پاکستان کې د ماشومانو د حقونو دپاره کار کوونکي وايي، د قامي ډېټابېس رجسټریشن ادارې نادرا د اقدام هرکلی کوي چې د جنسي تیريو په پېښو کې د ککړو مجرمانو رجسټرېشن کوي خو پکار ده چې په ملک کې د جنسي تيريو د پېښو د مخنيوي دپاره قوانین په عمل کې راوستل شي.
د ماشومانو د حقونو دپاره کار کوونکی عمران ټکر وايي، دوی دغه غوښتنه کوله چې د ماشومانو سره د جنسي تيريو په پېښو کې ککړو کسانو رجسټرېشن وشي.
وي او اې ډيوه سره په خبرو کې وویل، په يورپ او لويديځ کې په جنسي تيريو کې ککړو کسانو رجسټرېشن کيږي او په هغو باندې په سکولونو، پارکونو او عام ټرانسپورټ او نوکرو پابندۍ وي، خو هلته او دلته فرق دا دی چې دلته ګامونه پورته کيږي او هغې ته دوام نه ورکول کيږي.
هغه زياته کړه دوی تل غوښتنه کړې چې د جنسي تيريو د مخنيوي دپاره يوه کوټلې تګلاره پکار ده، د يو ټويټ يا خبر ترحده نه، پکار ده چې کلک ګامونه پورته کړی شي او د دې ناوړه عمل مخنیوی وشي.
د عمران خان ټکر په وينا د جنسي تيريو تعلق د پوهاوي او شعور ، بېدارۍ سره دی د د دې ناوړه عمل مخنيوي پکار دی، قانون په عمل کې راوستل او په جرم کې سزا ورکول پکار دي.
خو نوموړی وايي په ټولنه کې په دې کار پکار دی چې په مطبوعاتو، ټولنيزو او مدني کچه په عمومي توګه دا پوهاوی خپور کړی شي چې ماشوم په يو ځای کې خوندي نه دی خلک دې خپل ماشومان په خپله خوندي کړي چې بيا په تاڼو او عدالتونو نه ګرځي.
نادرا په جنسي تيريو کې د ککړو کسانو د رجسټرېشن د اقدام په اړه ويلي، په کور، مدرسه، کالج يا پوهنتون کې يا چرته هم د ملازم ساتلو وړاندې د ياد تن شناختي کارډ نمبر په 7000 د پېغام په توګه ولېږئ او معلومه کړئ چې دغه تن جنسي مجرم خو نه دی.
ويل شوي د نادرا د دغه سروس مقصد عام خلک او ادارې د جنسي مجرمانو په خصوصي توګه د ماشومانو او ښځو دپاره د ممکنه خطرط سبب ګرځېدو کسانو په اړه سمدستي معلومات ورکول دي.
پاکستان کې د ماشومانو د حقونو دپاره کار کوونکې ادارې ساحل وياند وقاص وايي، دوی د حکومت د دغه ګام هر کلي کوي ځکه چې د ياد ريکارډ جمع کولو سره به خلکو ته اساني وي چې د جنسي تيريو په پېښو کې ککړ کسان خلکو ته معلوم وي.
وي او اې ډیوه سره په خبرو کې وويل، د دغه ګام دویم ګټه دا ده چې که يو څوک چاته نوکري ورکوي نو که د يو تن ريکارډ موجود وي او په دغه ناوړه عمل کې ککړ پاتې شوی وي نو خلک به ترې ډډه کوي او يو چاته د نوکرۍ ورکولو په وخت به خیال کوي.
د ساحل ادارې ترمخه تېر کال په 2022م کې پاکستان کې په ماشومانو د تشدد 4253 پېښې په ملکي ورځپاڼو کې رپورټ شوي چې پکې په ماشومانو د جنسي تیريو، تښتولو او په زوره ودونو پېښې شامل دي، ويل شوي تېر کال په ماشومانو د تشدد په پېښو کې 33 فيصده اضافه شوې ده.
ساحل په خپل رپورټ کې ويلي تېر کال 2123 ماشومان د جنسي تيريو د پېښو ښکار شوي، او81 ماشومان د جنسي تيريو د پېښو وروسته وژل شوي دي.
خو د ماشومانو د حقونو دپاره کار کوونکي وايي کومې شمېرې چې رپورټ شوي دا د اصل شمېرو نه ډېرې کمې دي.
پاکستان کې په کال 2022م کې د جنسي تيريو ضد نوی قانون جوړ شوی چې پکې ويل شوي وو، د جنسي تيريو کوونکو اندراج به په نادرا يا نېشنل ډېټا بېس رجسټرېشن اتهارټۍ کې کولی شي، او اغېزمنو ته به تحفظ ورکولی شي، او د پېښې کېدو وروسته په څو ساعتونو کې د طبي معاینې دپاره به د جنسي تیريو ضد کرايسز سېل يا مرکز جوړولی شي.
ويل شوي وو چې څوک د جنسي تيري کولو قصور وار وګرځول شي هغه ته به د مرګ سزا يا عمر بند سزا ورکولی شي.
د پاکستان پارليمان د جنسي تېري جرم تکراروونکو دپاره په کیمیکل طریقه د خصي کولو قانون هم منظور کړی وو خووروسته بيا اسلامي نظریاتي کونسل دغه سزا غېر اسلامي بللې چې له امله یې حکومت د قانون دغه ماده ختمه کړې وه.
په پاکستان کې نيوکې کيږي چې د جنسي تیريو په پېښو کې ډېرو کمو کسانو ته سزا ورکول کیږي.
قانون پوهان وايي، په پاکستان کې د جنسي تيري قضيې په کلونو روانې وي او بيا د سياسي لاس وهنې او کمزوري پوليس پلټنيز نظام له امله تورن کسان بچ شي.