‎د بنو پولیس لاین عملیات پاي ته رسیدلي، پولیس وایي څلور عسکر اؤ پینځه وسله وال پکې وژل شوي

File Photo

د بنو پولیس وايي دغه سیمه کې د پولیسو په مرکز یا پولیس لاین د شوي وسله وال برید وروسته عملیات سر ته رسول شوي چې پکې څلور پولیس اؤ پینځه برید کوونکي وژل شوي دي .

د ګل په ورځ بنو کې د پولیسو په مرکز وسله والو ډله ییز برید کړی ؤ اؤ تر دغه برید وړاندې د بنو په بکاخیل سیمه کې هم د وسله والو په یو بل برید کې یو پولیس عسکر وژل شوی ؤ.

‎د بنو پولیسو په وینا، په پولیس لاین د ترهګرو لخوا د شوي برید نه په مهال ترسره شوؤ عملیاتو کې د پولیسو ترڅنګ د پاکستان پوځي عسکرو او د پوځ ځانګړي ځواک ایس ایس جی کمانډوز هم ګډون درلود او د عملیاتو په پایله کې یې ټول پنځه بریدکونکي وژلي دي.

‎د دوی په وینا وسله وال برید کې څلور پولیس اهلکار وژل شوي او یو رکشه چلوونکی لاروی د ډزو په ترڅ کې ټپي شوی دی.

‎د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ډلې د دې برید پړه پغاړه اخستې ده.

‎د پولیسو د معلوماتو له مخې، په دې برید کې پنځه بریدکونکيو برخه درلوده، چې ټولو د برید پر مهال تورې برقعې اغوستې وې، دوی د پولیس لاین مرکزي دروازې ته له رسېدو سره سم، په دروازه کې په ولاړو پولیسو ناتاره ډزې پیل کړې وې، او بیا د پولیسو مرکز ته ننوتلي وؤ.

‎د بنو د پولیسو د مشر یا ډي پي او ضیاالدین، د دفتر د چارواکو په وینا د پولیسو په مرکز برید د غرمې پرمهال وشو. د برید سره سم، امنیتي ځواکونو په فوري ډول سیمه په ګیره کې واخسته او د پولیسو مرکز ته غځېدلې ټولې لارې یې بند کړې چې د وسله والو پرضد کلک ګامونه ترسره کړي.

‎د سیمې اوسیدونکو وي او اې ډيوه ته ویلي د عملیاتو په ترڅ کې د ډزو او چاودنو غږونه اورېدل کېدل، چې له امله یې په سیمه کې ویره شوه او د شاوخوا خلکو خپل دوکانونه هم بند کړل.

‎ځایي خبریال، روفان خان ، وايي بنو پولیس لاین د ښار په مینځ کې موقعت لري او په عادي حالاتو کې هم د دې مرکز مخې ته خاردار تارونه او د سیمنټو لوی بلاکونه ايښودل شوي وي.

هغه وایي دا امنیتي اقدامات د دې لپاره شوي دي چې د هر ډول احتمالي بریدونو مخه ونیول شي.

ډیوه سره خبرو کې ‎هغه وویل د پولیس لاین په دروازه مورچې جوړې شوې دي، چې پکې پولیس اهلکار په وسله سنبهال چمتو لېدل کیږي او هر څوک چې د پولیسو مرکز دننه ځي، له سختې تلاشۍ څخه تېرېږي.

‎د پولیسو ویاند، حنظله قریشي، ډيوه ته وویل برید په داسې وخت کې وشو چې سها یو پولیس اهلکار د نامعلومه کسانو لخوا په بکاخیل سیمه کې وژل شوی و. د هغه د جنازې مراسم د بنو پولیس لاین کې ترسره شول، چې پکې د پولیسو، امنیتي ځواکونو او نور حکومتي لوړپوړي افسران شامل وو.

‎قریشي زیاتوي چې دا برید یو منظم پلان و. لومړی په سهار کې یو پولیس اهلکار په هدفي برید کې وویشتل شو او بیا په ماسپښین د پولیس لاین د برید هڅه وشوه.

‎د پولیسو په وینا، د بنو ښار ټولې لارې بېرته پرانېستل شوې دي، خو د پولیس لاین دننه لا هم د پاکونې عملیات روان دي.

چارواکي وايي چې د پېښې په اړه به نور معلومات د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګه (اي ایس پي آر) وړاندې کړي. خو تر اوسه د پوځ لخوا ددې برید په تړاؤ څه نه دي ویل شوي چې په برید کې پوځ ته کوم زیان اوښتی که نه؟