د ملي جمهوري غورځنګ ګوند مشر او پاکستان د قامي پارلیمان پخوانی غړی محسن داوړ وايي، وړاندې پرې وژونکې حملې شوي او اوس ورته بيا د وژلو نور سخت ګواښ شوی، خو د ولس سره به وصل وي او خپله تګلاره به جوړوي.
وي او اې ډیوه سره خبرو کې نوموړي ويل، پرون په 22مه جنورۍ ورته د پېښور پوليسو په داسې حال کې د ګواښ خبر ورکړی چې هغه يو پروګرام ته تلو.
د نوموړي په خبره، د وړاندې نه ورسره دوه ساتونکي پوليس وو خو د پرونې ګواښ وروسته ورته پوليسو ويلي چې، د پوليسو د خبرولو بغېر به نه ګرځي.
محسن داوړ د ګواښ خبر د مطبوعاتو سره شريک کړی، پکې ويل شوي "افغان طالبان د پاکستاني طالبانو په مرسته د پېښور په حیات اباد کې د محسن داوړ د وژلو پلان لري".
ويل شوي، "د دغه کار دپاره کنټرېکټر ته نيم ميلينه ډالره ورکړل شوي او د دې مقصد دپاره د بارودو ګاډی کارولی شي".
د پېښور پوليسو مشر (اېس اېس پي) مسعود بنګش وي او اې ډيوه ته تاييد کړه، چې د محسن داوړ په اړه ګواښ ورته ترلاسه شوی او هغه بيا خبر کړی چې د خپل هلوځلو او ګرځېدو څخه دې پوليس خبر ساتي.
نوموړي وويل، "د پېښور په خواوشا سيمو او قبايلي ضلعو کې د ترهګرۍ ضد عملیات روان دي، نور پېښور کې هم ګواښونه شتی، خو پوليس او ادارې یې د ترهګرۍ د مخنيوي دپاره چمتو دي او سي ټي ډي په دغه لړ کې فعاله رول لري".
داوړ وايي، وړاندې پرې د 2024م د انتخاباتو د کمپېن په وخت بريد شوی وو، هغه پکې ژوبل شوی خو بچ شوی وو.
د نوموړي په خبره، "دلته څوک هم محفوظ نه دي، د طالبانزېشن پرضد زمونږ بيانيه ډېره ښکاره، او هيڅ بدلون پکې نه دی راغلی، دا يو څو اوازونه دي چې تراوسه پورې یې خپله بيانيه په ځای ساتلې او د طالب وجود نه مني، نو ظاهره خبره ده چې څومره څوک په شدت د دوی په کردار نيوکه کوي نو دوی خو بيا په تشدد پوهېږي".
هغه زياته کړه، د وړاندې نه هم ازاد نه ګرځېدو، خپله تګلاره یې لرله، اوس به هم د خپلې تګلارې لاندې ځي، د ولس سره به وصل وي او د هغې ډېرې طريقې دي.
محسن داوړ ته شوي ګواښ ته سخت غبرګون ويل شوی دی.
د ملي جمهوري غورځنګ يو مشر افراسياب خټک ويلي، "محسن داوړ ته د څه ډول تاوان رسېدو زمه واري به په ریاست وي".
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ پخواني غړي ميرکلام وزير ويلي، "د محسن داوړ ژوند ته ورپېښې خطرې يواځې د هغه ذات ته نه دي، بلکې دا ټول پښتون قام او په ځانګړي ډول د وزیرستان زړور او پياوړي غږ غلي کولو هڅه ده، په محسن داوړ د حملې به سنګينې نتيجې وي، رياست دې د هغه د خوندي کولو دپاره بېړني اقدامات وکړي".
د نوبل جايزه ګټونکې او په نړيواله کچه د تعليم مبارزې ملاله يوسفزۍ پلار ضيا الدين يوسفزي ويلي، "محسن داوړ يو له هغو څو زړورو سياستوالو څخه دی چې په ښکاره ډول په افغانستان کې د جمهوريت ملاتړ کوي او افغان طالبانو د رژيم مخالفت کوي. د هغه ژوند ته ګواښ په کلکه د غندلې وړ دی، امنيتي ځواکونه بايد د هغه خونديتوب يقيني کړي".