فریډم نېټ ورک: پاکستان کې په جرنلسټانو د بريدونو او ګواښونو 140 پېښې رپورټ شوي

فريډم نېټ ورک ویلي، د 11 مياشتو په 140 پېښو کې 51 پېښې په جرنلسټانود بريدونو، په 21 پېښو کې د جرنلسټانو او مطبوعاتي ادارو سامانونو ته تاوان اړول شوی او 14 داسې دي چې جرنلسټانو ته پکې ګواښونه شوي او اووه داسې پېښې رپورټ شوي چې جرنلسټانو ته پکې د سر ګواښونه شوي دي

پاکستان کې د جرنلسټانو د حقونو تنظيم فریډم نېټ ورک په خپل کلني رپورټ کې ويلي، د کال 2022م د مې د میاشتې نه تر مارچ 2023م پورې په پاکستان کې جرنلسټانو او په مطبوعاتي ادارو کې کار کوونکو ته د ګواښونو او په هغو د بریدونو لږ تر لږه 140 پېښې رپورټ شوي دي.

فريډم نېټ ورک د مطبوعاتو د ازادۍ د نړیوالې ورځې [درېمه مې] په مناسب خپور کړي کلني [د 11 مياشتو] رپورټ کې ویلي، چې په وروستيو مياشتو کې پاکستان کې د مطبوعاتو دپاره ماحول نور خطرناک او د تاوتريخوالي ډک شوی او د شمېرو ترمخه په ملک کې د مطبوعاتو د ازادۍ سرغړونې د کال 2021-22 د 86 پېښو په مقابله کې په کال 2022-23 کې 140 ته رسېدلي او د کال په سر پکې 63 فيصده زياتوالی شوی دی.

د فريډم نېټ ورک مشر اقبال خټک ويلي، پاکستان کې د خبريالانو په وړاندې د تاوتريخوالي سېوا کېدل د اندېښنې وړ دي او په دغه لړ کې د بېړنۍ پاملرنې غوښتنه کوي.

هغه زياته کړې، "په ازاد جرنلزم بريدونه معلوماتو ته رسايي ودروي، په داسې حال کې چې په ملک کې د روان سياسي او اقتصادي بحران په وخت کې خلک کره معلوماتو ته اړتیا لري".

نوموړي ویلي، "پاکستان په کال 2021م کې په اسيا کې لومړی هېواد ګرځېدلی چې د جرنلسټانو د ساتنې دپاره یې قانون سازي کړې خو په مرکز او سيند صوبه کې دغه قانون جرنلسټانو بيا هم تحفظ نه دی ورکړی".

فريډم نېټ ورک ویلي، د 11 مياشتو په 140 پېښو کې 51 پېښې په جرنلسټانود بريدونو، په 21 پېښو کې د جرنلسټانو او مطبوعاتي ادارو سامانونو ته تاوان اړول شوی او 14 داسې دي چې جرنلسټانو ته پکې ګواښونه شوي او اووه داسې پېښې رپورټ شوي چې جرنلسټانو ته پکې د سر ګواښونه شوي دي.

د تنظيم ترمخه اسلام اباد د جرنلسټانو دپاره تر ټولو خطرناک ګرځېدلی او په 140 پېښو کې په اسلام اباد کې 56 پېښې رپورټ شوي دي، په دويم نمبر پنجاب کې 35 او په سيند صوبه کې 32 پېښې مخې ته راغلي، په خېبرپښتونخوا کې 13 او بلوچستان کې درې پېښې رپورټ شوي دي.

فریډم نېټ ورک زياته کړې، په يادو پېښو کې زيات د ټي وي جرنلسټان په نخښه شوي دي. ويل شوي جرنلسټانو ته زيات ګواښونه د سياسي ګوندونو او رياستي ادارو لخوا شوي دي او په ياده موده کې په ښځينه جرنلسټانو هم د تشدد پېښې دوامداره پاتې شوي دي.

د جرنلسټانو د حقونو تنظيم په وزيراعظم شهباز شريف غږ کړی چې په نومبر 2022م کې یې د جرنلسټانو د تحفظ دپاره کومه ژمنه کړې هغه دې پوره کړي.

پاکستان د وړاندې د جرنلسټانو دپاره د خطرناکو هېوادونو په نوملړ کې شمارل کيږي.

په پاکستان کې هر حکومت په خپل خپل وخت کې د مطبوعاتو د ازادۍ دعوې کوي او موجوده حکومت وايي د تحريک انصاف په حکومت کې جرنلسټان ځورول شوي مقدمې پرې جوړې شوي خو دوی د صحافيانو پرضد کومه مقدمه نه ده جوړه کړې.

خو عمران خان چې وزيراعظم وو دعوه کړې وه چې په پاکستان کې مطبوعات د ځینو مغربي ملکونو نه هم زیاته ازادي لري.