امنیتي سرچینې وایي د خېبر پښتونخوا په ډیره اسماعیل خان سیمه کې په امنیتي ځواکونو د وسله والو برید کې دوه پوځيان وژل شوي اؤ درې نور ژوبل شوي دي.
د سیمې نه امنیتي سرچینو وي او ای ډیوه ته ویلي دا پېښه د اتوار یا یکشنبې په سهار په کلاچۍ تحصیل کې رامنځته شوې ده.
د نوم نه ښودلو په شرط یو امنیتي چارواکي ډیوه ته ویلي د اتوار په سهار د پوځ د بمونو شنډوونکې ډله د کلاچۍ ښار نه منډهي سیمې ته روانه وه چې په لاره کې پرې نامعلومو وسله والو ناتاره ډزې وکړې.
سرچینې وویل په دې برید کې دوه پوځيان پځای وژل شوي اؤ درې نور ژوبل شوي دي چې په ژوبلو کې هم د یو حوالدار حالت نازک ښودل شوی.
د سیمې انتظامیې اؤ پولیسو هم دا برید تایید کړی خو تر اوسه پوځ په دې اړوند کوم رسمي بیان نه دی جاري کړی اؤ نه هم لا ددې پېښې ذمه واري چا پغاړه اخستې ده.
سرچینې ډیوه ته وویل په کومه سیمه کې چې په پوځ دا برید شوی هلته د تحریک طالبان پاکستان ګنډاپور ډله زیاته پیاوړې اؤ فعاله ده .
د پاکستان پوځ په دې وروستیو کې د تحریک طالبان پاکستان نوم په فتنه الخوارج بدل کړی دی .
په دې وروستیو کې د خېبر پښتونخوا په قبایلي ضلعو اؤ ډيره اسماعیل خان کې په امنیتي ځواکونو د ترهګریزو بریدونو لړۍ زیاته چټک شوې ده.
په پینځم اګست د پاکستان د پوځ ویاند لیفټننټ جنرال احمد شریف چودري یو مبطوعاتي کانفرنس ته ویلي وو، د روان کال په لومړو اووه میاشتو کې د ترهګرۍ ضد عملياتو کې 139 پوځيان وژل شوي دي.
په ډيره اسماعیل خان کې ددې تازه پېښې نه وړاندې په ۱۳م اګست پوځ ویلي وؤ په جنوبي وزیرستان کې د ټي ټي پي وسله والو سره نښته کې څلور عسکر وژل شوي اؤ دعوه یې کړې وه چې د ډزو په تبادله کې شپږ خوارج( د ټي ټي پي وسله وال) هم وژل شوي دي.