حکومت منلې چې سږ کال پاکستان کې د بې روزګارۍ کچه 10.3 فيصدو ته رسېدلې ده

د پاکستان مرکزي حکومت منلې ده چې د خراب اقتصادي صورتحال له کبله په هېواد کې د بې روزګارې کچه د تېرو دريوؤ کلونو په پرتله سږ کال 10.3 فيصدو ته رسېدلې ده او دا چې په راتلونکو میاشتو کې به د ګرانۍ په شرحه کې نوره اضافه کېږي.

د خزانې لپاره د قامي اسمبلۍ د قاېمه کمېټۍ غونډې ته وېنا کې د خزانې وزیر محمد اورنګزيب ویلي چې د آي اېم اېف سره د قرض نوې لوظنامه به روانه مياشت کې وشي او په دې لړ کې د نړیوالې مالياتي ادارې سره خبرې په مثبت لوري روانې دي.

د اي اېم اېف سره د قرض د حجم په اړه نوموړي وويل چې تر دې دمه د 6 او 8 اربه ډالرو ترمنځ خبرې روانې دي خو وایي دا حجم حتمي نه دی.

د خزانې سکتر د کمېټې غونډې ته ويلي چې د نړیوال بېنک ترمخه کال 2024م کې د پاکستان دننه د بې روزګارۍ شرحه 10.3 فيصده ته رسېدلې ده کومه چې درې کاله وړاندې 6.3 فيصد وه.

د اقتصادي چارو ماهرين وايي د آي اېم اېف د پروګرام لومړی مقصد اقتصادي ثبات راوستل وي او دا په يو هيواد کې اقتصادي ودې ته لاره هواروي.

اقتصاد پوهه ډاکټر ساجد امين وي او ای ډیوه ته وایي، ددې نېغ په نېغه اثر په روزګار او د ملازمت په فرصتونو پرېوځي "او زما په خيال دا اوسنی بجټ هم د روزګار په حواله يو غوره بجټ نه دی".

د خزانې د وزير او سکتر دا پاليسي بیان د پاکستان د اقتصاد يو خراب انځور وړاندې کوي چې ښیي د عام تن حال به زر ښه نه شي.

د خراب حالت باوجود حکومت په اوسني بجټ کې په تنخوا داره او غېر تنخا داره طبقه د ټېکسونو په شکل لوي مالي پېټې اچولې دې.

د خزانې وزارت د پاکستان او آي اېم اېف ترمنځ د قرض د نوي پروګرام په اړه هم ځينې معالومات د قاېمه کمېټۍ سره شریک کړي دي او وزارت وېلي چي آي اېم اېف د لوظنامې وړاندې شرطونه ايښي دي چې په کې د زرعي ټېکس نفاذ، تاوان سره مخ د سرکاري ادارو شخصي څانګې ته د سپارنې عمل تېزول او د سرکاري محکمو په کارکردګۍ کې ښه والی راوستل شامل دي.

اقتصاد پوهه شاهد محمود، وایي، پاکستان د آي اېم اېف څخه قرض اخستو ته ځکه ضرورت لري چې په راروانو دريوؤ کلونو کې به پاکستان ته لوي شمېر قرضې بېرته ستنول وي.

هغه وایي "په ستنوونکو پورونو کې د بجلۍ د څانګې کېپسټي پېمنټ اؤ د سي پېک سره تړلې قرضونه شامل دي اؤ مونږ چې د برامداتو او د بهرنيو ترسيلاتو څخه څومره ډالرې ګټو نو هغه دا نه پوره کوي".

په دې وروستیو کې د اقتصادي چارو ډويژن د سینیټ يوې کمېټۍ ته ویلي وؤ چي په پاکستان باندې د بهرنیو قرضونو پېټی د 130 اربه ډالرو څخه اوښتی دی.

له دې مخکې د خزانې وزیر محمد اورنګزيب نړيوالې ورځپاڼې فنانشل ټايمز ته مرکه کې ویلي وو که پاکستان په خپل ټېکس محصولاتو کې په زړه پورې اضافه نه کوي نو په راتلونکي کې به هم ورته د آي اېم اېف څخه نور پورونه اخستل ورپغاړه وي.

پاکستان دا وخت د ګرانۍ ، ټېټې اقتصاد ودې او د زر مبادلې د کمي سره مخ دی خو په دې وروستو کې په اقتصاد کې ځينې پرمختګونه هم ليدل شوي دي، د ګرانۍ کچه چې کال 2023م کې 38 فيصدو ته ختلې وه، سږ کال جون کې 12 فيصد ته راټيټه شوې ده او د زر مبادلې ذخیرې هم څه باندې 9 اربه ډالرو ته رسېدلې دي.