د افغانستان سره په پوله د خېبرپښتونخوا په قبایلي ضلع شمالي وزیرستان کې د جینکو يو شخصي پرايمري يا د ابتدايي زدکړو سکول په بمي چاودنو الوځول شوی دی.
د شمالي وزیرستان پوليسو تاييد کړې چې دا پېښه بیګا د شپې د شیوا تحصیل په دري خېل سیمه کې شوې او د سکول څوکېدار قیوم خان په مدعیت کې یې مقدمه درج کړې ده.
د سکول څوکيدار قیوم خان وي او اې ډيوه ته وویل د شپې ناخته خواوشا 15 کسان چې وسله په لاس وو، د سکول ودانۍ ته له بهر څخه په دیوالونو راننوتل، لومړی یې د سکول په ودانۍ کې دروازې او المارۍ ماتې کړې بیا یې د سکول کتابونو او فرنیچر ته اورونه ولګول او د وتلو پرمهال یې د سکول ودانۍ په بمونو والوځوله زورورې چاودنې یې وکړې.
هغه وویل دوی ته په وخت پولیس یا نور امنیتي ځواکونه د کومک دپاره نه دي رسېدلي چې کسان یې نيولی وی.
د شیوا پولیس تاڼې چارواکي وايي دا پېښه د شپې ناوخته څلور بجې شوې ده.
پوليس وویل په علاقه کې د عافیه اسلامک ګرلز سکول په نوم د جینکو په یو شخصي سکول کې بمي چاودنه شوې او دوه کمرې او سکول ودانۍ یې په بشپړ ډول تباه کړي دي.
د دوی په وینا چاودنه کې یواځې سکول تباه شوی کوم ځاني زيان پکې نه دی اوښتی.
د سکول یو مالک سلیم ملک وي او اې ډیوه ته وویل یو نیم کال وړاندې هغه سره د یو بل شریک خان بهادر دا سکول پرانستی وو.
هغه وویل د سکول په ودانۍ په لکونو روپۍ مصرف شوې چې پکې فرنیچر او د ماشومانو د پاره د زدکړو کتابونه او کمپوټرې اېښودل شوې دا هر څه یې وران کړي دي.
د سلیم ملک په وینا د یو نیم کال نه سکول روان وو چې پکې د علاقې جینکو تعلیمي زده کړې ترلاسه کولې او دوی ته د دې نه وړاندې هیڅ قسم ګواښ نه دی شوی.
د شمالي وزیرستان د پولیسو دفتر مشر روحانزیب چارواکي وايي د پېښې پلټنې پېل کړی شوي او زياته کړې يې ده په سمدستي ډول نه شي ويلي چې د بريد په شا به د چا لاس وي.
د دوی په وينا چې دې پېښې کې څوک ککړ وي سختې سزاګانې به ورکړل کیږي.
شیوا د شمالي وزیرستان مرکز میرانشاه نه نیزدې 65 کلومیټره لرې شمال لودیځ او افغان پولې سره جوخته سیمه ده او دغلته د پاکستان پوځ په کال 2014م کې عملیات کړي او عملیاتو په پایله کې دغه سیمه پاکه ګرځول شوې وه.
د سکول مالک سلیم ملک وايي د دوی سکول د پولیس تاڼې نه نیزدې درې کلومیټره لرې او د شوې تحصیل غټ سړک د پاڅه او امنیتي ځواکونو قلعې ته نیزدې 200 میټره کې موقیعت لري او دا په ضلعه کې یواځينی د جینکو سکول دی.
د هغه په وینا په دې سکول کې نیزدې 120 جینکS زدکړې تر لاسه کوي خو د سکول ورانېدو له امله د جینکو د زدکړو دا یواځينۍ د زده کړو اداره تباه کړل شوه.
د علاقې یو مدني فعال صابر سردي خېل وویل بهادرخان پښتین او سلیم ملک په وزیرستان کې د طوفانونو پر وړاندې ډېوه بلوله.
خو تېره شپه نامعلومه طوفان دا ډيوه په بمونو مړه کړه، هغه وویل د یوې منصوبې سره دغلته تعلیم د ګواښ سره مخ دی ځکه چې د وړاندې نه سکولونه دغلته غیر فعال دي چې په شخصي توګه څوک هڅه کوي هغه په بمونو الوځول کیږي.
د پخوانۍ فاټا د تعليم د محکمې چارواکو وي او اې ډيوه ته په وروستیو کې ويلي وو، د وسله والو لخوا په مکمله يا جزوي توګه د ورانوسکولونو شمېر 1,400 وو خو موجوده حکومتي چارواکي وايي چې په دغو ورانو سکولونو کې زياتره بيا جوړ شوي او يا هم پرې کار روان دی.
تېر کال د مې په 22مه د شمالي وزیرستان میر علي سیمه کې د جینکو دوه سرکاري سکولونه په بمونو الوځول شوي وو.
د جون په شپږمه د ټانک ضلعې په کوټ کټ سیمه کې هلکانو دوه سرکاري سکولونه نامالومو کسانو سوځولي وو.
د دسمبر په 30مه بنو کې نامالومو کسانو د جينکو يو سرکاري سکول سوځولی وو.
او سږ کال د اپریل په 30مه د شمالي وزیرستان په یو سکول کې د زدکوونکو د لسم ټولګي پرچې سوځول شوې وې.