په اسلام اباد کې احتجاج کونکي افغان مېرمن وايي 15م اګست ښځو دپاره په ځانګړي ډول توره ورځ ده

اسلام اباد کې افغانانو احتجاج کړی 15م اګست یې د افغانستان دپاره د تورې ورځې په توګه نمانځلې

په افغانستان کې د طالبانو د واکمنېدو وروسته اسلام اباد ته راغلو افغانانو احتجاجي مظاهرې کړي او ويلي يې دي 15م اګست د تورې ورځې په توګه نمانځي. په 15م اګست 2021م طالبان په افغانستان واکمن شوي وو.

په اسلام اباد کې د افغان ښځو، سړو او ماشومانو يوه احتجاجي مظاهره د نهې، سه شنبې، په سهار او بلا مازيګر جوړه شوې وه.

احتجاج کوونکو په لاسونو کې کتبې پورته کړې وي چې پرې ليکل شوي وو، "15م اګست د افغانستان توره ورځ".

په سهارني احتجاج کې شريکې د بشري حقونو فعالې زهرا واحدي اختري وويل، دوه کاله وشو چې طالبان په افغانستان کې واکمن شوي دي دغه ورځ چې طالبان پرې واکمن شوي د ښځو دپاره په ځانګړي ډول توره ورځ وه ځکه د دوی په وينا "په افغانستان کې د ښځو نه ټول حقونه تروړل شوي دي".

د وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغې وويل، "د کله نه چې طالبان واکمن شوي ښځې په ځانګړي ډول د ټولو معاملاتو څخه بهر کړی شوي دي لکه سکول، کالج، جېم او په نور هر څه یې بندېزونه لګولي دي"، ځکه ډېر خلک د بندېزونو له امله کډو کولو ته مجبوره شوي او افغانستان یې پرېښودی دی.

اختري زیاته کړه، "ننۍ احتجاج یې د 15م اګست د ورځې په مناسبت وو او دا یې ښوول غوښته چې افغانان به د خپلو حقونو غوښتو دپاره مبارزه کوي غلي به نه کښېني که د نړۍ په هر ګوټ کې وي".

هغې زياته کړه، د 15م اګست 2021 وورسته چې پاکستان څومره افغانان راغلي دي او تراوسه په پاکستان کې دي په سختو مشکلاتو کې ژوند کوي، هغې د ملګرو ملتونو د کډوالو په اداره [يو اېن اېچ سي ار] نيوکې وکړې چې په بهر تلو کې یې مرستې نه کوي، دوی هر ځای د مشکلاتو سره دي.

خو د يو اېن اېچ سي ار پاکستان کې وياند قېصر اپريدی وايي، اداره د تېرو دوه کلونو راهسې پاکستان ته راغلو افغانانو دپاره کار کوي، د پاکستان د حکومتونو سره یې د نوو راغلو افغانانو په حواله خبرې شوي او اوس هم روانې دي چې د دوی دپاره يوه پاليسي جوړه کړي.

څو ورځې وړاندې د پاکستان د تېر حکومت د بهرنيو چارو وزير مملکت حنا رباني کهر [آج ټي وي] سره په يوه مرکه کې ويلي وو، "په تېرو دوه کلونو کې د افغانستان نه د اووه نيم لکه پورې کسان پاکستان ته راغلي" او حکومت تراوسه پورې دوی ته د کډوالو درجه نه ده ورکړې.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې قېصر اپريدي وويل، د طالبانو د واکمنېدو وروسته په لکونو افغانان پاکستان ته راغلي دي او هغه خلک چې بهر تلل غواړي "يو اېن اېچ سي ار لومړیتوب هغو خلکو ته ورکوي څوک چې په افغانستان کې د بشري حقونو فعال، جرنلسټان يا هغه دي چې هلته یې ژوند په خطر کې وو، اول دوی د هغو دپاره کار کوي خو بيا هم دغه اوږد عمل دی او وخت پرې لګي".

د زهرا په خبره په افغانستان کې د طالبانو واکمنېدو سره نه يواځې ښځې بلکې "هغه سړي چې په نظام کې یې کار کولو د دندو څخه لرې کړی شوي، که څوک په پوځ او پوليس کې وو وهل ټکول کيږي جرنلسټانو نه دندې اخستل شوي ځکه په ننۍ مظاهره کې جرنلسټان، ډاکټران، پروفېسران او د ټولنې د هر مسلک سره تړلي خلک شامل وو".

په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د بهرنيو چارو وزير امیر خان متقي د خپل واک د دويمې کليزې په مناسبت راجوړې غونډې ته په وینا کې ويلي، د طالبانو د راتګ سره "د تېر رژيم يو مامور د وظيفي څخه نه دی لرې کړی شوی" بلکې دعوه یې کړې، "يو ملين کسانو ته اوس معاشيات ورکوي"، دوی نه کومه اداره او نه یې کارخانه بنده کړې ده.

طالبان د خپلو تګلارو دفاع کوي. د واکمنۍ د دویمې کليزې په مناسبت رسمي بیان کې طالبانو د اګست ۱۵ د فتحې ورځ وبلله. د سماجي رابطې په اېکس نومې پاڼې چې پخوا ټوېټر و طالبانو په خپل بیان کې وویل په افغانستان کې اوس "اسلامي نظام حاکم دی، هره خبره د شریعت له زاويې څخه مطرح کېږي..."

د اسلام اباد په احتجاجي مظاهره کې شريک مدني فعال مصطفی خېبر وويل، د طالبانو د واکمنۍ وروسته اسلام اباد ته ورغلو افغانانو څو مياشتې پرله پسې احتجاجونه کړي، د دې دپاره چې يو اېن اېچ سي ار دې دوی ته د بهر تلو برابرتيا وکړي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، "ننی احتجاج یې د 15م اګست 2021 په حواله وو، دوی دغه ورځ د تورې ورځې په توګه يادوي ځکه طالبان په دوی واکمن شو او نړۍ د دوی سره وفا ونه کړه، په افغانستان کې د بشري حقونو فعال او ټول خلک اغېزمن شو هېواد پرېښودو ته مجبور شو خو نړۍ دوی ټول تراوسه نه دي ويستلي د مشکلاتو سره مخ شوي دي".

يوې بلې فعالې طاهره نصري هم وي او اې ډیوه ته وويل، دوی نن مازيګر احتجاجي مظاهره راجوړه کړې، "ننۍ ورځ د تورې ورځې په توګه نمانځي، دوی د افغان مېرمنو دپاره ښوونځي او حقونه غواړي چې افغانانو ته دې ټول حقونه ورکړی شي".

هغې زياته کړه، "دوی غواړي چې افغانستان کې جينکۍ زده کړې وکړي، ښځو ته د کار اجازه وي".