ګیله من وزیر خاورو ته وسپارل شو، په جنازه کې یې زرګونو خلکو ګډون وکړ

په اسلام اباد کې تر مرګوني برید وروسته د پښتون ژغورنې غورځنګ د مړ شوي فعال او شاعر ګیله من وزیر جنازه د جمعې په ماښام په خپله پلارني ټاټوبي د شمالي وزیرستان په رزمک سیمه کې وشوه او مړی یې په خپل کلي اسدخېلو کې خاورو ته وسپارل شو.

ټاکل شوې وه چې د ګیله من د جنازه لمونځ د مازدیګر پر څلور بجې وشي، خو د وي او اې ډیوه خبریال وایي خلک بېخي زیات وو چې له کبله یې لاره بنده وه ځکه نو جنازه دوې ګنټې ځنډلې او پر شپږ بجې یې جنازه شوې ده.

د ګیله من وزیر په جنازه کې په زرګونو خلکو ګډون کړی وو، د ده جنازې ته د پښتونخوا د بېلابېلو سیمو په ګډون د پاکستان له نورو ښارونو هم ګڼ شمېر خلک ورغلي وو.

د وي او اې ډیوه د خبریال عدنان بېټني په وینا جنازې ته د عوامي نېشنل ګوند یو مشر میا افتخار حسېن، اصغر اڅکزی، د پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند مشر خوشال خان کاکړ او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند یو مشر میرکلام وزیر ورغلي وو، خو د نېشنل ډیموکرېټیک موومنټ مشر محسن داوړ، د پښتونخوا ملي عوامي ګوند او عوامي نېشنل ګوند نور مرکزي مشران نه وو ورغلي.

له شمالي وزیرستان سره سره د پاکستان په نورو ښارونو، په کابل او د نړۍ په ځینو نورو هېوادونو کې هم د ګیله من وزیر د جنازې غایبانه لمونځونه شوي او په ځینو ځایونو کې به له دې وروسته کیږي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د وژل شوي غړي د جنازې مراسم د پاکستان په رسنیو ونه ښودل شول. د پاکستان د پوځ پخواني ویاند جنرل اصف غفور په 2019م کال کې د پاکستان مېډیا د پي ټي اېم په اړه معلوماتو ورکولو نه منع کړې وه.

ګیله من وزیر په سوشل مېډیا د پاکستان د توندلارۍ پر ضد تګلاره باندې پاکستان هغه په 2020م کې په بحرین کې په انټرپول نیولی وو او په هم هغه کال یې پاکستان ته د سپارلو وروسته، څو میاشتې زندان کې تېرې کړې وې.

د پي ټي اېم مشر منظور پښتين د جولای په 11مه د ګیله من د جنازې قافلې ته په یوه ویډیو کې دعوه کړې چې ګیله من کله په زندان کې وو، پر هغه ډېر ظلمونه شوي، وایي "هغه انټرمنټ سنټر ته واچول شي، په سپي وخوړل شو، کرنټونه یې ورکړل".

د پاکستان حکومت او د زندانونو وزارت لا تر اوسه د منظور پښتین دغسې دعوې ته څه جواب نه دی ویلی، خو ګیله من وزیر روان کال له زندانه تر خوشي کېدو وروسته په خپل یو نظم کې هم هغه څه ټول یاد کړي دي‌ چې د هغه په وینا په زندان کې ورسره شوي‌ وو.

د ګيله من وزیر خپل نوم حضرت نعيم وو، هغه د شمالي وزیرستان رزمک د اسېد خېلو اوسېدونکی و او خارجي هیواد بحرین کې يې کار کولو.

هغه په ټولنيزو رسنیو د پاکستان په رياست او د پوځ په پاليسيانو ښکاره نيوکې کولې.

په کال ۲۰۲۰ کې هغه د بحرین نه د پاکستان د حکومت په غوښتنه د نړیوال پولیس انټرپول د لارې واپس کړل شوی و.

پي ټي ایم وايي په کال ۲۰۱۹ کې د مزاحمتي شاعرۍ او پي ټي ایم سره د اړیکو لرلو له امله په ګیلمه من د غدارۍ او ریاستي ادارو پرضد د سپماوي مقدمې درج شوې وې او عین تر مرګ هغه په ایګزسټ کنټرړل لسټ کې ساتل شوی و.

نومړۍ تیر کال مې میاشت کې د پېښور نه بې درکه شوی وو چې پي ټي ایم نیغ په نیغه تور د پارکستان او څارګرو ادارو پورې کړی و.

اته میاشتې لا درکۍ وروسته انتظامیه تهري ایم پي او کې د بنو زاندان ته وسپارلو .

د پي ټي ایم مشرانو ویلي د بند پرمهال په ګیله من تشدد شوې او په سپو خوړل شوی و.

ګيله من وزیر دوه ودونه یې کړي وؤ. د لومړۍ مېرمن نه یې پينځه بچي (درې لوڼه او دوه زامن) دي. د ګيله من دوه وروڼه او شپږ خوېندې دي، وروڼه یې په بهر هيوادونو کې مزدورۍ کوي، مور يې ژوندۍ او پلار یې مړ دی.

په ټولنیزو رسنیو یې په مړینه د ویر لړۍ روانه ده اؤ قام لپاره مبارزې ته يې پېرزوینې وړاندې کېړي.

په پاکستان کې دننه بیا قامي مطبوعات په ګیله من وزیر په شوې حمله اؤ وروسته د هغه په مړینه غلي پاتې دي.