د نړیوالو او سيمه ييزو چارو ماهرين وايي په اسلام اباد کې کېدونکې د شانګهاى همکارۍ د تنظیم سرمشریزه غونډه به د پاکستان لپاره يوه مهمه موقعه وي چې د غړو هېوادونو سره خپلې اقتصادي، سفارتي اړېکې د ځان په ګټه پراخه کړي او دغه هېوادونه د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره په يوه متفقه تګلاره سلا کړي.
د شانګهاي همکارۍ د تنظیم 23مه دوه ورځنۍ سر مشريزه غونډه د اکتوبر پر 15 او 16 په اسلام اباد کې کېدونکې ده.
شانګهاى همکارۍ تنظیم په کال 2001 کې جوړ شوی و چې نهه غړي لري، چين، روسیه، قرغيزستان، قازقستان،ازبکستان د تنظیم لومړني غړي دي خو پاکستان او هندوستان او ايران یې په کال 2017م کې غړیتوب ترلاسه کړی دی.
پاکستان کې حکومت د شانګهاى همکارۍ د تنظیم د غونډې په مهال د امنیت د ټينګښت لپاره د وړاندې څخه سخت امنيتي تدابير په پام کې نیولي دي او ورسره پوځ په ځاې کړی شوی دی.
د سيمه ييزو چارو کارپوهان وايي د شانګهاى همکارۍ سازمان د پاکستان لپاره د خورا سفارتي، اقتصادي ګټو فرصت دی.
د نړیوالو چارو کارپوهه محمد تیمور خان ډیوه سره خبرو کې وایي ،پدې غونډه کې به پاکستان ته دا موقعه ترلاسه شي چې د تنظیم غړو هېوادونو سره په خپل اقتصادي توان مکالمه وکړي او خپله مقدمه ورته وړاندې کړي .
هغه وایي پاکستان لپاره یو ښه فرصت دی چې غړو هیوادونو ته روښانه کړي چې پاکستان څنګه په اقتصادي توګه يو داسې هېواد دی چې پکې باید سرماېه کاري وشي او ددې ترڅنګ د غړو هېوادونو د يو بل سره په پېوستون کې هم پاکستان يو کردار ادا کولې شي.
د ښاغلي تیمور خان په خبره "دا د پاکستان لپاره په سفارتي توګه يوه مهمه غونډه ده او نړۍ ته ښودلی شي چې پاکستان کې دا صلاحیت شته چې د لوړې کچې د غونډو کوربه توب په ښه شان کولی شي."
پاکستان په داسې حال کې د شانګهاى همکارۍ د تنظیم کوربه توب کوي چې دا هېواد د سختو اقتصادي، سياسي او امنيتي چېلنجونو سره مخ دی.
د تېر اتوار په شپه د پاکستان غټ اقتصادي ښار کراچۍ د نړیوال هوايي مېدان نه بهر د چيناېانو په قافله برید کې دوه چينايي وګړي وژل شوي وؤ چې له کبله یې په دې هېواد کې يو ځل د امنيت په اړه اندېښنې راپورته شوې دي.
ماهرين وايي پاکستان کې اوس رجحان ليدل کېږي چې هېواد د جيو سټرټيجک پرځای د جيو اکانومي په لور تلل غواړي او د شانګهاى همکارۍ د سازمان راتلونکې غونډه کې پاکستان خپله دا تګلاره مخ په وړاندې بوتللی او واضحه کولی شي.
منيب سلمان چې د نړیوال او مالي چارو څېړونکی دی ، ډیوه سره خبرو کې وایي "په دې لړ کې به دا يو مهم کانفرنس وي او په دې کې به د پاکستان لپاره تر ټولو مهمه موقعه ېا موضوع د مينځنې اېشيا سره د پېوستون وي ولې چې د چين اؤ پاکستان تر منځ د سي پېک په اړه له مخکې څخه ډېر کار شوی دی."
هغه وایي د پاکستان او چين ترمنځ دوه اړخیزه تجارت نزدې 20 اربه ډالره دی خو د مينځنې اېشيا سره د پاکستان مځکنی تړون ددې هېواد زوړ خوب دی.
څېړونکي وايي په دې غونډه کې د سيمې دننه په روانه ترهګرۍ کېدونکې خبرې به هم زیات اهمیت ولري.
تېمور خان وایي"ترهګري هم د شانګهاى همکارۍ د تنظیم د اېجنډې يوه مهمه نکته ده او په هغې د خبرو کولو لپاره دا غونډه ډېر اهميت لري او په خصوصي توګه هغه ترهګري چې له افغانستان نه خوريږي او ټولې سيمې ته ترې خطر ورپېښ دی"
ټاکل شوې ده چې د اکتوبر په 14 او 15 اسلام اباد کې کېدونکې د شانګهاى همکارۍ د تنظیم په دې مهه غونډه کې د روس، چين او هندوستان لوړ پوړي سفارت کاران ګډون وکړي.
څېړونکي:د شانګهای د همکارۍ سازمان غونډه پاکستان لپاره یوه ښه موقعه ده چې د غړو هیوادونو سره اړیکې پراخه کړي
اسلام اباد (وي او ای ډیوه) —