د پاکستان نګران وزیر اعظم انوارالحق کاکړ ویلي دي چې د نړیوالې مالياتي ادارې آی ایم اېف سره د شوي تړون له سرغړونې پرته د بجلۍ د لوړو بېلونو دستونزې د هواري هڅې کوي.
د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې هيومن راېټس واچ هم په آی ایم اېف غږ کړی چې ولس ته د بجلۍ د بنيادي حق په رسولو کې باید د پاکستان حکومت سره مرسته وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې د پټرولو او ډيزلو بېعې یو ځل بيا لوړې کړی شوې دي او په يو لېټر پېټرلو کې څه د باندې 14 روپۍ او ډيزلو کې د 18 روپو اضافه کړل شوې ده.
د حکومت لخوا په دې وروستیو کې د بجلۍ او اوس د تېلو په نرخونو کې اضافې سخت ولسي غبرګون راپارولی دی.
د خزانې وزارت د تېلو په بېعو کې د اضافې سوب په نړيوال مارکیټ کې د تېلو د بېعو لوړوالی بللی دی.
دا مهال په پاکستان کې د بجلۍ په قيمت او په دې باندې د لګول شوؤ ټېکسونو له کبله د لوړو بېلونو پرضد هېواد کې ولسي احتجاج روان دی او د خالي په ورځ د سوداګرانو مرکزي اتحادېې هم په ګرد هېواد کې د کاربنديز او مظاهرو اعلان کړی دی.
د پاکستان د سرکاري ريډيو په يو خبر کې د نګران وزیر اعظم انوارلحق کاکړ له قوله ویل شوي چې حکومت د بجلۍ د لوړو بېلونو ستونزه له نزدې څاري او د آی ایم اېف سره د شوي تړون له سرغړونې پرته ددې د هواري هڅې کوي.
د انرژۍ د چارو کار پوهان وايي د بجلۍ د لوړو نرخونو ستونزه په اصل کې د کېپيسيټي قيمت مسله ده او ددې معنا دا ده که حکومت د ازاد پاور يونټس څخه بجلي اخلي هم نه خو د هغې د پېدواري لګښت پېسې به هغوي ته په ډالرو کې ورکوي.
کار پوهان وايي پاکستان دا مهال د آی ایم اېف پروګرام کې دی او د آی ایم اېف د شرطونو له مخې حکومت چاته هم په بجلۍ او پېټرلو رعایت نه شي ورکولی.
ډاکټر خالد وليد د وي او ای ډيوه سره خبرو کې وايي، يوه لاره شته چې حکومت پرې خلکو ته د بجلۍ په مد کې اساني ورکولی شي، هغه د خلکو د بجلۍ د بېلونو په ترتيب وار ډول د ژمي په موسم کې جمع کول دي او بله لاره دا ده چې حکومت په بجلۍ سېلز ټېکس کم کړي او هغه د نورو خلکو څخه په بل مد کې واخلي.
د پاکستان ټولو سياسي ګوندونو هم د بجلۍ او تېلو په نرخونو کې د ولسي رد عمل سره یووالی ښودلی دی او د بجلۍ په بېلونو کې یې په غېر معمولي اضافه اندېښنې ښکاره کړې دي.
د اقتصادي چارو ماهرين وايي د پاکستان د آی ایم اېف سره تړون په خپل ځای دی خو په هېواد کې د بجلۍ نرخونو کې د اضافې لویې علت ددې غېر منصفانه ویش او بااثره طبقې ته د اربونو روپو وړيا بجلي ورکول دي.
نګران وزیر اعظم انوار الحق کاکړ دا تاثر رد کړی چې ګنې په پاکستان کې پوځ ته وړیا بجلي ورکول کېږي او ویلي یې دي پوځ دبجلۍ د هر مصرفوونکي يونټ قيمت د خپل ټاکلي شوي بجټ نه ورکوي.
د اقتصادي چارو ماهرين وايي پاکستان کې د بجلۍ د لوړو بېلونو پر شا اصل علت د نويم په لسيزه کې د انډپنډنټ پاور يونټس شوې لوظنامې دي.
اقتصاد پوهه شاهد محمود په دې اړه ډيوه سره د خبرو په مهال ویلي، که په يوه مياشت کې د بجلۍ بل راکم هم کړی شي خو په ورپسې دوو دريوؤ مياشتو کې به ترې له هغې زيات بل اخستل کیږي.
نوموړي وويل، حکومت به په هر ډول د خلکو څخه د مصرف شوې بجلۍ پېسې ارو مرو بودوي.
شاهد محمود زياتوي حکومت به د روان مالي کال تر پای د خلکو څخه د بجلۍ د کېپيسټي پېمنټ په برخه کې 1.3 کهربه روپۍ ضرور اخلي.
څيړونکي وايي د تېلو ګرانېدو سره به د وړاندې څخه زیاته ګراني نوره هم سېوا شي.
ماهرين زياتوي د بجلۍ او تېلو په نرخونو کې د اضافې له امله د هېواد برامدات هم په کمېدو دي او د شمارياتو وفاقي ادارې د شمېرو ترمخه د تېکسټاېل په برامداتو کې په مياشتني بنيادونو 11 فيصدى کمی رېکارډ کړی شوی دی او د روان مالي کال د جولایي په مهال د 1311 مېليونه ډالرو برامدات شوي دي چې د تېر مالي کال هم دې موده کې 1481 بېلونه ډالره وو.
اسلام اباد —