لکي مروت:د وسله والو برید کې یو پولیس عسکر وژل شوی، بل ژوبل شوی

پاکستان کې د څېړنې او امنيتي مطالعې مرکز سېنټر فار ریسرچ اېنډ سیکيورټي‌ سټديز نومې غېر دولتي ادارې (پيکس) په خپل تازه رپورټ کې ويلي، پاکستان کې د جولای په میاشت کې د ترهګرۍ 79 پېښې شوي، 81 کسان پکې وژل شوي او 71 ژوبل شوي وو

د پولیسو په وینا، دا پېښه د جمعې د ورځې په سهار د لکي مروت په مچن خېل سیمه کې هغه وخت رامنځته شوې کله چې پټو وسله والو په پولیسو ناتاره ډزې وکړې.

پولیس وايي چې وژل شوی عسکر طاهر خان له ډیوټۍ وروسته کور ته په لاره و چې دغه ناوړه پېښه وشوه.

وروسته د طاهر خان جنازه په پولیس لاین کې ترسره شوې چې پکې د ضلعې انتظامیه مشر فهد وزیر او ګڼو پولیس اهلکارو او افسرانو برخه اختسې وه.

بل ژوبل شوی عسکر د بنو په روغتون کې تر درملنې لاندې دی. پولیسو ویلي چې د پېښې پلټنې پیل شوې دي او د عاملینو د نیولو لپاره یې پلټنې روانې دي.

تیره اوونۍ هم د لکي مروت په براګۍ سیمه کې پر پولیسو برید شوی و، چې په ترڅ کې یې یو پولیس اهلکار وژل شوی او د پولیسو افسر ایس ایچ او په ګډون درې نور ژوبل شوي وؤ.

پاکستان کې د څېړنې او امنيتي مطالعې مرکز سېنټر فار ریسرچ اېنډ سیکيورټي‌ سټديز نومې غېر دولتي ادارې (پيکس) په خپل تازه رپورټ کې ويلي، پاکستان کې د جولای په میاشت کې د ترهګرۍ 79 پېښې شوي، 81 کسان پکې وژل شوي او 71 ژوبل شوي وو.

د رپورټ ترمخه، تيره میاشت پاکستان کې ترهګریز بریدونه 14 فيصده او ځاني تاوان 80 فيصده سېوا شوی دی.

د پيکس د شمېرو ترمخه، "د خېبرپښتونخوا په بندوبستي علاقو کې 36 حملې شوي، 60 کسان پکې وژل شوي او 27 ژوبل شوي دي، او قبايلي ضلعو کې 26 حملې شوي، 30 کسان پکې وژل شوي او 18 ژوبل شوي دي".

د پيکس په رپورټ کې ويل شوي، د جولايۍ په میاشت کې په بلوچستان صوبه کې 12 حملو کې 12 تنه وژل شوي او 18 ژوبل شوي، سیند صوبه کې په پينځو حملو کې شپږ تنه وژل شوي او دوه ژوبل شوي دي.