د خېبرپښتونخوا په ضمني انتخاباتو کې زياتې څوکۍ ازادو امېدوارانو ګټلي

په انتخاباتو کې د خلکو د برخې اخستو يا ټرن اوټ په حواله یې وويل، د ټولو ځايونو څخه ورته کره شمېرې نه دي ترلاسه شوي خو په ځينې ځايونو کې د 50 فيصده پورې او په ځينو کې بيا کې د 50 فيصده نه کمې راې اچول شوي دي

د خېبرپښتونخوا په 21 ضلعو کې پرون د اتوار په ورځ ترسره شوو ضمني بلدياتي يا ښاروالۍ په انتخاباتو کې زياتې څوکۍ ازادو امېدوارنو ګټلي دي.

د غېر ختمي او غېر سرکاري نتيجو ترمخه پښتونخوا کې په 72 څوکيو ترسره شوو انتخاباتو کې 40 سيټونه ازادو امېدوارانو، 14 پاکستان تحریک انصاف ګوند، شپږ جمعيت علما اسلام، پينځه جماعت اسلامي، څلور عوامي نېشنل ګوند، دوه پاکستان پيپلز پارټۍ او يو سيټ تحريک لبېک پاکستان ګټلی دی.

خېبرپښتونخوا کې د الېکشن کمېشن وياند سهېل احمد وي او اې ډيوه ته وويل، پروني انتخابات په پرامنه ماحول کې ترسره شوي هيڅ ډول د ناامنۍ او ناخوشګواره پېښه نه ده رپورټ شوې.

هغه وويل، د امنیت کلک انتظامات شوي وو.

په انتخاباتو کې د خلکو د برخې اخستو يا ټرن اوټ په حواله یې وويل، د ټولو ځايونو څخه ورته کره شمېرې نه دي ترلاسه شوي خو په ځينې ځايونو کې د 50 فيصده پورې او په ځينو کې بيا کې د 50 فيصده نه کمې راې اچول شوي دي.

خو نوموړي وويل په انتخاباتو کې ګڼو خلکو برخه اخستې او د هغې اندازه د سیاسي ګوندونو د سيټونو ګټلو څخه معلوميږي.

د سهېل احمد په خبره، پرون په 21 ضلعو کې په ښاري علاقو کې د نېبرهوډ کونسل او کليوالو سیمو کې د وېلج کونسل په کچه انتخابات ترسره شوي، د جنرل کونسلر، مزدور کسان، ښځو او ځوانانو په سيټونو انتخابات شوي او دغه څوکۍ د مختلفو وجوهاتو له امله خالې شوې وې.

د اتوار په ورځ د خېبرپښتونخوا په پېښور، نوښار، چارسده، خېبر، مردان، کوهاټ، بنو، لکي مروت، ډېره اسماعيل خان، ټانک، اېبټ اباد، سوات، شانګله، ملاکنډ، بره دير، باجوړ، هري پور، مانسهره او بټګرام کې ضمني انتخابات شوي دي.

د الېکشن کمېشن له مخې د ځایي استازو دې ټاکنو لپاره ټول 256 د رایې ورکولو مرکزونه جوړ کړل شوي وو.

په رایې ورکوونکو کې د سړو شمېره 2 لکه 8964 او د ښځو شمېره 1 لک 76871 ښودل شوې وه.

خېبرپښتونخوا کې بلدياتي انتخابات تېر کال د جنورۍ او مارچ په مياشتو کې په دوه پړاوونو کې ترسره شوي وو.