د پاکستان 4500 بورسونو ترلاسه کولو دپاره د 20,000 نه زياتو افغانانو جينکو، هلکانو نومليکنه کړې

د افغانستان دپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق ويلي، پاکستان چې د افغان زده کوونکو دپاره کوم 4500 بورسونه يا سکالرشپونه اعلان کړي، د دغو بورسونو ترلاسه کولو دپاره 20,806 زده کوونکو چې پکې 5,015 جينکۍ دي، په ازموينه کې د برخې اخستو دپاره نومليکنه کړې ده.

پاکستان د تېرکال جولايۍ په مياشت کې د افغان زده کوونکو دپاره د علامه اقبال په نوم د درېم پړاو دا بورسونه اعلان کړي وو، ياد بورسونه د طب يا مېډېسن، اينجينيرۍ، کرکيلي يا کرنې او منېجمنټ او کمپيوټر ساينس د زده کړو دپاره ورکول کيږي.

محمد صادق ویلي، د بورسونو فزيکل او انلاين ازموينې به په 25مه او 26مه جنورۍ يعنې سبا د خالي، شنبې او اتوار، يکشنبې په ورځ اخستلی کيږي.

په اېکس پوسټ کې نوموړي زياته کړې، هغه افغان زده کوونکي چې پاکستان کې اوسي د دوی ازموينې به په پېښور او کوټه کې اخستلی شي او نور به په انلاين يا انټرنېټ په بڼه پکې برخه اخلي.

ياد بورسونه د ګرېجوېشن پروګرام، ماسټر پروګرام او پي اېچ ډي دپاره اعلان شوي دي.

د محمد صادق په خبره، افغان زده کوونکو کې 14,244 زده کوونکو د ګرېجوشن پروګرام، 5,946 ماسټر پروګرام او 616 د پي اېچ ډي دپاره نومليکنه کړې ده.

پاکستان کې د 4500 بورسونو دپاره د 20,000 نه زياتو زده کوونکو افغانانو چې د پينځو زرو یې زياتې جينکۍ دي، په داسې وخت کې د ترلاسه کولو دپاره نومليکنه کړې چې افغانستان کې د تېرو درېو کالو څخه زیاتې مودې راهسې د طالبانو په واکمنۍ کې په ځانګړي ډول د جينکو د شپږم ټولګي نه بره تر پوهنتونونو کې په زده کړو بندیز دی.

طالبانو نه يواځې د جينکو په زده کړو، بلکې د ښځو په کار کولو یې هم بنديزونه لګولي دي.

نړۍ د طالبانو نه بيا بيا غوښتنه کوي چې د جينکو د زده کړو څخه منع کولو پرېکړه بيرته واخلي.

طالبانو نه يواځې په افغانستان کې د جينکو په زده کړو بنديز لګولی بلکې د 2023م کال په دسمبر کې متحده عرب اماراتو ته هم په بورسونو تلونکې جينکۍ منعه کړې وې.

تېر کال د ملګرو ملتونو د تعليم، ساینس او کلتور ادارې يونيسکو ويلي وو، تېر کال په افغانستان کې 14 لکه جينکۍ د شپږم ټولګي پورته له زده کړو پاتې شوې وې.

پاکستان چې تازه کوم بورسونه اعلان کړي، د دغو بورسونو اعلانولو په وخت ویل شوي وو، مقصد یې د پاکستان د دواړو ګاونډيو هيوادونو د ولس ترمنځ دوه اړخيزه اړيکې پياوړې کول دي.

خو بل لور ته د کله نه چې طالبان په افغانستان واکمن شوي، د پاکستان پوځ او حکومت دعوه کوي، د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته پاکستان کې ناامني او ترهګري سېوا شوې ده، او د افغانستان د خاورې نه پاکستان کې ترهګري کيږي، خو طالبانو د پاکستان دغه دعوې او تورونه تل رد کړي او ويلي یې دي پاکستان دې د خپلو ناکامو زمه واري په دوی نه ور اچوي.