د خیبر پښتونخوا په جنوبي ټانک کې کور ته په رخصتي تللی د پولیس اهلکار (پخوانی لیویز) د نامالومه کسانو لخوا تر تښتولو وروسته په ډزو وژل شوی دی.
د ټانک پولیسو مشر افتخار حسېن شاه دفتر چارواکي وايي د پولیس یو اهلکار پخوانۍ نیمه قبایلي جنډوله تاڼه کې په ډیوټۍ مامور وو او په رخصتۍ تللى او د خپل کور ته رسیدو نه وړاند د نامالومه کسانو لخوا تښتول شوى وو.
د دوی په وینا مړی یې پرون د اتوار/ يکشنبې په ورځ د صدر تاڼې په حدودو خپل پلارني بزایی کلي سره نزدې موندل شوی چې په ګولیو سره ویشتل شوی دی.
د پېښې زمه واري تراوسه چا نه ده منلې خو د صدر تاڼې پولیس چارواکي وايي کورنۍ یې په چا دعوېداري نه ده کړې دوی پلټنې پېل کړي او ګمان کیږي دا د ترهګرۍ پېښه ده.
ځايي خلک وايي ترهګرۍ سخت پریشانه کړي خپل خپلوان یې په پولیس او سرحدي عسکرو ځواک کې نوکرۍ لري او چې د میاشتو ډيوټي کولو وروسته کورونو ته په رخصت راځي بیا وژل کیږي.
په یوه بله پیښه کې، د خیبر پښتونخوا په بنو ضلعه کې د پخواني صوبايي وزیر شاه محمد خان کور ته نږدې چاودنه شوې ده.
پولیس وايي چاودېدونکي توکي په موټر سایکل کې ځای پر ځای شوي وو او د چاودنې له امله دوه تنه ځاي کسان ټپیان شوي دي.
شاه محمد په تیر د پاکستان تحریک انصاف د صوبې حکومت کې د ټرانسپور وزیر او اوس مهال په ازاد حیثيت کې د پاکستان تحریک انصاف امېداوار دی.
تیر میاشت هم په جاني خېل سیمه کې په حجره لاسي بم غورځول شوی وو خو څه زیان پکې نه وو شوی.
د بنو پوليسو د پيښې پخلى کړى دى او ویلي يې دي چې د برید تر شاه علتونو مالومولو دپاره په پراخه کڅه پلټنې روانې دي.
د پوليسو په وينا په سيمه کې د نورو ناخوشګوارو پېښو د مخنيوي د پاره په ضلعه کې امنيتي تدابير سخت کړل شوي دي.