افغان خبريالان وایي په افغانستان کې د طالبانو له خوا په رسنيو د لګول شوو محدوديتونو او د يو شمېر مطبوعاتي ادارو تړل کېدو له امله تېر کال 2024م د خبريالانو دپاره يو ښه کال نه و۔
دوی وايي په هېواد کې د رسنيو او خبريالانو وضعيت ورځ تربلې خرابېږي چې په ترڅ کې يې د صحافت څانګه د ستونزو سره مخ ده۔
د انعکاس ټيلي ويژن د نشرياتو پخوانی مسول شکر الله پاڅون ډیوه سره خبرو کې وایي په تېر کال کې د افغانستان دننه د خبريالانو پر وړاندې بېلا بېل نوي مقررات وضع شول او په بېلا بېلو ولايتونو کې هم د دغو نويو مقرراتو له امله رسنۍ وتړل شوې.
هغه وایي د خبريالانو او رسنيو په ضد نوي بندیزونه پر ځای کړی شول اؤ د افغانستان د خبريالانو د مرکز د راپور په اساس په دغه کال کې د خبريالانو په وړاندې د تاو تريخوالي 181 پېښې ثبت شوې دي.
د شکر الله پاڅون په وینا، د صحافت اؤ خبریالانو په ضد د بندیزونو اؤ تاؤ تریخوالي پېښو کې اته فيصده زياتوالی راغلی، شاوخوا 18 رسنۍ تړل شوي، دا ښايي چې په افغانستان کې تېر کال د رسنيو دپاره ډېرې ستونزې ايجاد شوي دي او 2024 کال د رسنيو دپاره ښه کال نه و.
د بې پولې خبريالانو تنظيم يا ار ايس ايف پخپل وروستي رپورټ کې ويلي چې د 2024م کال په مهال طالبانو لږ تر لږه 12 رسنۍ بندې کړي دي۔
افغان خبريالان وايي په ميډيا بندیزونه لګول او يا په مکمله توګه خاموشه کول په هېواد کې صحافت اغيزمنوي او مسلکي خبريالان ورځ تربلې خپلې دندې دلاسه ورکوي۔
په افغانستان کې د اريانا ټيلي ويژن پخوانی خبريال رحمت الله زیارمل ډيوه سره خبرو کې وایي،ژورنلزم يو مسلک دی او کله چې رسنۍ تړل کېږي او يا په غټه او واړه خبره خبريالان زندانو ته اچول کېږي نو ښکاره ده چې دا په خبريالانو ډېرې بدې اغيزې کوي.
هغه وایي خبريالان په افغانستان کې په ډېر بد وضعيت کې دي "د خپل مسلکي تماس له مخې له ډېرو دوستانو سره په هېواد کې په تماس کې يم له بده مرغه ځينې نه شي کولی چې خپلو اولادونو ته درې وخته ډوډۍ پېدا کړي ناروغان دي او د دوی دکورنۍ غړي ناروغان دي دوی نه شي کولی چې درمل ورته واخلي يا يې ډاکټر ته بوځي"
د ار ايس ايف د رپورټ ترمخه موسيقي، افسانې، د ژوندو شيانو تصويرونه او د طالبانو د سياسيت په اړه د خبرونو تبصرې کول ټول هغه مواد دي چې د چارواکو له خوا سرغړونې ګڼل کېږي .
خبریال رحمت الله زيارمل وایي،اوس په افغانستان کې يو څو ټيلي ويژنونه پاتې دي چې هغوی نشريات کوي .
خو د هغه په خبره "مهمه خبره دا ده چې دغه نشریات څومره پورې په صحافتي اصولو برابر دي، دا نشريات د واکمنو د تبليعاتو دپاره دي که دا نشريات د صحافت په اصولو برابر د اطلاع رسنۍ دپاره دي، دا هغه پوښتنې دي چې بايد ځواب شي، يوازې نشريات مهم نه دي بلکي د نشرياتو محتوا، پېغام، اهداف، ژبه دا ټول مهم دي چې له بده مرغه دا ټول اوس د سخت محدوديت لاندې دي"
د بې پولې خبریالانو د تنظیم رپورټ ښيې چې طالبانو یواځې د 2024م کال په جنورۍ کې 25 خبریالان بندیان کړي وو، چې تقریباً 25 فیصده یې د بهرنیو رسنیو سره د اړیکو په تور نیول شوي وو۔
د ار ايس ايف د رپورټ او د خبريالانو د اندېښنو په اړه مو د طالبانو د مرستيال ترجمان حمدالله فطرت څخه د وټس اپ د لارې وپوښتل خو لا تر دې دمه يې ځواب نه دی ويلی۔
خبريالان وايي په افغانستان کې د بيان ازادۍ لپاره اړينه ده چې مالوماتو ته لاس رسی اسان او په رسنيو لګول شوي بنديزونه لرې کړل شي ۔
د شکرالله پاڅون په وینا"ممکن د دغه بنديزونه او د رسنيو تړل کېدل د دې باعث شي چې په افغانستان کې ګڼ شمېر نور خبريالان هم خپلې دندې دلاسه ورکړي او نور خبريالان هم بې روزګاره شي"
هغه وایي باید په افغانستان کې د بيان او مطبوعاتو ازادۍ ته بشپړه درناوی وشي، رسنۍ او خبريالان لکه څنګه چې ښيې په ازاده توګه خپل کار او فعاليت ته پرېښودل شي او په افغانستان کې د بيان او مطبوعاتي ازادي وزغمل شي.
د ملګرو ملتونو ادارې، يوناما تېر نومبر کې ويلي وو چې د 2021م کال د اګست له 15مې نېټې څخه د 2024 کال د سپتمبر تر30مې نېټې پورې، د طالبانو د واکمنۍ پرمهال په خپلسره توګه د خبریالانو د نیولو 256 پیښې، د تشدد او ناوړه چلند 130 پیښې او د ګواښ یا ډارولو 75 قضيې ریکارډ شوې دي۔