د خېبرپښتونخوا په شمالي وزیرستان کې د پاکستان د پوځ او د وسله والو جګړه شوې ده چې په کې د مقامي چارواکو په قول څلورعسکر زخميان شوي، پینځه وسله وال وژل شوي دي او مقامي خلک وايي د جګړې دلاسه د څاروو منډاهۍ ته سخت نقصان رسېدلی او ګن شمېر څاروي مړه شوي دي.
د امنیتي سرچینو په وېنا، جګړه د پس له دې شروع شوه چې امنیتي ځواکونو د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د میر علي بازار په سیمه کې اپرېشن کولو چیرې چې د وسله والو د موجودیت تایید شوی و.
امنیتي سرچېنو وویل د وسله والو او د پوځ د ډزو په تبادله کې څلور عسکر ټپیان شول او پینځه وسله وال ووژل شوو.
ځايي خلک وايي د جګړې په مهال د ډزو او د چاودنو غږونه هم اورېدلی شول او د مال (د څاروو) او د میوو منډايانې په مکمله توګه ویجاړې شوې دي.
د شمالي وزیرستان نه د پاکستان د قومي اسمبلۍ پخواني غړي او د نېشنل ډېموکرېټېک موومنټ یا د قومي جمهوري غورځنګ مشر محسن داوړ په اېکس، پخواني ټوېټر، ځينې تصویران شریک کړي چې وايي د جګړې وروسته مناظر ښيي. هغه ورسره لیکلي چې په ميرعلي کې تباهي شوې ده.
محسن داوړ په اېکس شریک کړی شویو تصویرانو سره لیکلي چې د طالبانو او د پوځ درنې جګړې مقامي خلک په مشکلاتو کې ښکیل پرېښودل، د څاروو منډايي او نږدې علاقې په ایرو کې بدلې شوې او څاروي ژوندې وسوځېدل. "دنیا په وینا سیاست زمونږ په خاوره لوبوي."
د پاکستان د پوځ د مطبوعاتو څانګې ايي اېس پي ار په خپله وېب پاڼه د مېر علي د پېښې په اړه څه نه دي ويلي.
مقامي اوسېدونکی او د پېښې عېني شاهد عمر حیات وي او ای ډیوه ته وویل نهې، سه شنبې، په ورځ سحر وختي امنیتي ځواکونه په میر علي بازار کې ځای پر ځای شوي وو او وروسته ډزې پیل شوې.
د هغه په وینا، په عملیاتو کې د چاودنو له امله لسګونه څاروي سوځېدلي او ګڼ شمېر دوکانونه هم زیانمن شوي دي.
د شمالي وزیرستان د اتمانزو قوم د جرګې ویاند مولانه بست الله ویلي چې په پېښه کې تر ۲۵۰ پورې څاروي وژل شوي او د لکونو روپیو په ارزښت سامانونه په دوکانونو سوځېدلي دي.
په ټولنیزو رسنیو د محسن داوړ نه علاوه نورو خلکو هم هم د سوځېدلو څاروو ویډیوګانې خپرې کړې دي، چې خلکو سخت غبرګون يې راپورته کړی دی.
ځینې کسانو پر پاکستاني رسنیو نیوکه کړې چې د دې پېښې په اړه يې خاموشي غوره کړې ده.
امنیتي چارواکو وویل په دې وروستیو کې په سیمه کې د وسله والو فعالیت زیات شوی و او دوی په میر علي کې د خلکو د ځورول کېدو په اړه شکایتونه تر لاسه کړي وو.
د اتمانزو قومي جرګې په دې پېښه خپله اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې په دې اړه قامي جرګه به سبا میر علي کې ترسره شي.