وکیلان: په ټانک، کوز او بر جنوبي وزیرستان کې ضلعۍ عدالتونه د امنیتي اندېښنو په سبب تړل شوي دي

د دغه ضلعو سیاسي اتحاد لخوا په اکتوبر ۲۳مه شټر ډاون احتجاج اعلان شوی دی

د خېبرپښتونخوا په ټانک، کوز او بر جنوبي وزیرستان ضلعو کې ضلعۍ عدالتونه د امنیتي اندیښنو له امله ډېره اسماعیل خان ته په منتقل کېدو وکیلانو احتجاج کړی دی.

د ټانک د ضلعۍ انتظامیي د چارواکو په وینا د پېښور هايي کورټ په لارښوونه د دریو واړو ضلعو عدالتونه ډېره اسماعیل خان ته منتقل شوي او په ډي ايي خان کې يې د مقدمو اورونه شروع کړې ده.

د عدلیې یو چارواکي د نوم نه څرګندولو په شرط وي او ای ډیوه ته وویل پېښور هايي کورټ د دغو ضلعو عدالتونو د منتقل کېدو امر پس له هغې کړې چې په وروستیو ورځو کې په عدالتونو د وسله والو بریدونو د زیاتېدو له امله امنیتي اندیښنې راولاړې شوې دي. په دې کې یو جج تښتول شوی او یو بل جج په وسله وال برید کې دوه پولیس اهلکار وژل شوي دي.

د وکیلانو په قول پېښور هايي کورټ دوه هفتې مخې په زباني کچه د عدالتونو د منتقلۍ هدایات جاري کړي وو.

د وي او ای ډیوه دپاره په سمدستي ډول ممکنه نه وه چې د هايي کورټ او د صوبايي حکومت نه د عدالتونو د منتقل کېدو په رسمي ډول تصدیق وکړی شي.

د ټانک ضلعې نه د پاکستان تحریک انصاف منتخب صوبایي پارلیمان غړي عثمان بیټني وویل، چې په دې اړه یې په پارلیمان کې نوټس جمع کړی دی او زیاته یې کړه چې انصاف د خلکو بنیادي حق دی، او دوی به د دې ناانصافۍ پر وړاندې خپل دریځ ثابت وساتي.

د ټانک او د جنوبي وزیرستان ضلعي بار کونسلونو یا د وکیلانو اتحاديي دغه فیصله رد کړې او په غبرګون کې یې پر عدالتونو او ریکارډ خونو تالې لګولې دي.

د ډسټرکټ بار ټانک صدر، ایډوکېټ پیر غفار شاه ویلي چې دوی به تر مرګه د داسې هر ډول فیصلو پر وړاندې ودریږي.

هغه وویل چې دا پرېکړه د ټانک او جنوبي وزیرستان د جنګ ځپلو او بې وسه خلکو لپاره یو لوی خنډ دی او دوی به د انصاف لپاره نورو ضلعو کې سرګردانه وګرځي.

د ډسټرکټ بار بر جنوبي وزیرستان صدر ایډوکېټ شیرپاو مسید ویلي، چې دا فیصله یو بې ساري ظلم دی چې د تاریخ په اوږدو کې یې مثال نه دی لیدل شوی.

هغه وویل چې د څو قاضیانو د ساتنې لپاره د لکونو خلکو ذلت منل هېڅ د منلو وړ نه دی.

د ټانک او جنوبي وزیرستان د خلکو او مدني ټولنو لخوا هم په دې پرېکړه اندېښنې څرګندې شوې دي.
دوی ویلي دي چې دا ډول اقدامات به دا تاثر پیاوړی کړي چې ادارې په خپلو مسؤلیتونو کې پاتې راغلې دي.

د دغه ضلعو سیاسي اتحاد لخوا په اکتوبر ۲۳مه شټر ډاون احتجاج اعلان شوی دی.

د ټانک انتظامیې مشر د دفتر چارواکي وايي چې امنیتي حالات قابو کې دي او په ججانو بریدونه یوازې د تګ راتګ پرمهال په ډېره اسماعیل خان سیمه کې شوي دي.