په خېبرپښتونخوا صوبه کې د ناامنۍ د نورو پېښو ترڅنګ هدفي پېښې دوام لري او په تیرو 12 ساعتونو کې د صوبې په بیلا بیلو سیمو کې نهه کسان وژل شوي چې پکې څلور کسان یواځې شمالي کې په هدفي پېښو کې وژل شوي دي. په وژل شويو کسانو کې یو ځايي خبریال او یو د پولیس اهلکار هم شامل دي.
پولیس يادې پېښې تاييد کړي او وايي د هدفي وژنو څلور پېښې شمالي وزیرستان او نورو کې یوه پېښه د صوبې په باجوړ، اورکزو ، بنو، ټانک او جنوبي وزیرستان ضلعو کې شوي دي.
لومړی پېښه د ډېره اسماعیل خان په کلاچي سیمه کې شوې، د یو تن مړی په داسې حال موندل شوی چې د دغه تن څخه سترګې ایستل شوي او د هغه په وجود نورې د تشدد نخښې موندل شوي دي.
پولیس ويلي، د دغه تن پېژندګلو حیات خان په نوم شوې چې د سویلي وزیرستان د پولیسو اهلکار وو، د مې په 13مه د جنوبي وزیرستان مکین تحصیل شیروانګۍ سیمه کې د خپل کور نه بې درکه شوی وو.
د هدفي وژنې بله پېښه د ټانک ضلعې اکبري سیمه کې شوې، د یو ځایي تن مړی په داسې حال موندل شوی چې په ګولیو ویشتل شوی.
تیر ماښام د بنو په سیمه کې یو دیني عالم د جماعت نه کور ته تلو پرمهال په یو هدفي برید کې وژل شوی وو.
چارواکي وايي د هدفي وژنو دوه پېښې اورکزو او باجوړ کې شوي دي.
د دوی وینا ده د هدفي وژنو تر ټولو زیاتې څلور پېښې شمالي وزیرستان کې شوې دي چې پکې درې د میرعلي تحصیل، حېدرخېل، او دوه میرعلي بازار کې شوې او یو پېښه د شمالي وزیرستان مرکز میرانشاه تپي سیمه کې شوې او په دې پېښه کې یو ځايي خبریال کامران داوړ وژل شوی دی.
د شمالي وزیرستان د پرېس کلب مشر صفدر حیات داوړ وايي نوموړی یو ځوان خبریال وو چې د پاکستان یو ځايي ټي وي چینل سره یې کار کولو او په خپله یې د وزیرستان ټي وي په نوم پاڼه لرله چې زیاتره به ې د علاقې د ښکلا او ستونزو په اړه خبرونه خپرول او په ټولنیزو رسنیو به یې د علاقې په امنیت پوښتنې راپورته کولې.
هغه وویل نوموړي په ورستیو کې د میرانشاه پریس کلب غړیتوب ترلاسه کولو د پاره خواست کړی وو.
دې پېښې ته په ټولنیزو رسنیو سخت غبرګونون ویل شوی، او صحافتي تنظیمونو ترڅنګ سیاسي ګوندونو د هغه وژنه په کلکه غندلې ده.
د سیمې نه قامي پارلیمان پخواني غړي محسن داوړ په اېکس پخواني ټویټر ويلي،
"د شمالي وزیرستان په تپي سیمه کې د ځوان خبریال کامران خان په هدفي وژنه سخت خواشینی شوم، هغه د ناامنۍ په وړاندې د خپلو انتقادي نظرونو له امله د ژوند له ګواښ سره مخ وو. له هغه ژوند په ظالمانه توګه واخستل شو. یو روښانه راتلونکی، له هیلو او ژمنو ډک ژوند ټول عمر د پاره خاموش کړل شو".
سیاستوال، ننګیال بېټني هم په اېکس ويلي، "د شمالي وزیرستان په تپي کې یو بل پښتون خبریال او د وزیرستان اغېزمنو غږ کامران داوړ د نامعلومو وسله والو له خوا وژل شوی دی. د پښتونخوا په جنوبي او په ځانګړي ډول په صوبه کې نوې شامل کړل شويو قبایلي ضلعو کې هدفي وژنې په داسې حال کې چې هره ورځ مو مازغه او غږونه له لاسه اخلي".
د ډان ورځپاڼې پخواني خبریال انعام خټک د کامران داوړ د دوو تنکیو لوڼو عکس پوسټ کولو سره په اېکس ویلي، "داسې نه ده چې کامران داوړ وژل شوی دی ، بلکې د هغه دوو کوچنیو فرښتو تر ټولو د پام وړ پلار له لاسه ورکړی دی. هیڅوک نشي کولی د لوڼو ساتنه وکړي. حتی تر دې چې یو دولت هم نه شي کولی".
د پاکستان د پارلیمان پخواني غړي او د پي ټي ایم مخکښ مشر علي وزیر ویلي، "په پښتونخوا کې په تېرو څو ساعتونو کې د هدفي وژنو شپږ پېښې شوې چې پکې درې شمالي وزیرستان، یو جنوبی وزیرستان، یو اورکزو او یوه بنو کې شوې. بل لور ته بلوچستان کې د سکرو ډک ټرکونه سوځول شوي. د یو پلان سره سم د پښتنو ځان او مال تباه کوي".
پولیس وايې تر دې مهال کورنیو په چا دعوېداري نه ده کړې او دې ټولو پېښو مقدمې د نامالومو کسانو پرضد درج کړل شوي او پلټنې یې پیل کړي دي.