پاکستان او چین، افغانستان کې د طالبانو په حکومت غږ کړی، ټولې ترهګرې ډلې دې ختمې کړي

China Pakistan

China Pakistan

پاکستان او چین افغانستان کې د طالبانو د حکومت څخه غوښتي، افغانستان کې موجودې ټولې ترهګرې ډلې دې ختمې کړي، کومې چې د سیمې او نړيوال امنتيت دپاره خطره دي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د چين او پاکستان د مشرانو او په لوړه کچه ليدنو په اړه ګډه اعلاميه کې دغه خبره کړې ده. په افغانستان کې واکمنو طالبانو دغه بيان ته سمدستي غبرګون نه دی ویلي، خو له دې وړاندې یې تل دغه ډول تورونه او دعوې رد کړي دي.

اعلاميه کې ويل شوي، د پاکستان صدر اصف علي زرداري چې د څلورمې څخه اتمې فرورۍ د چین په سفر دی، د چين د صدر شي ژينپينګ او نورو لوړ چينايي چارواکو سره یې ليدلي، د چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ، سي پېک، دوه اړخيزه او سيمه ييزه چارو غږېدلي دي.

د دغو ليدنو په اړه د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ګډه په 24 نکاتو مشتمله خپره کړې اعلاميه کې ويلي، دواړو خواو موافقه کړې چې د افغانستان په مسله به له نزدې په رابطه کې وي، او نړیواله ټولنه کې به د افغانستان د مرستو په لړ کې رغنده رول لوبوي.

دواړو خواو د هر ډول ترهګرۍ ضد او نه زغم مبارزې ژمنه او عزم څرګند کړی او د افغانستان په عبوري حکومت یې غږ کړی، چې افغانستان کې د ټولو هغو ترهګرو ډلو ښکاره او تاييد وړ اقدامات وکړي، کومې چې سیمه ييزه او نړيوال امن ته دوامداره خطره ده، او د افغانستان د خاورې دې د نورو هيوادو ضد کارېدو مخنيوی وکړي.

د پاکستان او چین د ګډې اعلاميې نه وړاندې د پاکستان پوځ او حکومت په تکرار سره دعوه کوي او تور لګوي، چې د کله نه په افغانستان کې طالبان په واک کې راغلي، پاکستان کې ناامني او ترهګري سېوا شوې ده، او د افغانستان د خاورې نه پاکستان کې ترهګري کيږي، خو طالبانو د پاکستان دغه دعوې او تورونه تل رد کړي او ويلي یې دي پاکستان دې د خپلو ناکامو زمه واري په دوی نه ور اچوي.

د پاکستان او چين دا ګډه اعلاميه په داسې وخت کې مخې ته راغلې چې د پاکستان په ځانګړي ډول خېبرپښتونخوا او بلوچستان صوبو کې د ناامنۍ پېښې سېوا شوي دي.

بلوچستان کې د سي پېک پروژې مهم مرکز ساحلي ښار ګوادر بندر دی.

په ګډه اعلاميه کې ویل شوي، په ليدنه کې پاکستاني لوري هغه ترهګر بريدونه په کلکه غندلي چې پاکستان کې پکې چينايي وګړي په نخښه شوي دي.

پاکستان بيا د چينايي وګړو، پروژو او ادارو د خونديتوب ژمنه کړې او دا یې د پاکستان د حکومت زمه واري منلې ده.

ويل شوي، دواړو خواو د ترهګرۍ ضد مبارزې او دغه برخه کې د دوه اړخيزه او څو اړخيزه همکارۍ نورې پياوړې کولو ويلي دي.

پاکستان ويلي، چينايانو باندې د شوو بریدونو پلټنې به جاري وساتي او دغو پېښو کې ککړ کسان به د قانون منګولو ته راولي.

تېر کال د دسمبر په میاشت کې پاکستان کې د ترهګرۍ د مخنیوي ادارې [نېکټا] ویلي وو، پاکستان کې د کال 2021م راهسې د ترهګرۍ په 14 بریدونو کې 20 چینایي وګړ‎ي وژل شوي او 34 ژوبل شوي دي.

قایمه کمېټۍ ته ویل شوي وو، په چینایانو ترسره شوو بریدونو کې اته په سیند صوبه، څلور په بلوچستان او دوه په خېبرپښتونخوا صوبه کې شوي وو.

پاکستان کې په چينايانو وروستی غټ بريد تېر کال د اکتوبر په میاشت کې د کراچۍ د هوايي میدان په خوله کې شوی وو، د چينايانو په قافله شوي بريد کې دوه چينايان وژل شوي، بلوچ لبرېشن ارمي نومې بلوڅ وسله والې ډلې یې زمه واري منلې وه.

په وروستيو کې د پاکستان په کراچۍ ښار کې چینايي وګړو سيند هايکورټ ته د تحفظ دپاره خواست کړی، خو وروسته ويل شوي، د ځايي چارواکو لخوا چینايانو ته د خونديتوب د باور ورکولو وروسته دوی دغه خواست بيرته اخستی دی.