د پاکستان-افغانستان تجارت د اربونو (ملیاردو) نه ملینو ډالرو ته ولې ټيټ شو؟

د پاکستان او افغانستان د سوداګرو د ګډ چېمبر مرستيال مشر عبدالغني وايي، د چمن د پولې د بندېز له امله نه يواځې سوداګر، ټرانسپورټران او ځايي خلک اغېزمن شوی بلکې د دواړو ملکونو خزانو ته ترې د ورځې په سر په کروړونو روپو تاوان اوښتی دی

د پاکستان او افغانستان تر منځ تجارت کوونکي سوداګر د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ اوسنۍ کلنۍ کچه د 300 ملینو ډالرو پورې ښيي. دوی وايي د 2004 نه 2009 پورې يې داسې وخت لیدلی چې د دواړو هېوادونو د تجارت کچه د کال درې اربو (ملیاردو) ته رسېدلې وه.

سوداګر د 2009 نه را ایسته موده د دوه اړخیز تجارت لپاره زوال ګڼي. په پېښور کې د سرحد چېمبر اف کامرس مرستيال مشر شاهد حسېن وايي، "د پاکستان او افغانستان دوه اړخيزه تجارت د اشرف غني د حکومت ختمېدو په وخت د کال په سر د 800 ملينو نه تر يو بلين ډالره پورې وو، خو بیا د نوي نظام سره دا 300 ملينه ډالرو ته راغلو، دا په 2007 او 2008 کې درې بيلينه ډالره وو، په دې کې د منځنۍ اسيا او په ځانګړي ډول 80 فيصده تجارت د افغانستان سره کېدو".

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل، "دا وخت په افغانستان کې د نړۍ سره بېنکي چېنل بند دی چې له امله يې تجار د سخت مشکل سره مخ دي، د پېسو انتقالات په ډېر تکليف او ويره کوي د هغې دپاره يوه پاليسي يا لاره پکار ده"، هغه وايي، "اوس به په تجارت کې زیاتوالی راغلی وي خو دا کافي نه دی د پاکستان، افغانستان او منځنۍ اسیا ترمنځ د کال په سر د شپږ نه تر اته اربه ډالرو پورې د تجارت حجم پکار دی".

د پاکستان او افغانستان د سوداګرو د ګډ چېمبر مرستيال مشر عبدالغني وايي، د چمن د پولې د بندېز له امله نه يواځې سوداګر، ټرانسپورټران او ځايي خلک اغېزمن شوی بلکې د دواړو ملکونو خزانو ته ترې د ورځې په سر په کروړونو روپو تاوان اوښتی دی.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وویل، "د پولې د بندېز د تاوان مثال به په دې توګه درکړم چې د ستمبر په مياشت کې مونږ د پاکستان په کسټم کې يو ارب روپۍ ريوينيو جمع کړې ده، د افغانستان چې کوم څيزونه راځي، پومبه، کويله ده لمده او وچه مېوه ده، په لسمه مياشت [اکتوبر] کې مو يو ارب 30 کروړه روپۍ جمع کړې".

هغه وويل، "د ورځې په سر د پاکستان حکومت ته د پولې د بندېز له امله 30 کروړه روپۍ تاوان اوړي، په دغه پېمانه بيا د مياشتې په سر يو ارب يا يو نيم ارب افغانۍ افغانستان ته تاوان رسي".

د نوموړي په خبره په پوله چې د يو تاجر د مېوو او سبزيانو ګاډی ودريږي چې په لکونو روپۍ مالونه پرې بار وي يوه اوونۍ ودريږي هغه تباه شي، "په ګاډي د کنټېنر د 30000 روپۍ د ورځې تاوان اوړي، ډرايوران خپله دياړي غواړي د ورځې 5000 روپۍ اخلي، د چمن په پوله اووه اته زره کسان دورځې په سر هاغه لوري ته سهار اوړي بيا ماښام بيرته راځي يوه اوونۍ يې کاروبار بند پروت وو ځينې د پولې پورې غاړې ته ګېر شوي وو، بل هغه خلک چې په پوله د ساعتونو په سر مزدوري کوي درې نيم څلور زره، دغه خلک بې روزګاره شو".

عبدالغني وايي، د پولې د بندېز له امله سياسي اړيکې، اقتصاد اغېزمنيږي خپلمنځي باور پکې د لاسه ورکول کيږي، پکار ده چې سیاست او تجارت د يو بل نه جدا کړی شي.

او شاهد حسېن وايي، "که د پاکستان، افغانستان او منځنۍ اسيا تجارت د کراچۍ د لارې د نورې نړۍ سره کيږي دې هېوادونو ته به لس چنده سېوا ګټه کيږي".

د نوموړی په خبره دوی بيا بيا دې هېوادونو ته ويلي چې تجارتي پاليسيانو ته بيا کتنه وکړي د سوداګرو سره کيږي او سمې پاليسيانې جوړې کړي.

هغه زياته کړه، "که دا تجارت ښه کیږي سمې پاليسيانې جوړول کيږي د خېبرپښتونخوا، بلوچستان او په ځانګړي ډول په پوله پراته خلک به ورسره په روزګار کيږي او اقتصاد به يې ورسره ښه کيږي".

د عبدالغني په خبره "د چمن د پولې د بندېز له امله چمن ته رسېدلي ګاډي هلته ودرېده، په لار کې ولاړ ګاډي په لار کې پاتې شو لاره يې نه شوه بدلولی او نور ډېر چې د کراچۍ نه کندهار او ورته نزدې سيمو ته تله هغه د تورخم او غلام خان د لارې لاړه، د چمن په پوله چې د يو ګاډي کرايه دوه نيم لکه روپۍ وه په تورخم او غلام خان ورته دغه کرايه څلور نيم لکه په غاړه شوه دا يې نور تاوان وشو لار ورته اوږده شوه او د لارې خرڅ پرې لا نور سېوا شو".

سوداګر وايي که دا ملکونه چې په خپل مينځ کې کښيني د تجارت په لړ کې د سوداګرو تجاويز ومني سمې تجارتي پاليسيانې جوړې کړي د پاکستان، افغانستان او منځنۍ اسيا ترمنځ تجارتي حجم د 300 ملينه ډالرو نه تر اته بلينه اربه ډالرو ته رسېدی شي.