څېړوونکی: د پاکستان په ټولنه کې د تندروه فکر خلک د ویرې سبب دي

پریانتا کمارا په سیالکوټ کې په یوه کارخانه کې مېنېجر و چې د ډسمبر په دریمه نېټه د خلکو ګڼې ګوڼې د مذهب د سپکاوي په الزام ووژلو او مړی یې وسځولو. د ګل، دوشنبې، په ورځ د هغه جسد لاهور نه سري لنکا ته ولېږل شو

په سيالکوټ کې د راپارېدلو خلکو دلاسه د مذهب د مبینه سپکاوي په الزام د سري لنکن پریانتاکمارا د وژل کېدو او د هغه مړي د سوځول کېدو په اړه څېړوونکي وايي داسې قسم تشدد او تندروي په پاکستان کې موجود نور غېرملکیان بې حوصله کوي او د پاکستانۍ ټولنې هغه حالت څرګندوي چې په نړیواله کچه د هېواد د بدنامۍ سبب جوړېږي.

یو څېړوونکي وايي په ټولنه کې د تندروه فکر خلکو موجودګي د ویرې وړ خبره ده.

پریانتا کمارا په سیالکوټ کې په یوه کارخانه کې مېنېجر و چې د ډسمبر په دریمه نېټه د خلکو ګڼې ګوڼې د مذهب د سپکاوي په الزام ووژلو او مړی یې وسځولو.

د ګل، دوشنبې، په ورځ د هغه جسد لاهور نه سري لنکا ته ولېږل شو.

د وي او ای د اردو څانګې د رپورټ ترمخه د سیالکوټ پولیس ترجمان ویلي تر اوسه پورې یې 131 مشکوک کسان ګرفتار کړي دي او د 26 کسانو په تشدد کې نېغ په نېغه د ککړتیا تعین شوی دی.

د رپورټ ترمخه پولیس د سي سي ټي وي او موبایل کالونو د معلوماتو په بنیاد د مشکوکو کسانو پېژندګلو کوي او د نیولو دپاره یې چاپي لګوي

د رپورټ ترمخه پولیس د سي سي ټي وي او موبایل کالونو د معلوماتو په بنیاد د مشکوکو کسانو پېژندګلو کوي او د نیولو دپاره یې چاپي لګوي.

د وي او ای رپورټ وايي "راجکو" نومې کارخانه چې سري لنکن مېنېجر پکې کار کوولو لا اوس هم بنده ده او د فېکټرۍ انتظاميي ویلي پولیس ورته د پرانېستل کېدو په اړه کره احکامات نه دي ورکړي.

د کارخانې د انتظاميي ترمخه د کارخانې دننه او بهر د 160 سي سي ټي وي فوټېج پولیس ترلاسه کړی دی او د پېښې د ځای نه د فنګر پرېنټس یا د ګوتو نښانونه او نور شواهد د راټولو کار دوام لري.

د سیالکوټ د پېښې په اړه څېړوونکي حسن عسکري د وي او ای ډیوه سره خپله تجزیه کې وویل داسې قسمه پېښې په ټولنه کې د تندروۍ رجحانات څرګندوي او دا په ډاګه کوي چې ټولنه په کوم لوري روانه ده.

ښاغلي عسکري وويل د سيالکوټ پېښه د نورو پيښو نه لګه جلا ځکه ده چى دا ځل زياتره مذهبى ډلو د پخوا برعکس پې نيوکې وکړې خو د دې ترڅنګ ډير خلک پرې غلي هم پاتې شول.

نوموړى زياته کړه چى حکومت دى اوس حوصله څرګنده کړي او د دې رقم رجحاناتو ختمولو کوښښ دې وکړي.

بل څيړوونکې پروفيسر رسول بخش رییس وايي وخت راغلی چى د تندروه خلکو په ضد حکومت سخت ګامونه پورته کړي او د سیالکوټ په ډول پېښو کې ککړ ملزمانو ته سختې سزاګانې ورکړی شي

د وي او ای ډیوه ډيوه سره خبرو کې ښاغلي ریيس وويل په ټولنه کې د تندروه فکر خلکو موجودګي د ویرې خبره ده خو غوره لار دا ده چې په جرمونو کې ککړو خلکو ته سختې سزاګانې ورکړي شي چى نور خلک ترې سبق واخلي.


رسول بخش وويل پخوا معاملا ځکه خرابه شوه چې د پنجاب يخواني ګورنر سلمان تاثير د قاتل نه خلکو هيرو یا اتل جوړ کړو.

نوموړى وويل چى د دې خلکو جرړې په ټولنه کې خبرې شوي دي خو د عدالتونو نه داسې ملزمانو ته زر تر زره سزاګانې ورکولو سره به دوى نور نه ډاډه کيږي.

خو رسول بخش رييس زیاته کړه چې د پوليسو د پلټنو کمزورى او ناقصه نظام او د عدليي مشکل او منفي کردار په وجه هم ملزمان اکثر خوشي کړی شي.

نوموړى دى پۍښه کې د ځاؽ پوليسو لخوا غفلت او خپلې ذمه واريانې نه تر سره کولو باندى د دوى خلاف د سختو سزاګانو غوښتنه هم وکړه.