بنو: د وزيرستاني کډوالو د احتجاج وروسته بکاخېل کېمپ کې معلوماتي مرکز پرانستل شوی

‎شمالي وزیرستان کې لس کاله وړاندې ترسره شوو ضرب عضب پوځي عملیاتو په پایله کې بې کوره شوو متاثره خلکو د دوو ورځو د احتجاج وروسته، حکومت د دوی د ستونزو د کمولو لپاره د بنو بکاخېل کېمپ کې یو ډسک يا معلوماتي مرکز جوړ کړی دی. په دې ډسک کې د هغو کورنیو تصدیق روان دی، چې میاشتني مرستې یې بندې شوي دي.

‎د دې ترڅنګ حکومت د متاثره کورنیو لپاره د تېرو دوو میاشتو 72 کروړه روپۍ مرستې جاري کړې دي، او د راتلونکو دوو میاشتو لپاره مرستې به په جنورۍ کې ورکړل شي.

‎حکومت دغه مرستې وروسته له هغې جاري کړې، چې اغېزمنو د یوې اوونۍ راهسې احتجاجي پرلت وکړ.

کډوال فضل امین وايي، ‎"ډیسک خو جوړ شوی، خو مونږ به نور ستونزې ونه زغمو، باید زر عمل وشي. مونږ ته له تېرو دوو کلونو راهیسې هېڅ مرسته نه ده راکړل شوې".

‎اغېزمنو خلکو د تېرو اوو ورځو راهیسې په بنو بکاخېل کیمپ کې د خپلو غوښتنو لپاره په پرلت ناست وو. د دوی په وینا، په تېرو څلورو میاشتو کې ورته میاشتنۍ مرستې نه دي ورکړل شوې، او 2000 څخه زیاتې کورنۍ د تېرو دوو کلونو راهیسې د مرستو څخه بې برخې شوې دي.

‎دوی د ژمي لپاره نوي خیمې، بنیادي اړتیاوې، او نور مهم سامانونه غواړي، او وايي په کېمپ کې د اسانتیاوو نشتوالي سختې ستونزې جوړې کړې دي.

دکډوالو مشر ملک سید ګلزار وايي، "زمونږ خیمې ډېرې زړې دي، د ژمي یخنۍ کې ساتنه نه شي کولی. دلته د پردې، برېښنا، اوبو، تعلیم او روغتیايي اسانتیاوو نشتوالی دی".

‎په 2014م کال کې د پاکستان پوځ شمالي وزیرستان کې په پراخه کڅه کې د ضرب عضب په نوم پوځي عملیات وکړل، په نتیجه کې یې لسګونه زره خلک مجبور شول چې خپل کورونه پرېږدي او کډوالۍ ژوند ته اړ شي.

‎د پی ډي ایم ای د معلوماتو له مخې، اوس مهال 17,000 متاثره کورنیو ته هره میاشت 20,000 روپۍ د مرستو ورکول کېږي، او د اندراج وروسته به نورو کورنیو ته هم مرستې ورکړل شي.

د پي ډي ایم اې د کډوالو انچارج نور زمان وايي، "هرې کورنۍ ته د دوو میاشتو لپاره 40,000 روپۍ ورکړل شوې دي، او د راتلونکې میاشت لپاره نور فنډونه به هم زر جاري شي".

د متاثره خلکو په وینا، دوی نور د کډوالۍ په دې ژوند ستړي شوي دي او غواړي چې خپلو سیمو ته ستانه شي. بلخوا، د حکومتي او پوځي چارواکو په وینا، په سیمو کې د پاکۍ عمل لا هم روان دی.