نړیوالې مالیاتي ادارې آی اېم اېف په نوي مالي کال 2024/25 کې د پاکستان د حکومتي پورونو ریکارډ کچې ته د لوړېدو اټکل کړی او ویلي یې دي چې دا پورونه تر 87,000 اربه روپو څخه په بره تللی شي.
د اقتصادي چارو کار پوهان وايي، پاکستان د پورونو په جال کې نښتی دی او د خپل موجوده پور بیرته ورکولو او بجټ خسارې پوره کولو لپاره نور پورونه اخلي.
مطبوعاتو د آی اېم اېف د سرچینو له قوله ویلي چې په نوي مالي کال کې د پاکستان په حکومت په ځايي او بهرنيو پورونو کې 10,433 اربه روپۍ اضافه کیدای شي او دا 87,346 اربه روپو ته لوړیدی شي.
مطبوعاتو د د آی اېم اېف له خولې ویلى چې راتلونکي مالي کال کې د پاکستان ځایي پورونه 53,878 اربه روپو او بهرني پورونه 33,648 روپو ته لوړیدی شي.
نړیوالې مالیاتي ادارې پخپل رپورټ کې ویلي چې په روان مالي کال کې حکومتي پورونه 76,913 اربه روپو ته رسېدی شي او د مالي کال تر پاید حکومت د مقامي پورونو اندازه 46،242 اربه روپۍ لګول شوې ده.
آی اېم اېف اټکل کړی چې د حکومت بهرني پورونه د مالي کال په پای کې 30,671 اربه روپۍ پاتې کېدی شي.
د خزانې وزارت د دې غټ علت د سود لوړه شرحه بولي او وايي د هيواد د کل امدن نزدې 80 سلنه د کورنيو او بهرنيو پورونو سود ورکولو کې مصرف شي او د پرمختيا کارونو ته بيا ډيرې لګې پېسې پاتې شي.
اقتصاد پوه خبريال او څيړونکی مهتاب حېدر وايي، "د پاکستان مرکزي بېنک لخوا د سود شرحه 22 فیصده ساتلو سره د قرضو حجم زيات شوی او دا قرضې د کل مجموعي امدن څخه هم زياتي شوي دي".
هغه وويل، "که مونږ د روان مالى کال د وړومبو نهو مياشتو شمېرې وګورو نو دې کې د مرکزي حکومت کل امدن صرف په يو مد- يعنى قرضو کې مصرف شي او دا د حکومت د پاره يو غټ چيلنج دی".
مطبوعات د خپلو سرچينو له قوله ويلي، چې د خزانې وزارت په مالى کال 2024-25 کې د بهرنيو قرضو ورکولو لپاره 23 اربه ډالرو ته اړتيا لري او دې لړ کي د دوست هيوادونو څخه د خواوشا 12 اربه ډالرو پورونه د ځنډولو اټکل شوی دی.
د خزانې وزارت د معلوماتو له مخې، د سعودى عربستان څخه پنځه اربه ډالره ، د متحده عرب اماراتو څخه د درې اربه ډالره او د چين څخه د څلورو اربه ډالرو قرضې به ځنډولی شي.
دوي زياته کړې چې د راتلونکي مالي کال په بجټ کي د چين څخه د نورو نويو مالي مرستو اټکل هم شامل دی.
پاکستان تېرو ورځو کي نړیوالې مالیاتي ادارې آی ایم ایف نه د نوي پور ترلاسه کولو لپاره دغه نړیوالې ادارې ته د خپلو لګښتونو راکمولو پلان وړاندې کړی دی.
آی ایم ایف پرله پسې په پاکستان ټینګار کوي چې د خپل اقتصاد ښه کولو لپاره باید اقتصادى اصلاحات وکړي ، حکومت دي خپل حجم او دولتي لګښتونه راکم کړي او شتمنه ډلې ډې د ټيکس جال کې راولي.
ځيني څيړونکي په قرضو کي د اضافې غټ علت بحټ خساره بلي چې له وجې یې حکومتونه پرله پسې قرضونه اخلي.
د اقتصادى چارو خبريال ثنالله وايي،"د پاکستان امدن کم او خرچ سېوا دی چې له وجې یې بجټ خساره کې اصافه کيږي او بيا د دې خسارې پوره کولو د پاره ورته نور پورونه اخستل وي، راتلونکو درېو کلونو کې به پاکستان ته د 70 څخه تر 75 اربه ډالرو پورې بهرني پورونه ورکول وي او کورني پورونه د دې نه علاوه دي".
پاکستان په نزدې وختونو کې د یو داسې سخت اقتصادي ناورین سره مخ شوی چې د اقتصادي سقوط ګنګوسې یې راپورته شوې وې خو بیا یې آی ایم ایف سره د درېو اربه ډالرو یو لنډ مهاله د پور تړون وکړو او خپل غورځېدلي اقتصاد ته یې تکيه ورکړه.
د پاکستان د خزانې وزارت سرچینې وایي چې اوس یو وارې بیا پاکستان هڅه کوي چې آی ایم ایف څخه د شپږو نه تر اتوو اربو ډالرو د پور یو بل پروګرام تر لاسه کړي خو آي ایم ایف پرله پسې په پاکستان ټینګار کوي چې خپل دولتي لګښتونه باید راکم او دغه شان ترقياتي بجټ به په صوبو ورواچوي.