د پاکستان صدر او وزيراعظم په داسې وخت کې د سیاسي، اقتصادي او امنیتي چارو په اړه غږېدلي، چې د څيړونکو په خبره، پاکستان دا وخت د دغو ټولو مشکلاتو سره مخ دی.
د پاکستان د سرکاري رېډيو [رېډيو پاکستان] د خبر ترمخه، پرون په 23م دسمبر وزيراعظم شهباز شريف په اېوان صدر کې د صدر اصف علي زرداري سره ليدلي دي.
ويل شوي، صدر او وزيراعظم د ملکي پرمختيا دپاره په يو ځای په مخکې تلو عزم څرګند کړی او پارليمان کې یې د قانون سازۍ په اړه هم بحث کړی دی.
دواړو ویلي، په قانوني چارو کې به د ټولو اړونده سياسي فريقېنو سره مشوره کوي او په وړاندې به ځي.
ويل شوي، صدر، وزيراعظم ته د ملک د پرمختيا او ثبات په لړ کې د خپلې مرستې باور ورکړی دی.
څيړونکي وايي، پاکستان دا وخت د سیاسي، اقتصادي او امنیتي مشکلاتو سره مخ دی او دغه ليدنه په داسې وخت کې شوې چې پرون په حکومت کې شاملو ايتلاف او اپوزيشن ګوندونو ترمنځ د مذاکراتو په لړ کې لومړۍ ليدنه شوې ده.
د ليدنې نه وړاندې د پاکستان تحريک انصاف يو مشر اسد قېصر ویلي وو، اپوزيشن ايجنډا وړاندې کړې چې د عمران خان او پي ټي آی د غړو په خوشي کولو به خبره کيږي.
حکومت د عمران خان په اړه د وړاندې نه دريځ لري چې هغه دې په عدالتونو کې ځان بې ګناه ثابت کړي.
په 20م دسمبر د پاکستان پوځ ویلي، پوځي عدالتونو په وړومبي پړاو کې هغو 25 کسانو ته د بند سزاګانې اورولي چې د نهمې مې 2023م پېښو کې د لاس لرنې جرم پرې ثابت شوی دی.
په نهمه مې 2023 کې د القادر ټرسټ د غبن د مقدمې په تړاو د عمران خان د نیولو په غبرګون کې د پي ټي آی فعالانو په ټول هېواد کې احتجاجونه کړي، په دغو احتجاجونو کې په حکومتي او پوځي ودانیو بریدونه شوي وو.
حکومت او امنیتي ادارې د دغو بریدونو زمه واري د تحریک انصاف په مشرانو او فعالانو اچوي، خو عمران خان او د هغه مشران دغه تورونه ردوي او وایي چې د ګوند د ختمولو لپاره د نهمې مې پېښه یو "منظم پلان او سازش" وو.
د پوځي عدالتونو لخوا ملکي وګړو ته په سزاګانو اورول کېدو امریکې، برتانيې او يورپي يونين اندېښنې څرګندې کړي دي.
خو د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي، د پاکستان په ايين او عدالتونو کې د کورنيو معاملاتو حل کولو توان شته او پاکستانی قوم په خپلو کورنيو مسلو هوارولو پوهيږي.
په وروستيو کې په خېبرپښتونخوا او بلوچستان صوبه کې د ناامنۍ پېښې هم سېوا شوي دي.
د اتوار، يکشنبې په ورځ د خېبرپښتونخوا ګورنرفېصل کريم کنډي په خپله منلې، "د مازيګر وروسته د خېبرپښتونخوا په جنوبي سيمو کې ترهګر، وسله وال د اکثرو علاقو کنټرول سمبالوي"، د امنيت په وجه د کوره وتل ممکن نه وي.
هغه ويلي، په ډېره اسماعيل خان، کوهاټ او بنو کې د مازيګر وروسته د کوره نه شې وتلی.
د 20م او 21م نومبر په مينځنۍ شپه کې د جنوبي وزيرستان په مکين سيمه کې وسله والو د پوځ په چيک پوسته وسله وال بريد کړی، 16 عسکر يې وژلي وو.
تحریک طالبان پاکستان د دغه بريد زمه واري منلې وه.
پوځ ويلي، جنرل عاصم منير هم د اتوار په ورځ په جنوبي وزيرستان کې د پوځي افسرانو او عسکرو سره ليدلي، او ويلي يې دي د ملک خلاف هلې ځلې کوونکي عناصر به قيمت پرې کوي.
ويل شوي، نوموړي ته په سیمه کې د امنیت په اړه احوال وړاندې کړل شوی او هغه د ولس په مرسته د هر ډول ترهګرۍ او توندروۍ د ختمولو عزم څرګند کړی دی.