د پاکستان سره په پوله د افغانستان د جنوب ختيځې سيمې خوست په ښار کې چاودنه شوې، درې تنه ورکې وژل شوي او اووه نور ژوبل شوي دي. خوست د پاکستان د شمالي وزیرستان او کورمې سره په پوله پرته سیمه ده.
په خوست کې د طالبانو د امنيه قومندانۍ چاودنه تاييد کړې او ويلي یې دي په چاودنه کې وزیرستاني کډوال او ځايي خلک په نخښه شوي دي.
په سمدستي ډول د چاودنې زمه واري چا نه ده منلې.
په افغانستان کې د واکمنو طالبانو چارواکو وي او اې ډيوه سره په شريک کړي خبر کې ويلي، نن ورځ شاوخوا 11 بجې د خوست ښار سپین جومات سره نزدې یو هوټل کې چاودنه شوې، چې له امله یې خوست کې مېشت څو تنو وزیرستاني کډوالو او د خوست ښاریانو ته مرګ ژوبله اوښتي ده.
طالبانو ويلي، د پېښې له ځایه درې تنه وژل شوي او اووه نفره ټپیان روغتونونو ته انتقال شوي دي.
په خبر کې زیاته کړی شوې، د پېښې ځای ته امنیتي ځواکونه رسېدلي او د پېښې د نوعیت په اړه پلټنې روانې دي.
ځینې پاکستانيو رسنیو دعوه کړې په بريد کې پاکستاني طالبان په ډرون کې په هدف شوي خو طالب چارواکو دغه خبرونه رد کړي او ويلي یې دي چاودنه کې ټول ملکي خوستي مېشتي او وزيرستاني کډوال اغېزمن شوي دي.
پاکستان تراوسه پورې په رسمي ډول د بريد په اړه څه نه دي ویلي.
د سيمې څخه سرچينو وي او اې ډیوه ته ويلي، چاودنه په يو هوټل کې شوې، هوټل د وزيرستاني کډوالو دی او چت یې په چاودنه کې الوتی دی. خو طالب چارواکو په دغه اړوند څه نه دي ويلي.
ويل شوي وړاندې هم په دغه ځای چاودنه شوې وه.
د روان کال جون په مياشت کې په افغانستان کې واکمنو طالبانو ويلي وو، پلان لري زرګونه پاکستاني کډوال چې د پاکستان سره په سرحدي ولایتونو کې پراته دي، د هیواد نورو سیمو ته لیږي ځکه شک کیږي په پاکستان کې د ترهګرۍ د پیښو ډېروالی د همدې کډوالو له کبله دی.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وي او اې ته ويلي وو، دغه کډوال اوس مهال د خوست، کونړ او پاکستان سره په پوله پرتو ځینو نورو ولایتونو کې پراته دي.
هغه ډېر تفصيل نه وو ويلی خو زياته کړې یې وه، د پلان له مخې به دا کډوال د افغانستان نورو ولایتونو ته ولیږدول شي تر څو یقیني شي هغوي سرحدي کرښو ته لاسرسی ونلري او نه هم په هغو بریدونو کې لاس ولري چې په پاکستان کې دننه کیږي.
له دغې وړاندې د پاکستان د کورنیو چارو مخکيني وزیر رانا ثناالله ويلي وو، د طالبانو حکومت ورته یو وړاندیز سپارلی، د کوم له مخې به د تحریک طالبان پاکستان وسله وال غړي د ډیورند کرښې ته نزدې پرتو سیمو څخه د افغانستان نورو برخو ته منتقل کړی شي.
په شمالي وزيرستان کې په کال 2014م کې د ضرب عضب نومېپوځي عملياتو له امله د سيمې نه نزدې یو لک رجسټرډ شوې کورنۍ کډوالې شوې او د کال 2015م د مارچ د میاشتې راهسې د دغو کډوالو بيرته ستنېدو عمل پېل شوی او تراوسه روان دی.
په کډوالو کې په زرګونو شمېره کورنۍ افغانستان ته کډه شوې او د واپسۍ په ورستي پړاو کې یې د 7000 نه زیاتې کورنۍ د افغانستان نه بنو ته راوستل شوې وې.
د رپورټونو ترمخه په خوست کې اوس هم د وزيرستاني کډوالو ډېرې کورنۍ مېشته دي.
يادو کډوالو په پوله احتجاجونه هم کړي چې بيرته دې ستانه کړی شي او په خېبرپښتونخوا کې ورګډو شوو قبايلي ضلعو کې د قدرتي افتونو په وخت د انتظام د ادارې چارواکي وايي، اداره تیاره ده چې کډوال بيرته ستانه کړي خو افغانستان ته د تللو کډوالو پرېکړه به د پاکستان مرکزی حکومت کوي.
چارواکي وايي اوس هم د وزیرستان ځینې کډوال بيرته نه دي ستانه کړی شوي ځکه د افغانستان سره په پوله پرتې علاقې تراوسه ټولې پاکې نه دي ګرځول شوي.