څېړونکي وایي ترهګري دوه اړخیزه ستونزه ده، ځکه امکان نه ليدل کیږي د شانګهای سرمشریزه کې پرې بحث وشي

د پاکستان د اطلاعاتو مرکزي وزير عطاالله تارړ د ترهګرۍ پرضد د پراخه سيمه یيزې همکارۍ په ضرورت ټينګار کړی او ویلي یې دي پاکستان په تېرو څو لسیزو کې د نړۍ د امنیت او ثبات لپاره بې دريغه قربانۍ ورکړې دي.

ماهرين وايي ترهګري دوه اړخیزه ستونزه ده او ګومان نه کوي چې د شانګهای همکارۍ سازمان په راتلونکې غونډه کې به په دې موضوع خبرې وشي.

د اکتوبر په 10مه اسلام اباد کې يوې دستورې د وېنا په مهال د اطلاعاتو او فرهنګ مرکزي وزير عطاالله تارړ وویل چې په استانه قازقستان کې د شانګهای همکارۍ د تنظیم د تېرې غونډې په مهال په ځينو لوظنامو باندې یې لاسلیک کړی ؤ او په دې حواله سيمه ییزه همکارۍ کې ترهګرۍ او تشدد ختمولوته زيات ارزښت ترلاسه دی.

د عطاالله تارړ په خبره "ددې له کبله به د ترهګرۍ او سخت دريځۍ په ضد سيمه ییز همکارۍ ته وده ترلاسه شي او زه ګڼم چې دې سره به نه يوازې د پاکستان دې مقصد ترلاسه کولو کې مرسته وشي بلکې په سيمه کې امن او استحکام باوري کولو کې غړي هېوادونه خپل کردار هم لوبولی شي".

د اکتوبر په 6مه کراچۍ کې د بلوچستان لبریشن ارمي لخوا په خونړي بريد کې د دوو چينايي وګړو د وژل کېدو وروسته په اسلام اباد کې کېدونکې د شانګهای همکارۍ تنظیم د سرمشریزه غونډې پرمهال د امنيت د ټينګښت په اړه يو ځل بيا اندېښنې سېوا شوي دي.

رويټرز خبري اژانس د اکتوبر په 9مه د پاکستان د دوو امنیتي چارواکو او د ملک د داخلي امنیت د يو یاداښت په حواله ویلي وو چې پاکستاني چارواکو د شانګهاي همکارۍ تنظیم د غونډې په موقعه د چينايي وګړو د ګرځېدو د محدودولو پرېکړه کړې ده.

د شانګهاى همکارۍ د سازمان غونډه به د اکتوبر په 15مه او 16مه اسلام اباد کې کېږي چې په کې به د چين، روس، هند او ایران ترڅنګ د غړو هېوادونو لوړ پوړي چارواکي ګډون کوي.

د امنیتي چارو ماهرين امکان څرګندوي چې د شانګهاي همکارۍ د سازمان په راروانه غونډه کې به د سيمې دننه د ترهګرۍ په ګواښ هم خبرې وشي.

د نړیوالو او امنيتي چارو کارپوهه محمد تېمور خان وي او اې ډيوه ته وایي،د سيمه ییز پېوستون، تجارت او ددې نه علاوه د بېلتون پالنې ، ترهګرۍ او د سخت درېځۍ خلاف چې د شانګهاي همکارۍ د سازمان غړو هېوادونو کومه مبارزه ده هغه هم د تنظیم په اېجنډا کې شامله ده.

د څېړنې او امنیتي مطالعاتو غېر دولتي ادارې سنټر فار ريسرچ اېنډ سيکورټي سټډيز په خپل وروستي رپورټ کې وېلي چي په پاکستان کې د روان کال په نهو میاشتو کې د 2023 کال په پرتله 90 فيصدي د تشدد او ترهګرۍ پېښې سېوا شوي او نېزدې 97 فيصدي د ترهګرۍ پېښې په خېبر پښتونخوا او بلوچستان صوبو کې شوي دي.

ځنې څيړونکي د شانګهای همکارۍ سازمان په غونډه کې د ترهګرۍ په موضوع د خبرو کېدو په اړه د اطلاعاتو د وزير څرګندونې يو سياسي بيان بولي او وايي د تنظیم د راتلونکي غوندې په ایجنډا کې د ترهګرۍ موضوع نه ده شامل.

د سفارتي او سياسي چارو خبريال عبدالله مومند وي او اې ډيوه ته وایي "تر څو چې د ترهګرۍ خبره ده نو هغه دوه طرفه مسله ده، مطلب د پاکستان د افغانستان سره ده او د پاکستان د هندوستان سره ده. اېس سي او چې دی هغه دوه اړخيزه نه دی او په دې غونډه کې بيا افغانستان هم شریک نه دی نو ځكه په دې غونډه کې به د هېوادونو په دوه اړخيزو اړيکو خبرې نه کېږي".

پاکستان په دې وروستیو کې خپل دا تورونه چټک کړي چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت د پاکستان مخالفه وسله والو ته خوندي ځالې ورکړي اؤ د هغوي سرپرستي کوي.

د پاکستان حکومت د شانګهاي همکارۍ سازمان د غونډې په موقعه سخت امنيتي تدابير په پام کې نیولي دي، سرښار اسلام اباد کې پوځ له مخکې نه ګمارل شوی دی او ورسره اسلام اباد او راولپنډۍ ښارونو کې د اکتوبر د 14مې نه درې ورځې رخصتي اعلان کړل شوې ده.