د ماسکو کنفرانس: امیدونه او شکونه

(۲۰۱۹ کال، فروري ۵مه) ماسکو کې د افغانانو ترمنځ یوه غونډه

د افغانستان د جګړې ختمولو دپاره په نړېواله کچه هلې ځلې زیاتې شوي او په قطر کې د بین الافغاني مذاکراتو ترڅنګ، اوس په ماسکو کې هم د افغانستان په اړه مذاکراتو ته تابیا نیول کیږي.

ټاکل شوې ده چې د همدې هفتې په زیارت/پنجشنبې ورځ روسیه په بین الاقوامي کچه د افغانستان په اړه د یو کنفرانس کوربه وي چې په هغه کې به د افغانانو په شمول، د سیمې او نړۍ د طاقتورو ملکونو استازي هم برخه واخلي.

د روسیې دې هڅو ته څېړونکي او سیاستوال بېلابېل نظر لري. په ماسکو کې مېشت افغان سیاسي څېړونکی او لیکوال شېرحسن حسن دې ناستې ته خوشبینه دی. هغه وي او اې ډېوه سره خبرو کې وویل، د ماسکو د غونډې نه د کومې پرېکړې انتظار نشته، خو زیاته یې کړه: «پس له ډېره مودې یو ځل بیا د افغانستان په جنګ کې ښکېل اړخونه – طالبان او افغان دولت – د خارجي سیالو طاقتونو او سیمه ییزو هېوادونو د چارواکو او استازو په حضور کې یو بل ته مخامخ کښیني او برخه وال، که طالبان او افغان دولت دی او که امریکا، روسیه، پاکستان او نور هېوادونه، مخامخ خپلې غوښتنې بیانوي. دا د دې ځل ناستې یوه مهمه ځانګړتیا ده.»

یاده دې وي چې د افغانستان د دولت له اړخه د ملي مصالحې د عالي شورا رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ د یو شمېر سیاستوالو او حکومتي چارواکو شپاړس کسیز هیئت سبا (شورو/چهارشنبې) ماسکو ته روان دی. طالبانو هم ویلي چې د هغوی د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر به د ماسکو په کنفرانس کې ګډون وکړي. بل اړخ ته د امریکا په استازيتوب به په دې کنفرانس کې ډاکتر زلمی خلیلزاد برخه واخلي.

د افغانستان د پوځ یو پخوانی جنرال او سیاسي څېړونکی، دولت وزیري د ماسکو ناستې ته زیات خوشبینه نه ښکاري. ښاغلي دولت وزیري له وي او اې ډیوه سره په خبرو کې وویل: «امریکا غواړي د افغان سولې د بهیر دپاره سیمه ییزه اجماع رامنځ ته کړي. دا به د افغانستان دپاره مرسته وکړي، مګر که دا هسې لوبه وي، نو حالات به نور هم خراب شي.»

افغان سیاسي څېړونکی او د پوځ پخوانی جنرال دولت وزیري

روسیه مخکې تر دې هم د افغانستان د سولې په تړاو د ځینو ناستو کوربه پاته شوې ده او دا ځل هم د نړېوالې ناستې د جوړولو دپاره پېشقدمه شوې ده. دا چې د افغانستان د سولې په بهیر کې د روسیې کردار څه دی، او دا د امن پروسه ولې ماسکو ته مهمه ده، په دې اړه هم بېلابېل نظرونه شته.

په ماسکو کې مېشت افغان سیاسي څېړونکی شېرحسن حسن په دې باور دی چې روسیه په دوو دلایلو د افغانستان د سولې بهیر کې ځان شاملول غواړي: «اول دا چي روسیه د افغانستان د سولي په خبرو کې څنډې ته پاته ده، او روسیه غواړي له دې حالته ځان وباسي او د یو نړېوال طاقت په حیث څنډې ته نه وي پاته. دویم دا چې روسیه افغانستان ته څېرمه پرته ده او که افغانستان کې نارامي راځي او یا تندرلاري واکمن کیږي، دا د روسیې په ګټه نده، نو له دې امله هم روسیه غواړي ځان د آینده په اړه مطمینه کړي.»

ماسکو کې مېشت افغان سیاسي څېړونکی او لیکوال شېرحسن حسن

د افغانستان د سولې په بهیر کې تر ټولو مهمه مسئله دا ده چې د افغانستان آینده سیاسي نظام به څه ډول وي؟ د افغان پوځ پخوانی جنرال او سیاسي څېړونکی دولت وزیري وایي دا به ډېره مشکله خبره وي چې امریکا او روس دې دواړه په افغانستان کې د یو آینده سیاسي نظام پر سر جوړ راشي، «ځکه د دواړو ګټې مختلفې دي.»

دولت وزیري زیاتوي چې یو امکان شته، او هغه دا چې که د عراق د حالاتو په شان، په افغانستان کې هم روس او امریکا په دې توافق وکړي چې د جنګ ختمېدل د دواړو په ګټه ده او دواړه په یو آینده نظام سلا شي.

یاده دې وي چې د ماسکو له کنفرانس وروسته به په ترکیه کې هم د افغانستان د حالاتو په اړه یوه نړېواله غونډه جوړه شي. مګر امریکا او افغانستان دا واضحه کړې ده چې د ماسکو او ترکیې کنفرانسونه، د قطر پروسې ځای نشي نیولی بلکې دا غونډې به د قطر د مذاکراتو ترڅنګ جوړې شي.