څېړونکي: د پاکستان نوي حکومت ته به اقتصاي او سیاسي مشکلات ور په غاړه وي

شهبازشریف

پاکستان مسلم ليګ نون او پاکستان پيپلز ګوند په مرکز کي دحکومت جوړولو اعلان کړی دی. په مجوزه نوي حکومت کې به د مسلم لیګ شهبازشریف وزیراعظم او د پیپلزپارټۍ شریک مشر اصف على زرداري به د ملک صدر وي. دواړه مخکې هم په دې چوکو پاتې شوي دي.

څيړونکى وايي د پاکستان نوی حکومت به که يو خوا د سياسي ستونزو سره مخامخ وي نو بلخو به ورته یو مشکل اقتصادي صورتحال ور په غاړه وي.

په مرکز کي د حکومت جوړېدو د اعلان وروسته د شورو په ورځ د پاکستان په سټاک اېکس چینج یا د ونډو ‎په بازار کې کاروبار د شروع کېدو سره تيزي وليدل شوه او سحر وختي په کي د 1075 پوانټونو اضافه ريکارډ شوه. د ونډو بازار کي د تيرو څو ورځو راهيسې د سياسى بې ثباتۍ له وجې مندي ليدل کېده.

د پيپلز ګوند د اطلاعاتو سېکرېټري فيصل کريم کنډي مطبوعاتو ته ويلي چې ګوند به يې فى الحال په وفاقي کابینه کې نه شاملېږي او شهباز شريف ته د کابېنې جوړولو اختیار ورکړی شوی دی.

هغه وویل د پنجاب او خېبر پښتونخوا ګورنران به د پيپلز ګوند څخه وي او د سند او بلوچستان ګورنران به د مسلم ليګ نون نه اخیستل کېږي.

د قومي اسمبلۍ د سپيکر چوکۍ به د مسلم ليګ نون سره وي او چېؽىرمين سېنېټ به د پيپلز ګوند نه وي.

څيړونکي وايي نوی اېتلافي حکومت به د پاکستان د کمې اقتصادي ترقۍ، ګرانۍ او د بې روزګارۍ په شان مسلو سره مخامخ وي. د دې ترڅنګ پاکستان په درنو ملکي او غېر ملکي قرضونو کې هم ښکیل دی. د پاکستان د مرکزي بېنک د شميرو له مخې دهېواد قرضونه 65189 ارب روپو ته رسيدلي دي.

څېړونکي په دې نظر دي چې د سیاسي ګوندونو اتحاد، ښه معاشي نظام او ښه حکومت د پاکستان اقتصادي مسلې په حل کولو کې مرسته کولی شي.

خبریال او څېړونکی هارون رشيد وايي "ضرورت د دي خبرې دی چې پاکستان ته دا وخت يو داسې مظبوط حکومت او انتظام پکار دې چې د پنځو کلونو لپاره نه بلکه د لسو کلونو لپاره يو اقتصادى روډ ميپ يا پروګرام جوړ کړي چې څنګه به د هيواد د دي ستونزو څخه راوباسي اقتصاد سمول د دواٶ يا پنځو کلونو خبره نه ده، دا ډير ګران کار دې."

د نړيوالې اقتصادى درجه بندۍ ادارې موډيز د انتخاباتو وروسته د پاکستان په کمزورى اقتصاد غبرګون څرګند کړی او فچ پخپل تازه رپورټ کي خبردارې کړی چې د پاکستان سياسى استحکام ته د خطرو زيات امکان دی چې د خلکو ستونزې زياتولی شي.

ځيني څيړونکي ګڼي د اتمې فرورۍ د ټاکنو وروسته کله چې یوې پارټۍ هم واضحه اکثریت ترلاسه نه کړی شو او د حکومت سازۍ په اړه غېر یقیني صورتحال و، د مخلوط حکومت د جوړېدو اعلان وروسته دغه سیاسي بې ثباتي ختمه شوه خو په پارلېمنټ کې به نوى حکومت د تکړه حزب اختلاف سره مخامخ وي.

خبریال افتخار شيرازي وايي "يو خو نوي حکومت ته به د نړيوالې مالياتي ادارې اؽى ايم ايف سره سمدستي نوې تړون لاس ليک کول وي ، اوس به نوې پرګرام په کومو شرطونو اغستل کيږى او دا به څومره سخت وى او دا دي به په عام اولس څه اثر وى. ګرانى د وړاندي ڼه ډيره لوړه ده او د نورو سختو اقداماتو اخستلو سره به حکومت ته مشکل صورتحال هرو مرو راو اندي کيږي."

افتخار شيرازى زياته کړه چې امنيت ښه کول او په نړيواله کچه چې کومې ننګونې پاکستان ته ور پېښې دي حل کول هم اهمیت لري.

د اتمۍ فېبرورۍ په انتخاباتو کې د مبینه درغلیو په اړه د پاکستان دننه د بېلا بېلو سياسي ګوندونو او د نړيوالو ادارو د تورونو لړۍ دوام لري او امريکې د نهې، سه شنبې، په ورځ یوځل بیا غوښتنه وکړه چې د پاکستان د قوانیينو سره سم دې په عامو انتخاباتو کې "د هر ډول لاسوهنې یا درغلۍ" د الزاماتو دې مکمل او شفافې پلټنې وکړی شي.