په شمالي وزیرستان کې نزدې لس کاله وړاندې د ضرب عضب عملیاتو له امله بې کوره شوي کډوال وايي، د دوی سره چې کومې حکومتي ژمنې شوې وې هغه نه دي پوره شوي، ځکه دوی مجبورا په احتجاج لاس پورې کړی او په شپږمه ورځ په غټ سړک ناست ناست دي.
مظاهره کوونکو د بنو بکا خېل کېمپ مخې ته میرانشا سړک بند کړی، وایي د حکومت لخوا په وار وار کړې وعدې لا تر اوسه عملي نه شوې، او د دوی د کډوالۍ ژوند یې نور د مشکل سره مخ کړی دی.
کډوال د امدادي مرستو او د یخنۍ نه بچ کېدو سامان ترلاسه کېدو غوښتنې کوي.
په حکومتي کچه د شمالي وزيرستان کورنۍ ته د میاشتنی 20،000 روپۍ ورکړلو ژمنه شوې، خو مظاهره کوونکي کډوال وايي، تېرو څلورو میاشتو راهسې دغه امدادي پیسې بندې شوي دي.
يو کډول مشر ملک شروب خان وايي، "زمونږ لس کاله کیږي چې له خپلو کورونو بې برخې یو، مونږ سره د حکومت لخوا د هر ډول مرستې ژمنه شوې وه، خو هر ځل باید د خپلو حقونو لپاره سړکونو ته راووځو. زمونږ امدادي پیسې بندې شوې دي، ژوند مو نور هم ستونزمن شوی دی".
د مظاهره چیانو د احتجاج له امله د بنو میرانشاه سړک تړل شوی دی، له امله یې مسافرو او سوداګریزو ګاډو ته سختې ستونزې جوړې شوې دي.
انتظامیه وايي، د مظاهره کوونکو سره د مذاکراتو هڅه شوې، خو خبرې اترې بې نتیجې پاتې شوې دي. مظاهره کوونکي دریځ لري، تر هغه وخته به احتجاج ته دوام ورکړي تر څو یې غوښتنې نه وي منل شوي.
د کډوالو مشر ملک رحمت غلام وايي، "مونږ په خپله خوښه سیمې نه دي پرېښې، بلکې مونږ مجبور کړل شوي یو. مونږ غواړو چې زمونږ حقونه راکړل شي او زموږ مشکلات دې حل کړل شي".
مظاهره کوونکي په سیمه کې د جنګ بندۍ او د افغانستان سره د غلام خان پولې د خلاصون او په دې پوله د ځايي خلکو لپاره د تګ راتګ اسانتیاو غوښتنې کوي.
دوی وایي، په کډوالۍ کې یې ستونزو ژوند نور د کړاونو سره مخ کړی دی.
قامي مشر ډاکټر ګل عالم وايي، "مونږ ته امداد نه پکار دی، مونږ ته دې یوازې خپلو سیمو ته په امن د تلو اجازه راکړل شي. مونږ د خپلو قدرتي زېرمو لکه چلغوزو او کرومایټس له لارې خپل ژوند برابرولی شو".
مظاهره کوونکو وویل، د لسو کلونو په اوږدو کې یې کورونه د عملیاتو او بارانونو له امله وران شوي دي. هغوی غوښتنه وکړه حکومت دې هغوی ته داسې د کورونو معاوضه ورکړي چې هغوی وکولی شي خپل وران شوي کورونه بیا جوړ کړي.
ملک شروب خان وايي، "مونږ ته دې معاوضه راکړل شي، مونږ به نن خپل کورونو ته ستانه شو. دا خبره غلطه ده چې مونږ بیرته تلل نه غواړو. مونږ یوازې د خپلحق غوښتنه کوو".
د شمالي وزیرستان ډپټي کمیشنر یوسف کریم ویلي، حکومت د مظاهره کوونکو ستونزې اورېدلې دي. هغه زیاته کړې د سیمو د بحالۍ کار روان دی او ډېر ژر به کډوال خپلو سیمو ته ستانه کړل شي.
د وزیراعلی د بحالۍ او ابادکارۍ ځانګړی مرستیال نېک محمد خان چې د کډوالو له سیمې څخه د اسمبلۍ غړی ټاکل شوی، هم د دې مظاهره چیانو غوښتنې پوره کولو په اړه تر دې مهال غلی پاتې دی.