ده. نوموړي د وژل شوي پوليس اهلکار لپاره د خواخوږۍ څرګندونه کړې او ټپي کارکوونکو ته د غوره درملنې لارښوونه کړې ده.
تر دې مهال دې پېښو زمه داري چا نه ده منلې خو په دې ورستیو کې په خیبر پښتونخوا کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) فعالیتونه ورځ تر بلې مخ په زیاتېدو دي او د وزیرستان، لکي مروت، ټانک او ډېره اسماعیل خان تر څنګ اوس په کرک کې هم د دې ډلې د شتون ادعاوې مخې ته راغلې دي.
سیمه ییزو سرچینو ویلي چې ټي ټي پي په یاده سیمه کې د بریدونو، تښتونو او ګواښونو له لارې د حکومتي واک پر وړاندې چیلنج جوړ کړی دی.
په کرک کې د تحریک طالبان پاکستان د فعالیتونو راپورونو په ځواب کې د کرک پولیسو دغه ادعاوې رد کړي او دا یې "پراپېګنډا" ګرځولې ده.
د کرک د پولیسو مشر له دفتر جاري شوي بیان کې ویل شوي چې په سیمه کې بشپړ امنیت پرځایی دی او د لاقانونیت راپورونه حقیقت نه لري.
د پولیسو په وینا، دوی د هر ډول غېر قانوني فعالیتونو د مخنیوي لپاره چمتو دي او خلکو ته ډاډ ورکوي چې د وېرې فضا به له منځه یوسي.
خو کرک پولیسو ویلي تیره ورځ د پولیسو مرستیال مشر ډي اېس پي فضل اکبر خان د کرک ضلعې کې د پولیسو یو شمېر پوستو، تاڼو، جېل، او محکمو د امنیت د ارزونې په موخه جاج اخستې او امنیت مامورو پولیسو ته یې د اوسنیو حالاتو په نظر کې نیولو سره د چمتوالي لارښونې کړې دي.
دې نه وړاندې د خېبر پختونخواه درې ضلعې ټانک کوز جنوبي وزسرستان او بر جنوبي وزیرستان کې د خراب امنیت له امله عدالتونه او نور ګڼ انتظامي دفترونه ډېره اسماعیل خان ته انتقال شوې دي. حکومت ویلي چې دا ګامونه د خلکو د خوندیتوب لپاره اخیستل شوي، خو ناقدین یې د حکومتي واک یوه کمزوري بولي