کراچۍ: د غيرت په نوم هلک او جينۍ وژل شوي

د پاکستان غټ اقتصادي ښار کراچۍ کې د غيرت په نوم يو هلک او جينۍ وژل شوي دي، پوليس وايي، د جينۍ پلار هلک او جينۍ په ډزو وژلي دي.

ياده پېښه د کراچۍ ښار د ملير په رفاه عام نومې علاقه کې شوې ده.

د الفلاح پوليس تاڼې اېس اېچ او محمدعلي مروت وي او اې ډیوه ته وويل، شل کلنه فاطمه او علي نومې هلک چې 23 کلن معلوميږي، وژل شوي دي.

هغه وويل، پېښه د جينۍ په کور کې شوې ده، د جينۍ پلار د نيمې شپې وروسته يا سهار ته نزدې وخت کې په دوی ډزې کړي او وژلي يې دي.

د پوليس افسر په وينا، د جينۍ پلار چې اظهر نوميږي نيول شوی او منلې یې ده چې د لور یې او علي تعلق وو، خو د هلک کورنۍ یې د لور تپوس پسې نه راتله.

هغه وويل، هلک بیا د شپې د دوی کور ته راغلی، د کور په برني چت کې دواړه په کمره کې يو ځای وو، ده پرې په تماچه ډزې کړي او وژلي دي.

پاکستان کې وخت په وخت د غيرت په نوم وژنو پېښې کيږي.

د پاکستان د بشري حقونو کمیشن (ایچ آر سي پي) ویلي په تېر 2024م کال کې له جنورۍ تر نومبره 392 ښځې د "غيرت" په نوم وژل شوې وې.

تر دې وړاندې د بشري حقونو د غیر دولتي سازمانونو په بیلابیلو رپورټونو کې ویل شوي وو، پاکستان کې په 2023 کال کې لږ تر لږه 470 کسان د غیرت په نوم وژل شوي وو چې زیاتره پکې ښځې وې.

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان (هیومن رایټس واچ)هم په خپل يو راپور کې ویلي چې په پاکستان کې هر کال نزدې 1000 ښځې د غيرت په نوم وژل کېږي.