فعالان: پاکستان کې د خواريکښو د حقونو دعوې او وعدې کيږي خو عمل پرې نه کيږي

د پاکستان وزيراعظم شهباز شریف ويلي، موجوده حکومت د خواريکښو د روزګار او ژوند ښه کولو او د هغو د کورنيو د ښه اوسانې، تعليم او اسانتياو سره د صحت د تحفظ ورکولو او خېر ښېګړې دپاره ژمن دی

پاکستان کې د حقونو دپاره کار کوونکي او فعال وايي په ننۍ ورځ چې د خواريکښو نړیواله ورځ نمانځل کيږي په حکومتي کچه د خواريکښو د حقونو دپاره غټې غټې دعوې کيږي خو دغه تشې دعوې او وعدې وي عمل پرې نه کيږي، خواريکښو ته نه يواځې پوره حق نه ورکړل کيږي بلکې دپاسه ترې زيات کار هم اخستل کيږي.

پاکستان کې د خواريکښو د اتحاديې پاکستان ورکرز فېډرېشن د خېبرپښتونخوا مشر رازم خان وايي، پاکستان کې واکداران د مزدورانو د حقونو وعدې کوي خو عمل پرې نه کوي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، دې اوسني حکومت د مزدور دپاره د میاشتې کم نه کم اجرت 25000 روپۍ ټاکلی خو هغه اوس هم په ډېرو ادارو کې نه ورکول کيږي.

هغه وویل د مزدور د کار وخت اته ساعته دی خو پاکستان کې د خواريکښ نه 12 ساعته کار اخستل کيږي او د هغې اضافي پېسې ورته هم نه ورکول کيږي.

نوموړي زیاته کړه د مزدور بنيادي حق دی چې په کومه کارخانه يا بل ځای کې ورته د نوکرۍ سند يا کارډ ورکړی شي هغه نه ورکول کيږي، مزدور ته نقده تنخا ورکول کيږي ځکه چې که د بېنک په لار شي بیا به د کارخانه دار سره حساب کيږي.

د رازم خان په وينا په ډېرو ځایونو کې اتحادیې نشته څه د مزدورانو ناپوهي او څه یې خپله کمزوري هم ده.

هغه وویل نن هم عام مزدور لګيا دی خواري کوي ځکه چې دومره ډېره ګراني ده که مزدور دياړي ونه کړي ماښام به بچو له رزق د کومې پېدا کوي، د عام مزدور خو بيخي څوک تپوس نه کوي.

منان باچا چې د خواريکښو فعال او قانون پوهه دی وايي، په پاکستان کې د مزدورانو حالت هغه دی کوم چې د يکم مۍ 1885 نه مخکې په امريکا کې د مزدورانو وو.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وویل، پاکستان کې نه د مزدور د مزدورۍ وخت معلوم دی، نه یې دیاړي او تنخا معلومه ده، د يو مزدور نه د څلورو مزدروانو کار اخستل کيږي، سرمايه کار ټول زور د مزدور نه اوباسي او د مزدور استحصال کيږي.

هغه زياته کړه، د مزدور حال د مبارزې نه بغېر نه شي ښه کېدې او پاکستان کې د يو سازش لاندې د مزدورانو سره د ضياالحق د دور نه شورو شوی زياتی تراوسه روان دی، مزدورانو ته د نوکرۍ ثبوت نه ورکول کيږي شناخت یې نشته او کله چې شناخت نه وي هغه بیا د خپل حق تپوس نه شي کولی نو په تکنيکي توګه دغه مبارزه ختمه کړی شوې ده.

هغه وويل، بيا په سړکونو مبارزې هم د ټاکلو خلکو د لاسه نه کيږي خلک په لساني، مذهبي او فرقه ييزه بنیادونو وېشل شوي دي چې دوی يو نه شي.

د پاکستان وزيراعظم شهباز شریف ويلي، موجوده حکومت د خواريکښو د روزګار او ژوند ښه کولو او د هغو د کورنيو د ښه اوسانې، تعليم او اسانتياو سره د صحت د تحفظ ورکولو او خېر ښېګړې دپاره ژمن دی.

هغه ويلي، حکومت یې د مزدور کم نه کم اجرت یې د 17500 نه 25000 روپو ته سېوا کړی او د خېرښګړې دپاره یې په ښه نظام جوړولو کار کوي.