د بنو خلکو د ناامنۍ په ضد سبا د کار بندیز اعلان کړی

د پوځ په چاوڼۍ له  برید درې ورځې وروسته د شورو، چهارشنبې، په ورځ د بنو بازار او د کنټونمنټ شاوخوا سیمه امنیتي عسکرو په ګېره کې اخستې وه او دغه سیمو کې ټول سړکونه بند او کاروباري مرکزونه او بازارونه تړلي پراته وو

په بنو کې د پوځ په چاوڼۍ له شوي ترهګریز برید ورسته نن په دریمه ورځ هم د بنو سړکونه او بازارونه تړلي پراته وو او عادي ژوند په ټپه ولاړ و.

ځايي خلکو د ناامنۍ پرضد د جمعې په ورځ په ضلعه کې د کاربندیز اعلان کړی خو حکومتي چارواکي وايي حالات په قابو کې دي او د امنیت د پاره په سیمه کې سخت ګامونه اخستل شوي .

د پوځ په چاوڼۍ له برید درې ورځې وروسته د شورو، چهارشنبې، په ورځ د بنو بازار او د کنټونمنټ شاوخوا سیمه امنیتي عسکرو په ګېره کې اخستې وه او دغه سیمو کې ټول سړکونه بند او کاروباري مرکزونه او بازارونه تړلي پراته وو.

د دغه پېښې پرضد په سیمه کې احتحاجي مظاهره شوې او احتجاج کوونکي وايي کله هم چې د ناامنۍ پېښه شوې زیات پکې ځايي ولس د ځاني اؤ مالي زیان سره مخ کیږي.

مقامي خلکو د دې پېښې پرضد د جمعې په ورځ ټوله ضلعه کې د کاربندیز اؤ احتجاج اعلان کړی چې تر مخه به یې بازارونه، لارې او سړکونه تړلې وي .

یو ځایي استوګن ډاکټر عبدالرؤف قریشي وي او ای ډيوه سره خبرو کې وایي "موږ به د جمعې په ورځ د دې ناامنۍ پر ضد کاربنديز اعلان کړی ځکه چې دغه ناامنۍ تر ټولو زیات مونږ زیانمن کړي یو دا د کاربندیز پریکړه د بنو ضلعې ټولو تنظیمونو په شریکه کړې چې تر مخه به یې ټول کاروباري مرکزونه، بازارونه او دوکانه بند وي اؤ ددې ترڅنګ به په سړکونو ټریفک هم بند وي او که چا خلاف ورزي وکړه هغه به د تاوان خپله زمه دار وي"

تیره ورځ پوځ ويلي چې په 15مه جولايۍ په بنو پوځي چاوڼۍ د وسله والو لخوا په شوی برید کې اته پوځيان او10 ترهګر وژل شوي دي .

په برید کې تر ۷۰ زیات پاکستاني پوځیان ټپیان شوي هم دي.

د دغه برید زمه داري د شمالي وزیرستان د وسله والو شورا حافظ ګل بهادر ډلې منلې ده.

ځايي مشران وايي دې بریدونو پریشان کړي او دوی د ملک د نورو خلکو په څیر عادي ژوند نه کوي .

دوی وايي په ورستیو کې یې د امن د پاره احتجاجي مظاهرې کړي او نور په خپله خاوره دا ناامني نشي زغملی.

د بنو ملک سلیم رحمان ډیوه ته وایي،په دې تیرو درېوؤ ورځو کې په بنو کې یو داسې کور یا دوکان نشته چې هغه زیانمن شوی نه وي.

د هغه په خبره "د هر کور ښیښې، بارۍ ، دروازې او د دوکانونو شټرې بیخي ختمې دي دا څه قسمه حالات دي مونږ خو نور نه دي لیدلي خو دغلته په مونږ ګوډ اؤ بیډ طالبان او پوځ مسلط دی او که دوی ځان نه شي ژغورلی مونږ به ساتنه ورکړو خو نور دغلته ناامني نه منو"

د بنو انتظامیه او پولیس وايي تر برید وروسته حالت په قابو کې دي او د خلکو د خوندیتوب د پاره پکې سخت امنیتي تدابیر نیول شوي .

ځايي خلک وايي د چاودنې پرمهال د عامو خلکو په لسګونو کورونه او دوکانونه زیانمن شوي او د نښتې پرمهال د امنیتي عسکرو په ډزو درې ملکي وکړي وژل شوي چې مزدورکاره خواري کښ وو .

د بنو تجاران وايي ددې حالاتو له امله په سیمه کې کاروبار په ټپه ودرېدلی او د لکونو روپو تاوان سره مخ شوي دي.

د چیمبر اف کامرس بنو ضلعې عمومي سیکتر غلام کېباس وایي،دا چاودنه چې چرته شوې هلته بینکونه، مني چینجرز ، د ګاډو د پرزو او ضروروت د نورو سامانونو زیات دوکانونه دي چې دلکونو روپو تاوان یې شوی دی.

ډیوه سره خبرو کې هغه وایي، بل نن دریمه ورځ ده چې کاروبار په ټپه ولاړ دی "چې د لکونو روپو تاوان سره هر کاروباري د ورځې په سر مخ کیږي مونږ غوښتنه کوو چې حالات دې سم کړل شي او د چاودنې پرمهال زیانمن شوو تجارانو ته دې مرستې ورکړل شي"

په دې وروستیو کې د پښتونخوا په جنوبي ضلعو او په ځانګړي ډول وزیرستان کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمینځ د نښتو لړۍ یو وارې بیا چټک شوې ده.