پاکستان کې احتجاجونه: امنیت دپاره پنجاب کې د پوځ په ځای کولو وروسته د پښتونخوا حکومت هم پوځ غوښتی

په خېبرپښتونخوا کې د نګران حکومت د اطلاعاتو وزير وي او اې ډيوه ته تاييد کړه چې پرون ناوخته په چکدره کې د تحریک انصاف د پلويانو د چترال سکاوټ په کېمپ د ورتلو په مهال نښته کې يو تن وژل شوی او څو نور ژوبل شوي دي

د پاکستان د کورنيو چارو وزارت ویلي، د پنجاب حکومت په صوبه کې د امنيت دپاره د پوځ خواست کړی او په صوبه کې د پوځ په ځای کولو منظوري ورکړی شوې ده. د خېبرپښتونخوا حکومت هم د کورنيو چارو وزارت ته په صوبه کې د امنيت ټينګ ساتلو دپاره د پوځ په ځای کولو خواست کړی دی.

په خېبرپښتونخوا کې د نګران حکومت د اطلاعاتو وزير وي او اې ډيوه ته تاييد کړه چې پرون ناوخته په چکدره کې د تحریک انصاف د پلويانو د چترال سکاوټ په کېمپ د ورتلو په مهال نښته کې يو تن وژل شوی او څو نور ژوبل شوي دي.

د پاکستان پخواني وزيراعظم عمران خان د نيولو وروسته په ټول هېواد کې د پرون راهسې د پاکستان تحریک انصاف ګوند په احتجاجونو کې يو تن پرون په کوټه کې وژل شوی او ګڼ شمېر حکومتي او پوځي ودانيو ته يا اوور اچول شوی او يا مات ګوډ کړل شوي دي.

د تشدد ډکو احتجاجونو کې په کوټه کې يو مظاهره کوونکی وژل شوی او د خبريالانو په ګډون شپږ کسان ژوبل شوي دي.

په خېبرپښتونخوا کې د نګران حکومت د اطلاعاتو وزير بېرسټر فېروز جمال وي او اې ډیوه ته تاييد کړه، په چکدره کې د تحریک انصاف غړي د چترال سکاوټ په کېمپ ورغلي، په هغې کې نښته شوې يو تن وژل شوی او د 11 پورې کسان ژوبل شوي دي.

هغه وویل، چې صوبايي حکومت د کورنیو چارو وزارت ته په صوبه کې د امنيت دپاره د پوځ په ځای کولو خواست کړی دی.

نوموړي زياته کړه، د پرون راهسې په صوبه کې په احتجاجونو کې سرکاري ودانيو ته تاوانونه اړول شوي، دوی د وراني جوړوونکو معلومات راټولوي او په صوبه کې په وراني کې ککړ د 100 پورې کسان نيول شوي دي.

د پاکستان د کورنيو چارو وزارت اعلامیه چې په مطبوعاتو خپره شوې پکې ويل شوي چې په صوبه کې د امنیت دپاره د پوځ په ځای کولو منظوري ورکړی شوې ده، او د پوځي اهلکارو د شمېرې او وسايلو په اړوند به د صوبې حکومت او پوځي چارواکي مشوره کوی.

ويل شوي پوځ به د څومره وخته پورې په صوبه کې د امنيت دپاره په ځای وي صوبايي حکومت او پوځ به په دغې هم مشوره کوي.

د اعلاميې ترمخه د ارټيکل 245 لاندې د پنجاب حکومت د امنیت دپاره پوځ طلب کړی وو او د هغې منظوري ورکړی شوې ده.

د تحریک انصاف ګوند یو مشر او د بهرنیو چارو مخکینی وزیر شاه محمود قرېشي وایي، د عمران خان د ژوند په اړه اندېښنه لري ځکه چې وایي هغه "د هغه چا په بند کې دی چې ژوند ته یې ترې خطر وو". قرېشي په یوه ویډیو کې د پاکستان په دوو لویو صوبو کې د امنیت لپاره د پوځ په را بللو هم پوښتنې را پورته کړې دي:

"د سپریم کورټ چیف جسټس چې د ۱۴ مې د انتخاباتو لپاره امنیتي ځواکونه طلب کول نو ورته ویل کېدل چې د ملک داخلي امنیتي چېلنجونه داسې دي چې پوځ نه شي طلب کېدای، خو نن د حیرانۍ خبره دا ده چې په پنجاب او پښتونخوا کې پوځ ځای پر ځای کړل شو".

د پرون مازيګر نه تر شپې ناوختې پورې د پاکستان تر ټولو غټ ښار کراچۍ، لاهور، پېښور، کوټه او يو شمېر نورو لويو او وړو ښارونو کې د عمران خان د ګوند پلويان په پوځي ودانيو هم ورغلي وو.

په سوشل ميډيا باندې خپاره شوي ويډيوګانې ښيې چې د تحريک انصاف مظاهره چيانو په لاهور کې د پوځ د کور کمانډر کور ته دننه ننوتلي وو او هلته یې ودانۍ ته اوور اچولی وو او ګاډي مات کړي.

پاکستان تحریک انصاف ګوند ویلي پرامنه احتجاجونه کوي کوم چې د دوی اييني او قانوني حق دی.

خو د کورنيو چارو وزیر رانا ثناالله ویلي، د عمران نيازي ګرفتاري د غبن په قضيه کې شوې او په رياست د حمله کوونکو سره به هیڅ رعايت نه شي کولی. د سياسي ترهګرو پرضد د سختې کارروايۍ پرېکړه شوې ده.