د سياسي چارو پوهان وايي په پښتونخوا کې د پاکستان تحريک انصاف د صوبايي حکومت اؤ د وفاق تر منځ د روانو سياسي اختلافاتو او د پښتون قامي جرګې د غوښتنو غیرسنجیده اخستل کېدو له امله د يادې جرګې غوښتنې لا هم نه دي پوره شوي۔
دوی وايي که صوبايي حکومت غواړي د جرګې غوښتنې په بشپړ ډول عملي شي نو د وفاق سره به ورته د جمهوري اقدارو ترمخه رويه ساتل وي۔
خو صوبايي حکومت بیا دریځ لري چې د صوبې په اختيار کې چې کومې غوښتنې راځي هغه به پوره کوي او کومې چې مرکزي حکومت سره تړاو لري هغه به ورسره وچتولی شي.
پېښور پوهنتون کې د صحافت د څانګې استاذ او څېړونکی ډاکټر سید عرفان اشرف وي او اې ډيوه سره خبرو کې وایي د تحریک انصاف د صوبایي حکومت وړومبی مقصد د خپل ګوند د بندي مشر عمران خان راخلاصول دي اؤ د پښتون قامي جرګې سره خپلې کړې ژمنې یې نه دي پوره کړي.
هغه وایي"صوبايي حکومت چې په جرګه کې کومې وعدې کړې وې هغې کې یې دا هم ویلي وؤ چې مونږ به نه يوازې د جرګې د غوښتنو پوره کولو کوشش کوو بلکې مقدمې به هم نه جوړه وو او د پي ټي ايم چې کوم غړي نیول شوي هغوی سره به هم کومک کوؤ خو مونږ وکتل چې د ملک نصير نه ونيسه تر علي وزير پورې يا داسې نور د پي ټي ايم غړي په هغوی پابندۍ هم روانې دي او جيلونو ته هم سپارلی شي".
تېرکال په 11م اکتوبر د پښتون تحفظ موومنټ له خوا خېبر سيمه کې رابلل شوې درې ورځنۍ پښتون قامي جرګې پخپلو غوښتنو کې پوځ او وسله والو ډلو ته ویلي وو چې باید په دوو میاشتو کې دننه له صوبې وځي۔
جرګې دا پرېکړه هم کړې وه چې د پښتونخوا د قبایلي ضلعو وګړو ته دې بجلي ویړیا اؤ د نورو ضلعو اوسیدونکو ته دې یو یونټ په پینځه روپۍ ورکول کیږي۔
د سياسي چارو پوهان وايي پښتونخوا صوبه کط د واکمن ګوند پاکستان تحريک انصاف د مشر عمران خان د بندي کېدو وروسته د صوبې او مرکز ترمنځه سياسي اختلافات سېوا شوي دي۔
دوی وايي د يادې جرګې ځينې غوښتنې د وفاق سره تړاو لري اؤ باید ددغو غوښتنو پوره کولو لپاره وفاق سره پخپله رويه کې بدلون راولي ۔
پېښور پوهنتون کې د سياسياتو استاذ او څېړونکی پروفیسر عبدالروف وایي د خېبر پښتونخوا په حکومت ددې صوبې خلکو اعتماد کړی اؤ خپلې رایې یې ورله ورکړې دي نو دا اوس د حکومت ذمه واري ده چې سیاسي معاملې جلا وساتي اؤ حکومتي معاملات جلا.
" په صوبايي حکومت زياته زمه واري راځي چې دا مسلې په دې صوبه کې دي او د دې صوبې خلکو اعتماد د پي ټي آي په حکومت کړی دی نو په دې وجه دا حکومت د ډېر سوچ، غور او فکر نه پس اقدام پورته کوي او هغه هم دا دی چې د دې خلکو چا چې پرې اعتماد کړی او ووټ يې ورکړی دی چې د هغوی مسايل حل شي او د هغوی دپاره دوی داسې لاره خپله کړي چې سياست يو اړخ ته او د حکومت معاملات بل اړخ ته".
په خېبر کې راجوړې شوې پښتون جرګې دا فېصله هم کړې وه چې په ډېورنډ کرښه څومره هم د تګ راتګ او تجارت لارې دي، د 1893 نه تر 2010 پورې چې په کومو قوانينو باندې پښتنو افغانانو ته د تګ راتګ اجازه وه هغه به بيا بحال کيږي۔
د خېبر پښتونخوا صوبايي حکومت ترجمان وايي د يادې جرګې پرمهال چې صوبايي حکومت کومې ژمنې کړې په هغې کار روان دی او په دې لړ کې به وفاق سره هم خبرې کولې شي.
د خېبر پښتونخوا حکومت ترجمان بېرسټر محمد علي سیف ډیوه سره خبرو کې وایي
د صوبایي حکومت دايره کار کې چې کومې مسلې دي په هغې به دوی "يقيناً کار هم کوي" او کار یې پرې شروع کړی دی:
"تاسو ته معلوومه ده چې ډېر مسايل داسې دي چې زمونږ د خېبر پښتونخوا د حکومت د حدودو نه بهر دي نو هغه مسلې به وفاق حل کوي او چې کوم زمونږه کار دی هغه به مونږه کوو" .
د جنورۍ په 7 مه د خېبر پښتونخوا د پارلیمان د ټولو غړو د کمېټۍ غونډه شوې وه چې پکې د پښتون قامي جرګې لخوا د وړاندې شويو غوښتنو او ستونزو د هواري لپاره د يوې ذيلي کمېټۍ د جوړولو پرېکړه هم شوې وه.
ټاکل شوې وه چې دغه کمېټي به په يوه هفته کې د پښتون قامي جرګې لخوا په وړاندې کړل شوو 27 نکاتو او غوښتنو باندې د پرمختګ لپاره متفقه تجويزونه وړاندې کوي چې هغه به بیا فل هاوس کمېټۍ ته وړاندې کولی شي۔