کراچۍ: د نقيب مسيد کورنۍ د راو انوار او نورو د بري کېدو فېصله په هايکورټ کې چېلنج کړه

د نقيب مسيد ورور عالم شېر نن د فېصلې چېلنج کولو په مهال مطبوعاتو سره په خبرو کې وويل، "دوی ته د لومړي عدالت نه انصاف ترلاسه نه شو خو اوس تمه لري چې د هایکورټ نه ورته انصاف ترلاسه شي"

د نقیب مسيد ورور او وکيل وايي، نن د ګل په ورځ [20 فرورۍ] یې د نقیب مسيد د وژنې په قضیه کې د راو انوار او نورو د بري کېدو فېصله په سيند هايکورټ کې چېلنج کړه.

په 23 جنورۍ د کراچۍ د ترهګرۍ ضد عدالت د نقيب مسيد په وژنه تورن راو انوار او هغه سره نور شامل کسان بري کړي وو.

راو انوار ويلي وو په هغه د دروغو مقدمه جوړه کړی شوې وه ځکه بري شو او د نقيب مسيد کورنۍ ويلي وو د لوړ پوړو حکومتي او پوځي چارواکو د باور باوجود ورته انصاف ترلاسه نه شو، دوی به د دغه فېصلې ضد هايکورټ ته ځي.

د نقيب مسيد ورور عالم شېر نن د فېصلې چېلنج کولو په مهال مطبوعاتو سره په خبرو کې وويل، "دوی ته د لومړي عدالت نه انصاف ترلاسه نه شو خو اوس تمه لري چې د هایکورټ نه ورته انصاف ترلاسه شي".

د هغه وکیل جبران ناصر وويل دوی هايکورټ ته د هغه فېصلې ضد درې اپيلونه وکړه، هغه وویل "درې کېسونه وو چې د ترهګرۍ ضد عدالت یې په يو ځای اورېدنه کړې وه".

د نوموړي په خبره "يوه د قتل او تښتولو په اړوند وه، يوه د وسلې په اړه ده چې په هغه جعلي مقابله کې پوليس کارولې وه، بل د بارودو يا چاوېدونکو موادو وه کوم چې په هغه مقابله کې کارول شوي وو".

هغه وویل "د دې ټولو مقدمو په یو ځای اورېدنه شوې او دوی په دغو قضيو کې د تورونو پرضد اپیلونه وکړه هيله لرو چې په دوه ورځو کې هايکورټ په دې اورېدنه وکړي".

د راو انوار د بري کېدو د فېصلې وروسته هم دغه فېصلې ته سخت غبرګون ويل شوی وو.

نقيب مسيد او هغه سره درې نور کسان د کال 2018 د جنورۍ په 13 نېټه د کراچۍ په شاه لطيف ټاون سيمه کې په يوه مبینه پوليس مقابله کې وژل شوي وو، د هغه وخت د کراچۍ د ملير ضلعې د پوليسو مشر راو انوار دعوه کړې وه چې په مقابله کې يې ترهګر وژلي خو وروسته د پوليسو د لوړو پوړو افسرانو ګډې پلټنيزې کمېټۍ دغه مقابلې ته جعلي ويلي وو.

د پاکستان د سپريم کورټ د هغه وخت چيف جسټس ثاقب نثار د نقيب مسيد د وژنې په پېښه سوموټو نوټس اخستی وو.

او په اپرېل 2018 کې هغه وخت د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه په جنوبي وزيرستان کې د نقيب مسيد کور ته ورغلی د هغه پلار ته يې تعزيت کړی او ويلي يې وو پوځ به په ياده قضيه کې د انصاف ورکولو په لړ کې د ټولو هڅو ملاتړ کوي.

په کراچۍ کې په جعلي مقابلو تورن راو انوار امریکې د کال 2019 په دسمبر کې د بشري حقونو د سرغړونو په نوملړ کې اچولی او ویلي يې وو،

"راو انوار چې د کراچۍ د ملير ضلعې د پوليس مشر وو هاغه وخت د پولیس د جعلي مقابلو زمه وار وو، هغه په 190 پوليس مقابلو کې ککړ پاتې شوی چې پکې يې د نقيب الله مسيد په ګډون 400 کسان وژلي دي".

راو انوار د امریکا تورونه رد کړي خو په پاکستان کې د بشري حقونو کار کوونکو د امريکا دغه ګام ستايلی وو.

په دسمبر 2020 م کې برتانیه هم د بشري حقونو د سرغړونو په سر په راو انوار سفري او اقتصادي بنديزونه لګولي وو.