د پاکستان په زياتره سيمو کې روان کال د اپرېل په مياشت کې د بي وخته او ډېرو بارانونو وروسته د مئ په مياشت کې د تودوخې کچه ناڅاپه سېوا شوې چې د ماحولياتو ماهرين يې د موسمي بدلون اثرات بولي۔
ماهرين وايي چې د حرارت درجې سېوا کېدو سره د ګرمۍ د څپې اندېښنه سېوا شوې چې د انسانانو ناروغه کولو ترڅنګ د اوبو د کمښت او د فصلونو پېداوار متاثره کولو سوب ګرځي۔
دوی وايي په داسې حال کې خلکو ته په لمر کې د ګرځېدو نه ډډه او د زیاتو اوبو څښل پکار دي.
د پوهانو په وینا، د کال 2020ن راپدېخوا تر ټولو اوږد هيټ ويو په 2022 کال کې مخې ته راغلی و او په راتلونکو کلونو کې به يې شدت نور هم سېوا وي۔
پېښور پوهنتون کې د ماحولياتو کارپوه ډاکټر محمد نفیس خان وایي، په کال 2022م کې دا پېشبیني شوې وه چې 2030 پورې په دې هيټويوز او باران دې کې 30 فيصده پورې زياتوالې راځي.
د هغه په وینا، په هيټ ويو یا د ګرمۍ په څپه کې دا زياتوالی په دوه قسمه دی يو دا دی چې د هيټ ويوز نمبر به سېوا کېږي بل دا چې د دې شدت به سېوا کېږي اؤ تر دې به زيات درجه حرارت مونږه ته راځي.
په پاکستان کې د موسمياتو محکمې له خوا جاري شوې اعلاميه کې ويل شوي چې په خېبر پښتونخوا کې د اتمې مئ نه تر لسمې می پورې به د ورځې ټېمپرېچر د 2 نه تر 3 ډګري سنټي ګريډ او په پنجاب، سیند، بلوچستان، ګلګت بلتستان او کشمېر کې د 3 نه تر 5 ډګري سینټي ګرېډ پورې د نارمل درجه حرارت نه سېوا وي۔
د صحت ماهرين وايي چې د ګرمۍ د څپو په شدت کې زياتوالی د هيټ سټروک سوب ګرځي او انساني وجود ته زيان رسوي۔
د پېښور ايل ار ايچ هسپتال کې د آي سي يو کوارډينېټر ډاکټر زاهد خان ډيوه سره خبرو کې وایي د هیټ سټروک یا جل په مهال په سر سخت درد شروع شي، په بنده چکر راتللي شي، په هغه بېتابي راځي او چې کله دا بېتاني زیاته نو بې هوشۍ ته پکې خبره رسیږي.
هغه وایي په دغه صورت کې د وجود هغه اعضا چې انساني وجود پرې ژوندی وي لکه پختورګي، یینه، زړه، پړپوسان او مغزه هم متاثره کېدای شي.
ډاکټر زاهد وایي"تېر کال چې کوم مريضان مونږ ته آي سي يو ته راغلي وو هغوی مکمل بېهوشه وو، بلډ پرېشر به يې نه جوړېدو، ګردې یې متاثره شوې وې، د خولې، سترګو او پوزې نه به يې وينې راتللې"
ډاکټران وايي چې کله چې په ګرمۍ کې د حرارت درجه سېوا کېږي بايد خلک ځان سیوري ته کوي، د اوبو استعمال زيات کوي او کوم خلک چې په کارخانو کې دننه کار کوي هغوی دې هوادار ځای ته وځي چې جل یې ونه وهي.
د دي نيوز ورځپاڼې ترمخه تېر کال 2023م کې د پاکستان په پلازمينه اسلام اباد کې څلورو او د خېبر پښتونخوا په مردان مېډيکل کمپلېکس کې18 تنانو د هيټ سټروک یا جل وهلو له امله ژوند د لاسه ورکړی و۔
د ماحولياتو ماهرين وايي چې د ګرمۍ څپې د انسانانو ترڅنګ د اوبو سرچينې او د فصلونو پېداوار هم متاثره کوي او د خوراک د کمي سوب جوړېږي۔
ډاکټر محمد نفيس خان وایي اوس چې د ګرمۍ یوه څپه راځي نو دا به په پاکستان کې د اوبو کمی راولي او ورسره ورسره به چې بوټي کې کومه مېوه لګېدلې وي په هغې به دا اثرات غورځوي:
" لکه زمونږه سره په 2022 کې 30 فيصده د غنمو کمی راغلی و دا ځل کېدای شي داکمی د هغې نه هم زيات وي دغه شان زمونږه سره په 2022 کې شلتالان ډېر متاثره شوي وو خو دا ځل به شلتالانو سره الوچې او خوبانۍ هم د نيشت برابر وي".
روان کال د مارچ په مياشت د موسمياتو نړيوالې ادارې ورلډ مېټرلوجيکل ارګنايزېشن پخپل رپورټ کې ويلي وو چې تېرکال 2023م په 174 کالونو کې مشاهده شوی تر ټولو زيات ګرم کال و او روان 2024 کال د تېر کال په پرتله نور هم ګرم کېدای شي۔