احسن اقبال: پاکستان د چينايي وګړو د تحفظ لپاره نور ګامونه پورته کوي

د پاکستان د منصوبه بندۍ او پرمختيا وزير احسن اقبال د چين د دورې په مهال په پاکستان کې د وژل شوو چينايي انجنېرانو په مړينه د هغوي سره خواخوږي څرګنده کړې او ټينګار يې کړی، د ترهګرۍ د دا رنګه پېښو مقصد د سي پېک (پاک چين اقتصادي راهداري) پروژې بې ثباته کول دي.

د پاکستان د سرکاري خبري ايجنسۍ ای پي پي ترمخه احسن اقبال دا وخت د چين په سفر دی او د دسمبر په 18مه يې په بيجنګ کې د چاينا پاور کمپنۍ د چارواکو سره د ليدو په مهال دغه څرګندونې کړې دي.

په پاکستان د ترهګرۍ د مخنیوي قامي ادارې نېکټا په دسمبر کې قامي اسمبلۍ ته رپورټ وړاندې کړی د کوم ترمخه چې د کال 2021م راهسې د ترهه ګرۍ په 14 بريدونو کې 20 چينايان وژل شوي او 34 ژوبل شوي دي.

په پاکستان کې په چينايي وګړو وروستی بريد د اکتوبر په میاشت کې د کراچۍ د نړيوال هوايي مېدان په خله کې شوی وو چې پکې د دوه چينايي وګړو په ګډون درې کسان وژل شوي وو. د بريد ذمه واري بلوچ بېلتون غوښتونکې وسله والې ډلې بلوچ لبرېشن ارمي منلې وه.

چين په پاکستان کې په خپلو وګړو شويو حملو سخت اندېښمن کړی او بيا بيا د چين لوړ پوړي چارواکي د پاکستان د حکومت څخه چينايي وګړو ته د تحفظ ورکولو غوښتنې کوي.

د چین سفیر جيان زيډانګ تېره میاشت ويلي وو دا حملې د منلو وړ نه دي او ورسره يې په ډاګه کړې وه چې دې حملو په پاکستان کې د چين سرمايه کاري محدوده کړې ده.

امنيتي او چينايي چارو کارپوه منيب سلمان وايي د چين په پاکستان کې د خپلو وګړو د حفاظت په اړه اندېښنې لا ختمې نه دي او چين به غواړي چې د ترهه ګرۍ ضد عمليات دې نور هم تېز کړل شي.
د امنیتي چارو کارپوهان وايي د بلوچ بېلتون غوښتونکو وسله والو ډلو او تحريک طالبان پاکستان ترمنځه د کال 2013م راهسې اړيکې شته او ښکاري دوي ته تربيت هم ورکوي.

د قبايلي سيمو د څېړنې مرکز (فاټا ريسرچ سنټر) څېړنکار منصور خان مسيد وايي بلوچ وسله والو ته د بريدونو، بم جوړولو، ځانمرګي بريد کوونکي د تيارولو په تربيت کې د تحريک طالبان پاکستان لوی لاس دی. دا ټول چلونه ورته هم دوي ښايي چې په رېل ګاډي او قافلو بريدونه کېږي يا اي اي ډي بمونه څنګه جوړېږي.

د پاکستان د منصوبه بندۍ او پرمختيا مرکزي وزير احسن اقبال باور ورکړی چي په راتلونکي کې دا داسې پېښو د مخنیوي لپاره د پاکستان حکومت په سي پېک منصوبه د کار کونکو چينايي انجنېرانو د ساتنې انتظامات لا نور سخت کړي دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د شمېرو ترمخه، په پاکستان کې 20000 پورې چينايي وګړي موجود دي چې پکې د سي پېک پروژې کار کوونکي هم شامل دي.

په پاکستان کې د چينايي منصوبو لويه برخه په بلوچستان ګوادر کې ده او د پاکستان نه د بېلېدو لپاره جنګېدونکې بلوچ وسله والې ډلې د چين دا پروژې د بلوڅانو د وسيلو تروړونکې بولي.

د پاکستان حکومت د نومبر په میاشت کې په بلوچستان کې د بلوچ بېلتون غوښتونکو وسله والو ډلو پرضد د پوځي عملیاتو پرېکړه کړې ده چې په ضد يې د بشري حقونو د ډلو ترڅنګ د ځنې سياسي ګوندونو سخت غبرګون را پارېدلی ؤ.