د افغانستان سره په پولې پرتې د خېبرپښتونخوا نا ارامه ضلعې شمالي وزيرستان د میرعلي اوسېدونکو د ناامنۍ له امله د علاقې څخه کډې کول پيل کړي دي.
ځايي خلک وايي، د ورځې او شپې د امنيتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ نښتې روانې وي، هر وخت ډزې اورېدل کيږي او د شپې ځای په ځای مارټر ګولې غورځيږي، په علاقه کې ژوند تېرول ګران شوي، ځکه کډې کوي.
پوځ په علاقه کې په رسمي ډول د عملیاتو کولو نه دي ویلي او انتظاميه هم وايي، چې دوی ته کومه لارښوونه نه ده شوې او نه ورته کوم حکم شوی چې خلک دې علاقه پرېږدي، ښيې د علاقې د حساسيت او پېښو له امله خلک په خپله کډې کوي.
د ملي جمهوري غورځنګ ګوند مشر او د شمالي وزیرستان نه د قامي اسمبلۍ پخواني غړي محسن داوړ په خپل فېس بک پاڼه يوه ويډيو خپره کړې او ورته یې ليکلي چې،
"په سيمه کې غېراعلاني سختې جګړې د شمالي وزیرستان د تحصيل ميرعلي څخه د زرګونو په شمېره کې خلک په وتلو مجبوره کړي دي، پراجيکټ طالبان زمونږ خلک په دايمي جګړه کې ګېر کړي دي، په حقيقت دا د ناکامه ضرب عضب نه د وړاندينيو حالاتو تسلسل دی".
په شمالي وزيرستان کې د اتمانزۍ جرګې يو غړی او قامي مشر نثار علي وايي، علاقه یې د وسله والو او پاکستاني پوځ ترمنځ د جګړې ميدان جوړ شوی، په ازاده توګه درنې او سپکې وسلې کارول کیږي، چې پکې ځای په ځای د عامو خلکو کورونه هم لګېدلي دي.
هغه وويل، په دغو نښتو کې عامو خلکو ته مرګ ژوبلې اوښتي دي، د ضرب عضب وروسته په علاقه کې د امن دعوه شوې، خو بیا هم دلته د ګوډ او بېډ طالبانو خبرې روانې دي.
نوموړي زياته کړه، "په علاقه کې د ناامنۍ او ويرې څخه د ميرعلي د بړوخېل، خېسور، پتاسي اډه، ارمز، حېدرخېل، عېسوخېل او موسکي خلک کورونه پرېږدي".
په سيمه کې امنیتي سرچينې وايي، په علاقه کې پوځ ته ښکاره لارښوونه ده چرته چې د وسله والو د موجودګۍ خبر ترلاسه کوي، پرضد به یې عمليات کيږي او دا عمليات به د ترهګرو د خاتمې پورې روان وي.
پوځ په رسمي ډول د عملياتو نه دي ويلي، خو وايي، په وروستيو کې په ميرعلي کې د هدفي وژنو زياتې پېښې شوي او په امنیتي ځواکونو زياتې حملې هم دغلته شوي دي.
د شمالي وزیرستان د ډپټي کميشنر دفتر وايي، داسې اطلاعات ورته ترلاسه شوي چې د سيمې د ځینو علاقو څخه خلک کډې کوي خو انتظاميې ته د حکومت يا لوړ پوړو چارواکو لخوا کومه لارښوونه نه ده شوې چې خلک دې کډې وکړي.
د دفتر ترمخه، په علاقه کې د وسله والو د موجودګۍ په اطلاع عمليات کيږي، نور په علاقه کې انتظامي کارونه د معمول ترمخه روان دي.
د ميرعلي څخه بنو ټاون ته تازه کډه شوي شمس الله داوړ وي او اې ډيوه ته وويل، "په علاقه کې د شپې مارټر ګولې ورېدې، دوی به د ويرې نه په يوه خونه يا کمره کې نه ويده کېدل په کور کې به ځای په ځای سملاستل چې هسې نه د شپې په يو ځای د مارټر ګولې ښکار نه شي".
هغه وویل، په دغه ډول حالاتو کې ورته په کلي کې پاتې کېدل ممکن نه وو، ځکه بنو ته کډه شو او د کرايه په کور کې اوسي.
يو بل تن همايون چې د ميرعلي خدي علاقې سره تعلق لري، وايي د ضرب عضب په وخت بنو ته کډه شوي او هلته یې ځانله کور اخستی وو، خو د امن د دعوې وروسته دوی بيا بيرته ستانه شوي خو په وروستيو کې د ناامنۍ له امله بيا بنو ته کډه شو.
شمالي وزیرستان کې په 2014 کال کې د ضرب عضب په نوم پوځي عملیات شوي، هدف یې د القاعده او افغان طالبانو په ګډون ملکي او خارجي ترهګرو څخه سيمه پاکول ياد کړل شوي وو.
په دغو عملیاتو کې په زرګونو خلک بې کوره شوي او د کډوالو په کېمپونو کې یې ژوند پیل کړی وو.
که څه هم بیا نزدې نهه میاشتې وروسته د پاکستان پوځ د دغو عملیاتو د بریا اعلان کړی، او ځایي خلکو بیرته د تلو ویل شوي، خو ډېری اوس هم لا کډوال دي او په علاقه کې د هغې وخت راهسې په وخت په وخت د ناامنۍ پېښې دوام لري او په وروستيو کې زور اخستی دی.
په صوبه کې د قدرتي افتونو په وخت د انتظام اداره (پي ډي اېم اې) وايي، په علاقه کې د نوو کډوال شوو خلکو دپاره د ادارې لخوا هيڅ قسمه مرستې نه کيږي ځکه چې حکومت ادارې تراوسه پورې د کومو مرستو لارښوونه نه ده کړې.