‎په منظور پښتین د حملې خبرونه دروغ دي

‎پښتون ژغورنې غورځنګ یا پي ټي اېم وايي، تېره شپه په ټولنیزو رسنیو باندې په منظور پښتین د حملې یا د هغې د مړینې په اړه ورکړل شوي خبرونه دروغ دي.

‎د پي ټي اېم د سيند صوبې مشر نور الله ترين وي او اې ډیوه ته وويل، تېره شپه د پي ټي اېم په نامه په يوه فېس بک پاڼه پوسټ شوی وو چې په منظور پښتين ډزې شوي، زخمي دی او ځینو بيا ليکلي وو، چې وژل شوی دی، خو هغه دغه ټول خبرونه دروغ بللي.


‎په ټولنیزو رسنیو شوې د دروغو خبرونه، د نورو پرته، د عمر پښتين نومې تن د اېکس اکاونټ څخه شوی وو.

‎په یو بل پوسټ کې د بادشاه په نوم تن پوسټ کې ویلي، منظور پښتين د امنيتي ځواکونو لخوا ويشتل شوی دی.

دغه عکسونه اوس ډ ټولنیزو رسنیو څخه لرې کړل شوي دي.

د دروغو خبرونو د خپرېدو وروسته، په سوشل مېډیا بیا داسې ټرېنډ هم جوړ شوی چې ځېنو خلکو په خپلو پوسټونو کز ليکلي چې ګني په ښاغلي پښتین د حملې خبر خپله پي ټي اېم د پروپېګنډې لپاره ورکړی دی.

‎د حمید جان په نوم يو تن پوسټ کړی او ويلي یې دي، په منظور پښتين د حملې خبرونه بې بنیاده، دروغ او منظمه پروپېګنډا ده، مقصد یې ويره ترهه خورول او خلک ګمراهه کول دي.

‎دغه ډول پوسټونه نورو ګڼو کسانو کړي او ويلي يې دي، په منظور پښتين د حملې په اړه په ټولنيزو رسنيو دروغ خبرونه خپريږي، هغه محفوظ دی، د دروغو په پروپېګنډو دې يقين ونه کړل شي.