د ټېکس يا ماليې او انکم ټېکس لګولو په ضد د خېبرپښتونخوا صوبې د ملاکنډ ډويژن په نهه ضلعو کې د تاجرانو لخوا کاربنديز شوی او په ټول ډويژن کې لوی او واړه بازارونه په مکمله توګه بند دي، وکیلان عدالتونو ته نه دي حاضر شوي او ټول شخصي سکولونه تړل شوي دي.
د ملاکنډ ډويژن د تاجرانو د اتحادیې په وينا ډویژن کې د ټېکسونو لګولو خلاف د ډويژن په نهه واړو ضلعو سوات، شانګله، بونېر، ملاکنډ، کوز دیر، بر دیر، کوز چترال، بر چترال او باجوړ کې بشپړ کاربنديز دی. ټولو سیمو کې ټول بازارونه او دوکانونه بند دي.
د ملاکنډ د تاجرانو د اتحادیې مشر عبدالرحیم وايي، "مونږ پر امن خلک یو ځکه مو نن صرف بازارونه بند کړل، دا لومړی پړاو دی او که حکومت د ټېکس لګولو فېصله واپس وا نه خستله نو په دويم پړاو کې به بیا د کشمير په رنګ خلک سړکونو ته راوځي".
په سوات کې د شخصي سکولونو تنظیم هم د کاربنديز ملاتړ کړی دی،او نن په ټول سوات کې شخصي سکولونه بند وو.
د هايکورټ بار ملاکنډ ډویژن وکيلانو په نهه واړو ضلعو کې کاربنديز کړی او عدالتونو ته نه دي وړاندې شوي.
سوات چېمبر آف کامرس هم د کاربنديز ملاتړ کړی او مشر یې راحت علي خان وايي، "دلته کارخانې نشته، خلق بې روزګاره دی، ترهګرۍ او سېلاب زمونږ کاروبار تباه کړی دی، حکومت دې اول خلک په خپلو پښو ودروي نو بیا دې ټېکسونه لګوي".
تېره ورځ د سوات چېمبر آف کامرس په غونډه کې د تحریک انصاف ګوند د قامي اسمبلۍ غړي سهېل سلطان، صوبايي وزیر فضل حکیم او د ښار مېر شاهد علي خان هم د ټېکسونو لګولو غندنه کړې وه او ويلي یې وو چې هغوي به په قامي او صوبايي اسمبلۍ کې د دې په ضد اواز اوچتوي.
ټولنيز فعال ډاکټر خالد محمود خالد وايي، "که په ملاکنډ ډويژن کې د ټېکس لګولو فېصله واپس وا نه خستلے شوه نو بیا به د دې ډویژن ټول ولس سړکونو ته راوځي او که څه زیان وشو نو حکومت به یې ذمه وار وي".
د پاکستان د ايین د ارټیکل 247 په شپږم شق کې پاټا او فاټا له خصوصي حیثیت ورکړل شوی وو او دا سیمې یې د ټېکسونو نه مستثنا ګرځولې وې، خود کال 2018م د مې په مياشت کې د 25م اييني بدلون د لارې د پاټا او فاټا خصوصي حيثیت ختم کړل شوی.
د هغه وخت حکومت د خلکو د احتجاج نه پس دا سیمې د پينځو کالو دپاره د ټېکس نه مستثنا کړې او تېر حکومت په خپل اخري بجټ کې دا سیمې د یو کال دپاره د ټېکس نه استثنا کړې وې چې میعاد یې د جون د میاشتې په 30مه نېټه سر ته رسي.